Homeخبرونهروسيه: د ط واکمنیدو په افغانستان کې زموږ خلاف ګواښونه نه دي...

روسيه: د ط واکمنیدو په افغانستان کې زموږ خلاف ګواښونه نه دي کم کړي

تاند:( پنج، د عقرب ديارلسمه) ‏‏د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره، د روسیې خلاف ګواښونو کې کمښت نه دی راغلی.

د دغه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د نیشه یي توکیو او ترهګریزو بریدونو له پلوه لا هم له افغانستان څخه دغه هېواد ته ګواښونه موجود دي.

هغې خواشیني ښودلې، چې د طالبانو له واکمنیدو سره بیا هم په دې برخه کې د پام وړ کمښت نه دی رامنځته شوی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په ځانګړې توګه د داعش ډلې ګواښ ته اشاره کړې او ویلي، چې دا ډله لا هم د افغانستان په مختلفو ښارونو کې بریدونه کوي او روسیه یې اندیښمنه کړې ده.

نوموړې نه دي ویلي، چې د دغو ګواښونو د کمیدو او خطرونو ختمولو لپاره یې د هېواد اساسي غوښتنې څه دي؟

مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و، چې له منځنۍ اسیا سره په ګډو پولو کې د افغانستان له خاورې شاوخوا دوه زره داعش وسله وال منځنۍ اسیا ته د اوښتو پلان لري.

هغه خبرداری ورکړی و، چې که دا خطر دفع نه شي، روسیه او ملګري هېوادونه به یې د دغو وسله والو د ځپلو لپاره په افغانستان کې عملیات وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل همدا اونۍ فارن پالېسۍ ته ویلي و، چې د روسیې په ګډون د افغانستان ګاونډیان او سیمه ییز هېوادونه له طالبانو سره دوه ګونې لوبه کوي او سم ملاتړي یې نه دي.

د روسیې په اړه نبیل ویلي و، چې له طالبانو څخه یې د سیمه ییزو ګواښونو د مهار تمه لرله، خو دا چې تمه یې نه ده پوره شوې، اوس له یوې خوا ازبکستان طالبانو سره پراخو اقتصادي همکاریو ته هڅوي او له بل لوري یې تاجیکستان د طالبانو خلاف د مقاومت جبهې مرکز ګرځولی دی.

طالبانو بیا ویلي، چې داعش ډله په افغانستان کې واضح فعالیت او ځواک نه لري او د مزاحمتي هڅو د مهار لپاره یې دوی کافي قوت په واک کې لري.

له دې سره، اوړمه ورځ د کابل په تر ټولو مهمه دیپلوماتیکه سیمه( وزیراکبرخان) کې داعش ډلې د افغانستان پر تر ټولو ستر پوځي روغتون( سردار داودخان څلور سوه بستریز روغتون) برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د طالبانو د مرکزي قول اردو د قومندان په ګډون لسګونه طالبانو او ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

امریکا متحده ایالات هم په افغانستان کې د داعش او القاعدې ډلې د فعالیتونو په اړه ژوره اندیښنه لري.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ویلي، چې داعش ډله د ۶ میاشتو په موده او القاعده د دوه کلونو په موده کې له افغان خاورې پر امریکا د برید وړتیا برابرولی شي.

د افغانستان لپاره د امریکا مخکیني استازي زلمي خلیلزاد بیا ویلي، چې امریکا به له افغان خاورې د القاعدې ډلې د خطر جدي کیدو په صورت کې یو ځل بیا پر افغانستان برید وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...