Homeخبرونهد پاکستان ملت ورځپاڼه: ط ممکن د داعش د ځپلو لپاره د...

د پاکستان ملت ورځپاڼه: ط ممکن د داعش د ځپلو لپاره د امریکا مرسته وغواړي

تاند:( پنج، د عقرب ديارلسمه) ‏‏د پاکستان ملت ورځپاڼې نن په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو د ګواښ زیاتیدو په اړه یو تحلیلي مطلب کې لیکلي، چې طالبان دا ډله جدي ګواښ نه ګڼي، خو د کابل پر سردار داودخان پوځي روغتون د داعش ډلې د دې اونۍ برید د یادې ډلې د خطر شدت ثابت کړ.

د ورځپاڼې د شننې له مخې، تراوسه دې ډلې په هدفي او نورو بریدونو کې عام خلک او ټيټ پوړي طالبان نښه کول، خو وروستۍ پېښې وښوده چې د ملا حمدالله مخلص په شان د طالبانو ځواکمن قومندانان هم له دغو بریدونو سره وژل کیدای شي.

حمدالله مخلص ته د طالبانو د ارګ فاتح ویل کیده.

هغه، چې د حقاني شبکې د بدري ځواک د خطرناکې قطعې قومندان و، د مرګ تر ورځې یې د طالبانو د مرکزي قول اردو قومنداني پر غاړه لرله.

نوموړی پر داود خان څلور سوه بستریز روغتون د داعش ډلې د برید په ورځ خپله د برید ځای ته ورځي او داعش ډلې سره په جګړه کې وژل کیږي.

د پاکستان ملت ورځپاڼې ویلي، چې دا خطرناک وضعیت ممکن طالبان له امریکا متحده ایالاتو سره د داعش ډلې خلاف ګډې مبارزې ته مجبور کړي.

ورځپاڼه وړاندوینه کوي، چې ممکن طالبان له امریکا سره د داعش پرضد په دې سلا شي، چې د امریکا بې پيلوټه الوتکې به په افغانستان کې د داعش ډلې پټنځایونه او جنګیالي هدف ګرځوي.

طالبانو رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي،خو له واک ته رسیدو وروسته یې په دوحه کې له امریکایي پلاوي سره د مذاکراتو پر مهال په داعش ضده مبارزه کې د امریکا د مرستې وړاندیز رد کړی و.

د طالبانو په باور، داعش ډله افغانستان کې د پښې ځای او ځواک نه لري او دوی ورته د ګواښ پرځای د یوه ځپل کیدونکي مزاحمت په سترګه ګوري.

له دې سره، د امریکا متحده ایالاتو ترڅنګ روسیه او د سیمې هېوادونه بیا د یادې ډلې د فعالیتونو پراختیا ته اندیښمن دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په ځانګړې توګه د داعش ډلې ګواښ ته اشاره کړې او ویلي، چې دا ډله لا هم د افغانستان په مختلفو ښارونو کې بریدونه کوي او روسیه یې اندیښمنه کړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ویلي، چې داعش ډله د ۶ میاشتو په موده او القاعده د دوه کلونو په موده کې له افغان خاورې پر امریکا د برید وړتیا برابرولی شي.

د افغانستان لپاره د امریکا مخکیني استازي زلمي خلیلزاد بیا ویلي، چې امریکا به له افغان خاورې د القاعدې ډلې د خطر جدي کیدو په صورت کې یو ځل بیا پر افغانستان برید وکړي.

امریکایي چارواکو د داعش ډلې په اړه په ښکاره ویلي و، چې په سیمه کې د خپلو استخباراتي امکاناتو او هوایي ځواک څخه په استفادې به یې په افغانستان کې وځپي.

دوی په دې برخه کې د طالبانو سلا او اجازه هم اړینه نه وه ګڼلې، خو طالبانو ویلي چې ټول هېوادونه باید د افغانستان هوایي او ځمکني حریم ته درناوی ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...