شنبه, مې 18, 2024
Home+د خبرو اترو علمي انداز

د خبرو اترو علمي انداز

ليکنه: مولانا وحيدالدين خان

ژباړه: حامدد مشواڼی

که دوه تيږې سره وجنګول شي، نو درېم غږ ترې راوځي چې چنګاری دی. د انسان دماغ هم همداسې دي. که دوه دماغ سره وجنګول شي، هلته هم يو درېم شی منځته راځي چې دا يو نوی تصور يا نوې نظريه ده. همدې ته ذهني ارتقا وايي. ذهني ارتقا هېڅکله هم په پُرسکونه حالاتو کې نه واقع کېږي، ذهني ارتقا هغه وخت پيدا کېږي چې کله د څه بدې پېښې يا چاودنې له امله د انسان په ذهن کې توپان رامنځته شي.

په دې کې د فکري اختلاف ډېر غټ رول دی. د دوو کسانو تر منځ فکري اختلاف رامنځته شي، بيا د اختلاف په هغه نقطه باندې خلاص بحث open discussion وشي. دواړه خپل نظريات په بشپړ علمي او له قيدوشرط پرته بيان کړي، په هغوی کې يو هم بايد احساساتي نه شي، دواړه بايد په منطقي دلايلو په رڼا کې بحث وکړي.

دې خبرو اترو او بحث ته علمي بحث  Scientific Discussion وايي. که دا ډول بحث په بشپړ ډول غيرجذباتي انداز کې وشي، نو له دې څخه به خامخا يوه درېمه نظريه رامنځته شي، لکه څنګه چې د دوو تيږو له جنګېدو څخه يو درېم غږ رامنځته کېږي. د دې مثبت اختلاف شرط يوازې دا دی چې له دواړو څخه هره خوا بايد يوازې د منطقي دلايلو په رڼا کې څرګندونې  وکړي او د تور او تهمت لګولو له ژبې څخه ځان وساتي. دې ډول بحث ته په قران کريم کې مجادله احسن ويل شوې ده (۱۶:۱۲۵) مجادله احسن هغه بحث ته وايي چې په هغې کې يو کس له شرط پورته په منطقي دليل سره خپله خبره وکړي او له شرط پرته په منطقي دليل د بل کس خبره واوري.

الرساله جنوري ۲۰۱۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب