شنبه, مې 4, 2024
Home+هیله ده چې د نجونو د تعلیم مخه څوک ونه نیسي

هیله ده چې د نجونو د تعلیم مخه څوک ونه نیسي

پوهندوی آصف بهاند

د نجونو د تعلیم مخنیوی که دا څوک د ښځینوو د ستر د خوندیتوب له پاره کوي، دا کار ناسم دی، د نجونو د تعلیم مخه نیول په حقیقت کې د خپل هېواد د ښځینوو د ستر لیلامول دي. که نجونې مو تعلیم ونه کړي، تاسو به سبا په خپل کور کې نه ډاکتر ولرئ او نه هم د بلې کومې داسې برخې متخصصه چې د هغې کار ستا د کور د ښځینوو ستر خوندي کوي. که ته په خپل کور، کلي، ښار او وطن کې ښځینه ډاکتره ونه لرې، سبا به ستا د خپل کاله زنانه د گاونډي نارینه ډاکتر پر میز باندې پرته وي او پردی نارینه ډاکتر به بیا تا ته وايي چې د باندې ودرېـږه چې زه خپل مریض معاینه کوم، دا یې یوه بېلگه ده؛ اوس دې هغه ښاغلي چې د نجونو د تعلیم مخه نیسي، خپله سوچ وکړي چې د نجونو د تعلیم مخه نیول به نورې څه ناوړه پایلې ولري؟

—————–

د نجونو د تعلیم مخه نیول له ځان، خلکو، نوي نسل او له وطن سره جفا ده.

د چا د تعلیم مخه نیول، د کرکې شیندل دي. تر څو به د دې خلکو د ذهن په کرونده کې کرکه شیندل کېږي؟ لطفاً کرکه مه شیندئ!

دا یو عیني حقیقت دی چې ښځه د هرې ټولنې نیم بدن دی او په نیم بدن نه الوت کېدای شي او نه د ژوند ارابه پرمخ بېول کېدای شي. هر څوک چې اوس د نجونو د تعلیم مخه نیسي، د راتلونکې ټولنې نیم بدن ته اور اچوي؛ نو لطفاً د نجونو د تعلیم مخه مه ډبوئ.

دا څو ورځې کېـږي چې په مېديا کې د ښوونې روزنې وزارت  د یوې اعلامیې خبرې او بحثونه کېږي. په اعلامیه کې یوازې له هلکانو او نارینه ښوونکو نه غوښتل شوي چې ښونځیو ته دې ورشي. دا د اعلامیې متن دی:

 اوس خلکو ته دا تشویش پیدا شوی دی چې د ښونځیو له نجونو زده کونکو او ښځینه ښونکوو سره به څه چلن غوره کېـږي؟

د معارف وزارت د دې اعلامیې له مخې خلکو سره دا تشویش رامنځته شوی دی چې گنې د طالبانو اسلامې امارت مقامات د ښځينوو له تعلیم سره مخالف دي. دې اعلامیې ته گڼو خلکو عکس العملونه ښودلي دي او خپل تشویش یې څرگند کړی دی چې که نجونې له ښونځیو راوگرځول شي، عواقب به یې هم د طالبانو رژیم ته او هم ټولنې ته په نږدې او لرې راتلونکې کې ډېر ناوړه وي.

که دا کار څوک د ښځینوو د ستر د خوندیتوب له پاره کوي، دا کار ناسم دی، د نجونو د تعلیم مخه نیول په حقیقت کې د خپل هېواد د ښځینوو د ستر لیلامول دي. که نجونې مو تعلیم ونه کړي، تاسو به سبا په خپل کور کې نه ډاکتر ولرئ او نه هم د بلې کومې داسې برخې متخصصه چې د هغې کار ستا د کور د ښځینوو ستر خوندي کوي. که ته په خپل کور، کلي، ښار او وطن کې ښځینه ډاکتره ونه لرې، سبا به ستا د خپل کاله زنانه د گاونډي نارینه ډاکتر پر میز باندې پرته وي او پردی نارینه ډاکتر به بیا تا ته وايي چې د باندې ودرېـږه چې زه خپل مریض معاینه کوم. دا یې یوه بېلگه ده؛ اوس دې هغه ښاغلي چې د نجونو د تعلیم مخه نیسي، خپله سوچ وکړي چې د نجونو د تعلیم مخه نیول به نورې څه ناوړه پایلې ولري؟

زه خپله په دې عقیده یم چې د یوې ټولنې د پرمختک اصلي بنسټ تعلیم دی، که څوک د افغانستان نیمایي کوچنیان (نجونې) له تعلیم نه منع کوي، څرگنده خبره ده چې افغانستان د پرمختک او ابادۍ بنسټ همدا اوس ورانوي، که دا کار یې خپل پلان او پروگرام وي او که یې د نورو په لمسه کوي، په دواړو صورتونو کې یې ناسم کار دی.

نجونې له تعلیم نه پانې کېدل، په ټولنه کې گڼې ستونزې رامنځته کوي. که یوه مور بې تعلیمه وي، څنگه به خپلو ماشومانو او کوچنیانو ته د وطن مینه او د نوي ژوند طریقه ورزه کوي؟ 

د ۲۰۲۰ ام کال په مارچ میاشت کې د «په کلینک کې ښځینه ډاکتره شته؟» ترسرلیک لاندې د یوې مقالې په ترڅ کې، د ښځینه ډاکترې د نشتوالي د ستونزې په باب ما داسې لیکلي وو:

«زموږ ډیری نارینه، چې ځان ډېر غیرتي هم ورته ښکاري، کله چې خپل ښځینه ناروغ کلینک یا روغتون ته ورسوي، پر ژبه یې دا پوښتنه جاري وي:

ښځینه ډاکتر شته؟

نو وه کاکا! 

وه ماما!

وه پلاره!

وه وروره!  

وه ښاغلیه!

ته چې خپله خور ــ لور ښوونځي او پوهنځي ته نه لېـږي او لیک لوست او تعلیم ته یې نه پرېـږدې، ښځینه ډاکتره به له کومه شي، ښځینه ډاکتره خو له اسمانه نه را اوري چې تیاره به ستا د ښځینه ناروغ د درملنې له پاره ناسته وي.

زموږ د ټولنې ډېره سلنه خلک له دې لاندې حقایقو سره تر اوسه پورې ډېر واټن لري چې پوه شي: 

ــ ښځه د نارینه نیم بدن دی،

ــ ښځه مور ده، 

ــ ښځه خور ده،

ــ ښځه لور ده، 

ــ ښځه د کور ډيوه ده، 

ــ ښځه د نارینه د الوت ځواکمن وزردی.»

د ۲۰۱۷ ام کال د اکتوبر میاشت په اوږدو کې بي بي سي یو راپور خپور کړ چې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې څلورم دی چې شرایط یې د نجونو د زدکړو له پاره ډېر ناوړه بلل شوي دي. له همدې ستونزې سره اړوند ما  ۲۰۱۷ ام کال د اکتوبر  پر اولسمه نېته  یوه مقاله خپره کړ چې سرلیک مې ورته «یوه بله نیکنامي؟» ټاکلی و.

د هغې مقالې په ترڅ کې ما داسې لیکلي وو:

«د نجونو د ورځې د لمانځلو په لړ کې داسې تایید شوي او نا تایید شوي ارقام هم وړاندې شول چې د دوو میلیونو په شا و خوا کې نجونې ښونځي ته د تگ له حق نه محرومې دي او د دې محرومیت تر څنگه د تاوتریخوالي له ظالمانه ډولونو سره هم مخ دي. که ښوونځي ته لاړې هم شي، اویا سلنه نجونې په لږ لوړ سن او لږ جگ ټولګې کې نه پریښودل کېـږي چې ښوونځي ته ادامه ورکړي؛ له دغو عیني ستونزو سره، سره د ښوونې او روزنې وزارت هم په ټاکلي وخت د نجونو ورځ ولمانځله.

وروسته له دې چې په میديا کې د نجونو د ورځې درز دروز لږ غلی شو، بي بي سي داسې یو رپوټ خپور کړ چې هر بادرکه او با احساسه انسان ته ټکان ورکوي. د یاد رپوټ سرلیک داسې وو:«افغانستان د نجونو تعلیم لپاره څلورم ناوړه هېواد»

د بي بي سي په یاد راپور کې افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې څلورم ښودل شوی دی چې نجونې په کې د تعلیم نا وړه حالت لري.»

هغه وخت مو د دې غم کاوه چې ولې مو د هېواد شرایط د نجونو د زدکړو له پاره ناوړه دي، اوس که په ټول هېواد کې د نجونو د زدکړو مخنیوی وشي، څه به کوو؟

د نجونو له تعلیم سره په ټوله سیمه کې د افغانستان خلک مینه لري، د دې مینې ډېر ښه مثال او ثبوت هغه پلار دی چې له خپل کوره دولس کیلو متره لرې ښونځي ته خپلې درې لورگانې د زدکړو له پاره بیايي. نو چې دومره په مینې سره خلک خپلې لوڼې ښونځیو ته لېږي/ بیایي، ولې یې د زدکړو مخه ونیول شي؟ 

د معارف وزارت پاسنۍ اعلامیې ته په کتو سره تر اوسه په قطعي ډول نه دې ویل شوي چې نجونې دې ښونځیو ته نه راځي، هیله ده چې د دولت، په تېره د معارف مسؤلین د نجونو د زدکړو مخنیوی ونکړي. سره له دې چې په اعلامیه کې ښونځیو ته د نجونو د نه ورتگ ته اشاره نه ده شوې، خو بیا هم عامو خلکو 

او فرهنگیانو عکس العملونه ښودلي دي. څو بېلگې به یې دلته وړاندې کړم:

یو فرهنگي دوست (Habib Waqar) ښوونځي ته د نجونو نه پرېښودلو په برخه کې چې د ده لورگانې هم په کې دي، داسې لیکلي وو:

زموږ اوښکې

ایمل ته مې وويل:

سبا دې ښوونځی پيلېږي.

ملالۍ چيغه کړه:

ووووووووی څومره ښه.

ورته ومې ويل:

ستاسې نه، يوازې د هلکانو پيلېږي .

سترګې يې له اوښکو ډکې شوې او کوټې ته ننوته.

ما هم له ډېر وخت وروسته ښه ډېر وژړل…

يادونه: د افغانستان تر ټولو کوچنۍ ليکواله ملالۍ او خور يې صفيه سږ کال د میلاد اتل خصوصي لیسې د اووم ټولګي کوونکې وې.

که د امارت پالیسي د نجونو پر مخ د ښونځيو دروازې او د پوهنتون ټولگي وتړي، څه ارمانونه او استعدادونه به خاورې شې؟

دا دوې بېلگه وگورئ: 

«زما کشره خور فوزیه وردګ نومیږی …

هغی ان د مکتب د دوهم او دریم صنف په کتابونو او کتابچو باندی خپل نوم ډاکټر فوزیه وردګ لیکلی وو 

د پلار تخلص مو غفوری دی 

کله مو چی الکترونیکی تذکری اخیستی د پلارنی تخلص خلاف می ورته تخلص وردګ ولیکه او دا یو ارمان می یی ور پوره کړ ….

تر شپږم صنف یی وردګو کی مکتب ولوست نور نو هلته ۱.۱.۱ دا پنځلس کاله تر شپږم پورته د نجونو مکتب ته اجازه نه ورکوله …

کابل ته مو را تبدیل کړه او اوس اتم صنف کی وه …

هغی له ډاکټری سره دومره مینه لرله چی ان زما د کاکا واړه اولادونو یی په زور مجبور کړی وو چی هغی ته ډاکټره ووایی…

نن می د ماښام د ډوډی په وخت هغی ته کتل په خندا یی زما د مور سره خبری کولی ځکه هغه خبره نه ده چی هغوی ته شاید نور د تعلیم او تحصیل اجازه ور نکړل شی …

دوه مړی ډوډی می وخوړه نور هماسی نا هیلی له دسترخوان راپورته شوم …

نن می ځان ناتوانه حس کړ ځکه کیدای شی د خپلی وړی خور ارمان می پوره نشم کړای …

زړه تنګون- ناتوانی – مجبوریت»

دا هم د ښځو او نجونو پرمخ د کار او ښونځيو د تړلو په برخه کې د مریم امر خیلې نظر:  

«لطفا د نجونو په ښوونځیو بندیز مه لګوئ. پرېږدئ چې نجونې خپلې زده کړې وکړي.

افغانه لورکۍ له ښوونځي او پوهنتون مه شړئ، مه یې منع کوئ.

ښځې په تورو رنګونو کې مه ګنډئ!

تور رنګ د افغان ښځې نننۍ راتلونکې تیاره کړه که افغان ښځه د تورو تیاره خونو په زولنو او څلورو دیوالونو کې نه وای راحصاره کړې. نن به ددې خاورې بچي شعوري روزل کېدل، ادۍ به مینه، ژوند او نړۍ سره سیالۍ سبق ورښوده نه چې اوس د ادې له واکه وتلي په خپل سر جګړه او بدبختي زده کوي.

ښځې د ټولنې اساس او بنسټ دی.

ښځې د ټولنې کمزوري نه، بلکې د ملاتیر حیثیت لري.

بې ښځې به دا وړۍ شړۍ نه کړې او نه به یې په یوازې ځان شل کړې نړۍ چې نن څومره پرمختللې ده نو د ښځو او نارینه و په مټ مخته تللې

نرواکې ټولنې تل شاته پاتې دي او زموږ تیر یې ښه مثال دی.

ښځې پرېږدئ چې خپلو دندو ته لاړې شي موږ په هېواد کې ډېرې درنې او زیارکښې ښځې دي چې خپله دنده یې خورا په عزت او د خپلو بچیانو لپاره حلاله روزي ګټلې .

لکه زه زرګوونه افغان نجونې د کورنۍ لګښت او یوازینۍ د ګټې وټې غړي دي او هره یوه د وطن خدمت تر څنګ خپل مجبوریتونه هم ورله غاړې دي، په ډېره مېړانه خپلې کورنۍ بوج کټ مټ لکه یو زوی یا نارینه په غاړه اخیستی.

د قاموسونه دات کم لویې پروژې مسؤل، پرکاره فرهنگي احمد ولي اڅکزي داسې نظر څرگند کړی دی:

«که د خپلو ښځينه ؤ پرده په رشتيا درته مهمه وي، نو د انجونو د لوړو زدکړو مخالفت مه کوئ، ځکه هغوی به ستاسو د باپرده ښځينه ؤ له پاره په ځانګړو ښځينه ادارو کي د ښوونځيو ښوونکي، د پوهنتون استادانې، ډاکټرانې… جوړيږي. که يې د زدکړو مخالفت او مخنيوی وکړئ يا يې زدکړې ور ځنډنۍ کړئ، نو خدای مکړه باپرده مېرمنې به مو د ګاونډي هيوادونو پر سرحد په اړولو را اړولو کي بې ستره کړئ.»

ډاکتر بهیج عثماني بیا ترنورو په جدي ډول داسې ویلي دي:

«د يوه داسې چا په توګه چې د انسان ذهني او رواني جوړښت راته تر يوه بريده مالوم دی په ټول مسئوليت دا خبره کوم چې حتا د يوې لنډې مودې لپاره له زدکړو او تعليم څخه د مېرمنو او نجونو بې‌برخې کول د دې سبب کېږي چې يوه ټولنه د ډېرو کالونو لپاره رنځوره او معيوبه شي.

په هغه کور کې چې ښځه پوهه او زدکړه ونلري که نرينه د زدکړو او پوهې اسمان ته هم ختلی وي امکان نلري سالم او له ذهني او اروايي پلوه روغ ماشومان ستر شي. دغه ناروغ ماشومان د سبا پلرونه او ميندې دي او په دې ډول دا معيوب تسلسل ادامه پيدا کوي.

په افغانه ټولنه کې له پېړيو، پېړيو را په دېخوا د وحشت، جګړو او ظلمونو يو تر ټولو ستر عامل د ښځو تعليم او زدکړو ته نه پام دی.»

د نجونو د تعلیم مخنیوي ترخه تجربه خو د ااا مسؤلینو په نویمه لسیزه کې کړې وه، دوی ته، خلکو ته او وطن ته یې پایله مالومه شوه چې منفي وه، نو بیا هغه ناکامه او ترخه تجربه باید تکرار نه شي. زه فکر کوم چې د ناکامو تجربو د تکرار ټول تاوان خلکو او ټولنې ته رسېـږي، خلک او ټولنه مه تاواني کوئ!

5 COMMENTS

  1. ددوی راتګ لعنت الله دی او کومه اوبا چې په افغانستان کې د طالبانو په راتګ سره راغلې او ټول افغانان خوصوصا ښځو ته یې ډیره اغیزه رسیدلې. طالبان د کرونا، جزام او داسې ډیرو وایرسونو خطرناک دي.

  2. سلامونه،
    زما په فکر طالبان صاحبان باید د شل کلونو او لا زیاتو ،زخمونو باندې مالګې ونه شيندي. څومره نجونې مو دا څو کاله د جنګونو او جګړو له کبله بېسواده پاتې شولې او څومره په خونړیو لیارو د مرمیو، ځناورو او بحیرو … خوراک شولې .
    دوستان دې په تعصب نه تعبیروي ؛ له دو کلونو څخه اعظمي ګټه هزاره خویندو-وروڼو ویوړه ! که څه هم د هغوی د زهماتو ثمره تش په نامه راهبردانو!!! ېې ویوړه.
    اوس چې طالب مشران وايي :سرتاسري امن په کلیو او ښارونو کښې قایم دی نو بیا د خویندو د ستر او عفت په باب باید هیڅ تشویش ونه لري .او امنيت باید د خویندو مکل ونيول شي. بله اصلي موضوع داده چې اصيلې افغانۍ پیغله، مور،خور، لور ، نږور ، … داسې پښتونولي+افغاني غرور او غیرت لري چې په دا کوچه ګردو لڼډهغرانو ری هم نه وهي !. په تاریخ کښې ېې حماسې جوړې کړي او همدا دطلبه کرامو تحریک په بریالیتوب کښې ېې د بهرنیو او داخلي افغان-دشمنو پر ضد څومره کاړوایانې کړي او البته ښوونه او روزنه لرونکو (ښوونکيو، کوچیانو، نرسانو ډاکټرانیو، انجنیرانو ، نطاقانو، ژورنالیستانو او داسې نورو علمي او ترقۍ ساحو کښې) په پوره شعور او عقلمندۍ سره مرستې کړي.
    یوه نیمه استثنا ګانې ، باید په کُل تعبیر نه شي.
    بله خبر داچې طالبان باید د نړیوالو بهانو ته زمینه مساعده نه کړي ؛ د نړۍ اسلامي هیوادونو کښې د نجونو تعلیم او تربیی سیستمونه وګوري. همدا نېژدې ګاوڼدیان (پاکسټاین؛ ایران ، ترکیه ، قطر او … ) پرتله کړئ!
    ملي او مکتبي یونیفورم بهترین خپل افغاني لرو ؛ نازولې نجونې په تورو تیارو جامو بند کول اصلاََ صحت ته مضر دي . البته اسلامي مناسب حجاب هم په ملي او یونیفورم کې مدغمیدلی شي.
    دري کښې یوه مقوله ده :” نه به آن شوري شوور ؛ نه به این بې نمکي!”. له توجه مو مڼنه.

  3. سلام
    څلور شیان دی چې انسان لوړې درجې ته رسوی:
    الف – علم
    ب- حلم
    ج- کرم
    د- ښه ژبه
    تعلیم او تر بیه دواړو ښځو او نارینه وو ته مساوی معیارلری لکه دریاضی معادله کرکه او انحصار نه منی.
    a+b=b+a
    داکتر ساپی بهرنی او کورنی دښمنان خوداوبو پر سر ځګ په څېر په سوشال مېډیا کې چیغې وهی چې هلی ژر شی لیوه راغی ! هو زمینه باید برابره نه شی .

  4. له یوی خوا طالبان بی اعتباره سول او له بلی خوا دامریکا مستثمره ذهنونه داجیرانو په ډول او دپیسو په خاطر دبغاوت خبری کوی نو دافغانستان له خوا خوږو لیکوالانو نه هیله ده چه دخلکو په احساساتو باندی لوبی ونکړی. دیو مسؤل افغان په توګه خپل نظر ورکړی.
    هغه کسان چه ساده واقعیت نسی تحلیلولی له هغو نه هیله ده په نیست باند ولاړ فیکشن پریږدی او دمشکل په لټه کی سی چه حل سی.
    ویل کیدل هلکان او نجونی سره بیلوی. په جواب کی ویل کیدل هغه جلا وو. مګر چیری؟
    دا شل کاله چه افغانستان ودربیدو په همدی خاطر چه دهغه کارکونکو او ملاتړو دکابل نه دباندی فکر نسوای کولی. په هغوی کی همدا استعداد نه لیدل کیدو. متاسفانه اوس هم دپوهنتون استاد په چټتیاتو او خیالی څیزو باند اوږد لیک خپروی. مشکل نه خبر نه او هسی په سپو پسی مونډی وهی.
    ما دالجزیری مستند فلم کتلی چه څنګه له بیله مکتبو نه یوه مکتب ته هلکان او نجونی مجبور سوی وو او هلته هغوی ته درسونه ورکیدل. پس دخدای لپاره افغانان باید منفی لیکنی پریږدی او له طالبانو سره کومک وکړی چه دکلیوالو مکتبو لپاره سمه لاره پیدا کړی.
    په منطقو کی لوی کلی نشته او کلی لیری پراته دی. که هلته مکتبونه شروع سی جینکیانی به په پښو له لری نه دیوه او یا دوه ساعتو لپاره روزانه تګ او راتګ کوی او دهغوی دلیاری حفظ ددولت مسؤلیت دی. هلته معلمان نسته قرطاسیه نسته هلته ترانسپورتی شرایط خو بیخی په نظر کی ندی نیول سوی او خلک مسکین دی.
    دمکتب پیلول اسانه دی خو دهغه مسؤلانه چلول ګران دی.
    زما په هغه هلکانو زړه سوځیږی چه ددولسم نه فارغ شوی وی او بیاهم سم لیک نسی لیکلی. داسی مکتب خو بیا دوخت ضایع کول او له افغانانو څخه دکاری قوی کمول دی.
    هیله ده افغانان له تخریبی خبرو نه لاس واخلی او دودانولو په خبرو پیل وکړی.

  5. د افغان ملت په ستره قربانی د غلام قاتل کمونیستی رژیم بادار شوروی د افغانستان خاوری شړلو څخه وروسته د پر له پسی مصیبتونو رامینځ ته کیدو اساسی مجرم د افغان ملت ستر دوښمن خائین لعین خلیلزاد دی دده مضرتوب او خائینو اعمالو په واسطه افغان ملت نه یوازی د زیاتره د تباهی کندی ته واچول شو بلکه دده ( امریکا او انګلیس ) مضرو خیانتونو په وسیله پنجابی پاکستان او اخوندی رژیم ایران ته د شومو او غلیسو هدفونو رسیدو لپاره زیاتره زمینه هم برابره کړه او ۳۰ کاله ئی دا رنګارنګ تربیه شوی غلام قاتلین او وحشیان ئی په بدلون سره د افغان ملت په اوږو سپاره وساتل او اوس ئی بالاخیره د دوحی خائینی فریبی صلحی شعار لاندی ئی زیاتره جاهل وحشیان په ډرامیی شکل سره ارګ ته داخل کړل لکه چی په ۲۰۰۱ کال کښی په ډرامیی شکل سره روزل شوی قیدانی طالبان بی له ادنا مقاومت د خپل بادار امریکا ( د نورو ممالکو یو ځای والۍ د امریکا افغانستان هجوم لپاره ئی د نیویارک ترور موضوع راپیداکړۍ شوه ) او انګلیس مقابل کښی غلام پنجابی پاکستان ټاټوبی ته ولیږل شول ( او ددوی پر ځای د منفور همه شومول حکومت لاندی قاتل وحشی تنظیمونه او خاص تربیه شوی کسان د دیموکراتانو شعار لاندی ئی واکداران کړل ) همداسی ډرامیی صحنه ئی اوس په تنظیمونو اودیموکراتانو ؟ تکرار کړه یعنی بی له ادنا مقاومت زیاتره وحشی طالبان ئی په ارګ کښی داخل کړل ، اوس د فریبی لپاره د افغان ملت ستر دوښمن خلیلزاد مصنوعی انتقادونه د دروغګوی ستر جاسوس اشرف غنی او دده حلقی باندی شروع کړی دی او هغه غلام او دده حلقی ځانونه کاملآ خاموشه نیولی دی او د بادار مقابل کښی اواز نشی راپورته کولۍ !!!!

    د امریکا انګلیس دیرینه ارمان چی پنجابی پاکستان په افغانستان حاکمیت باید پیدا کړی دائی د خائین خلیلزاد په وسیله اوس مؤقتی تر لاسه کړ او پنجابی پاکستان اوس دی طالبو وحشیانو ته د ټولو وزارتونو کارونه په اوږو اخیستۍ دی او دا د افغان ملت دوښمنان پنجابیان پلان لری چی میرمنی په تام ډول د هر ډول دولتی او شخصی کارونو څخه د قیدانی مضر زیکتی ایاتونو او حدیثونو لیری وساتل شی او هم جلکۍ د مکتبونو او پوهنځیو څخه دقیدانی مذهب( زیکتی ) په اساس محرومی شی !!! افسوس ډیر افسوس چی ستره صادقه مبارزه خدای بخشلی وطندوسته ژوندی ندی ، میرمنو همیش میدان ګټلۍ دی او دا میدان به هم ګټی !!!!!

    اما پنجابی پاکستان باید پوه چی دوی او ددوی باداران نشی توانیدای چی د خپلو روزل شوو وحشیانو په وسیله پر افغانستان حاکمیت پیداکړی او د افغان راتلوونکی جامعه په مختلفو قیدانی فریبیو تام بی سواده وساتل شی ، د افغان غیرتی میرمنی او جلکۍ د لوړ شجاعت خاوندانی دی او نه یوازی خپل حقوق به په متانت سره غواړی بلکه ددی وحشیانو غلامی پر ضد به دا مقاومت لا پراخه کیږی تر څو چی ددی رنګارنګو وحشیانو څخه افغانستان پاک شی !!!!! دا باید واضح شی چی د افغانستان استقلال همیش بی سواده افغانانو تر لاسه کړۍ او ساتلۍ دی او دی مرتجع نیمه منورینو سره د مصنوعی مذهبیو افغانستان خرڅون ته مسلسل وړاندی کړۍ او یرغلګرو ته ئی زمینه برابره کړیدی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب