شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+پر افغانستان د رېګوني يرغلونه

پر افغانستان د رېګوني يرغلونه

۲۷مه برخه
ا ستاد شهسوارسنګروال
د شاه حسين بايقرا (۱۵۰۶ ز کال) له مړينې وروسته د افغانستان په ګاونډ کې د نوو حکومتونو را ټوکېدل د هېواد لپاره يو بل نوی ګواښ وه، چې د هرات د تېموريانو واکمني يې ړنګه کړه.
شيباني خان د ۱۵۰۰ ز کال په مهال د تېموري ټولواکمنۍ ځنې سيمې لاندې کړې، په لومړي سر کې سمرقند ونيو چې ډېر ځله د مغلواکو پلازمېنه و.
نوموړي چې کله د سمرقند پوځونه را وپرځول او ځان يې پياوړی کړ، نو بيا په ۱۵۰۶ ز کال له امو رود نه را پورېووت بلخ يې ونيو او ان تر هراته پورې سيمه يې وګواښله.
محمد خان شيباني په ۱۵۰۷ ز کال له مرو، مرغاب، اندخوی او بادغيس نه وروسته هرات کلابند کړ او د ګورګاني دولت ستنې ولړزولې.
هرات له لږ ځنډ نه وروسته ازبک ځواکونو تر خپلې ولکې لاندې راووست او کله چې په ښار ورننوتل، کورونه يې لوټ او تالان کړل. که څّه هم د هرات خزانې ګورګاني اميرانو او درباريآنو له ځان سره وړې وې، خو بيا هم د محمد خان شيباني لښکر د هرات شتمنو ته ګواښ وکړ، که چېرې تاسو هر تن سل زره مثقاله سره زررا نه وړل و به وژل شی.
شيبابني خان په لومړي سر کې د سلطان حسين بايقرا د حرم سرای ټولې ښکلې او ښايسته نجونې او مېرمنې پخپلو سردارانو ووېشلې او بيا يې د ښار ټول شته لکه سره زر، جواهرات، قېمتي ډبرې، مرۍ او قېمتي غمي، ورېښمينې جامې او نور قېمتي توکي او څيزونه خپل کړل.
«محمد خان شيباني بيا خپلو ځواکونو ته وويل چې د ګورګاني شهزادګانو لټه وکړئ او له مينځه يې يوسئ. هغه وو چې د خراسان په ښارونو نيشاپور، مشهد، استر اباد، او نورو سيمو کې ډېر ګورګاني شهزادګان ووژل او شته يې ترې لوټ کړل.»( )
محمد خان شيباني د هرات واک خواجه ابوالوفا ته وسپاره، خرمشاه تېموري يې د بلخ حکمران او د مشهد حکومت يې سيد هادي ته ورکړ.
همدا رنګه د سمرقند او بخارا چارې يې خپلو زامنو محمد تېمور سلطان او عبدالله سلطان ته وسپارلې او پخپله دی په دې اند وه چې خپله واکمني پراخه کړي.
که څه هم د ځنې سيمو يو شمېر اوسېدونکي په ځانګړي ډول هغو وګړو چې ډېر زيانونه ګاللي ول او لا په صفوي پېر کې د مذهبي فاشېزم تر ګواښ لاندې ول، له صفويانو نه يې شيبانيان غوره ګڼل.
نو ځکه خو له محمد خان شيباني نه وروسته د مذهبي خواخوږۍ له مخې ډېر ازبکان بېرته لاړ نشول او په افغانستان کې مېشت او ودان شول.
شيبانيان په لومړي سر کې بيا هم په افغانستان کې له درې ستونزو سره لاس او ګرېوان ول. لومړی دا چې د افغانانو مقاومت د دوی د پرمختګ مخه ونيوله لکه د ګرمسير او زمينداور د خلکو پاڅون. ..
که څه هم د دغې سيمې حکمراني د ارغون په کهاله پورې تړلې وه. او امير ارغون د ابو سعيد ګورګاني له نوکرانو څخه وه، چې شاحسين بايقرا د غور، غرجستان او زمينداور حکمران ټاکلی وه.
«شيباني د وروستي ځل لپاره په ۱۵۰۹ کال د «قبچاق» دښت حکمران قاسم سلطان سره جګړه وکړه ولې سخته ماته يې وخوړه. محمد خان چې کله په ګرمسېر او زمينداور کې ماته وخوړه په ۱۵۱۰ ز کال بېرته هرات ته ستون شو.»( )
د ارغون د مرګ نه وروسته د ده دوه زامنو شاه بېګ او مقيم ارغون چې ان تر سينده پورې واک درلود د بابر له وېرې يې له محمد خان شيباني سره روغه وکړه او د بابر زياتېدونګی ځواک د نوموړي لپاره يو ستر ګواښ وه.
بابر د ميرزا عمر شيخ زوی د سلطان ابو سعيد ګورګاني لمسی په ۱۴۹۳ ز کال (۸۹۹ هـ) په فرغانه کې چې د يوولس ۱۱ کالو وه په تخت کېناست. بابر په داسې مهال واک ته ورسېد چې د ده تره ميرزا سلطان احمد د سمرقند او ميرزا سلطان محمود د بدخشان او کندز واکمن ول.
 دغه دواړه د بابر د ورور په شمول (ميرزا جهانګير)  سره همغاړي نه ول، نو ځکه خو بابر له کورنيو ستونزو سربېره د شيباني خان له ګواښ سره هم مخ وه. د ماوراءالنهر په ځنو سيمو کې په ځانګړي ډول بابر چې په ۱۵۰۳ ز کال (۹۰۹ هـ) له شيباني ځواکونو سره مخ وو، ورته څرګنده شوه چې له يوه پياوړي دښمن سره مخ دی، نو غوره يې وګڼله چې لومړۍ افغانستان ته مخه کړي.
 هغه وه چې په لږ وخت کې له بدخشان نه نېولې تر کندزه پورې واک خپل کړ، خسرو ميمنې ته وتښتېد او ميرزا بديع الزمان ته يې پناه يووړه.
بابر وروسته کابل ته مخه کړه، چې په دغه وخت کې د ميرزا الغ بېګ کوچنی زوی عبدالرزاق د کابل حکمران وه.
محمد مقيم ارغون چې د بابر نه خبر شو، نو د يوه لښکر سره تر غزني پورې را د مخه شو، زور يې و نه رسېد. ولې د بابر ډېر پام د محمد خان شيباني لور ته وه، نو ځکه دېر ژر مخ په کندهار روان شو او شاوخوا سيمې يې لاندې کړې.
د شيباني خان لپاره دريمه ستونزه د صفويانو واک ته رسېدل وه او صفوي پېر، د ايران د تاريخ په دغه پړاو کې يو ستر بنسټيز دوران ګڼلی شو چې د وګړو تر مينځ يې يو ځل بيا ملي يووالی ټينګ کړ.
 د شاه اسمعيل صفوي د واک په مهال «شيعه مذهب) د دولت د رسمي مذهب په توګه ومنل شو او د يوه فرمان په ترڅ کې د لمانځه ادا او د روزې نيول د امامانو د مذهب په طريقه روا وګڼل. دوی د نورو مذهبي ډلو د ځپلو لپاره له هرې وسيلې نه ګټه واخسته ان دا چې د هرات د جامع جومات خطيب ته يې وويل چې حضرت ابوبکر صديق او حضرت عمر رضی الله عنه ته کنځل وکړه. ولې هغه دا و نه منله. صفوي سرتېرو دی له ږيرې ونيو او له منبر نه يې را وغورځوه. لومړی ږيره ترې وشکوله او بيا يې په ډزو وواژه. ور پسې اعلان وکړ چې که څوک د علي په کورنۍ کې د «امامت» دوام ته عقيده ونلري هغه به وژل کېږي.
په صفوي پېر کې د ايران اړيکې له هغو اسلامي هېوادو سره خړې پړې شوې چې د «سوني مذهب» پلويان او پيروان ول.
شيباني خان چې له ماوراءالنهر څخه را پورته شوی وه، د دغې سيمې اوسېدونکي، عثماني ترکيه، افغانستان او د مينځنۍ اسيا هېوادونه چې سوني مذهبه ول د صفوي شاه اسمعيل په وړاندې کرکه را وپارېده.
له يوې خوا د شيباني خان غرور، چې په پرلپسې توګه يې ماوراءالنهر او خراسان يو د بل پسې لاندې کړي ول او له بلې خوا له شيعه مذهب نه ناوړه ګټه د صفوي شاه اسمعيل لويه بي باکي وه چې د مذهبونو تر مينځ يې د نايووالي اور بل کړی وه. دواړه يو بل ته ګواښېدل. لومړی شاه اسمعيل، محمد خان شيباني ته يو استازی ولېږه چې ستا ځواکونو «مشهد، نيشاپور، استراباد… او کرمان لوټ کړي دي، د دې سيمو تاوان به را کوې او يا به په راتلونکې کې د دا ډول بريدونو مخه نيسې.»( )
محمد خان شيباني د ده د څرګندونو په غبرګون کې ورغبرګه کړه، زه په نږدې راتلونکې کې حج ته ځم، په لاره کې به دې وګورم …
اسماعيل صفوي په ډېرې سپکاوی وويل زه ډېر ژر سپېڅلي مشهد ته ځم، هلته به دې هرومرو وګورم.
د شاه اسمعيل صوفي سترګې له يوې خوا مذهبي تعصب ور پټې کړې وې، ان تر دې چې: «د ده د دربار ملا په ډاګه کړې وه چې د يوه سني وژنه دومره ثواب لري، لکه څوک چې پنځه کافران له مينځه يوسي… له سني سره د شيعه مسلمان نکاح ناروا ده… که چېرې يوه سني مېرمن امېندواره وي خېټه يې ورڅيرې کړئ او ماشوم يې په نيزه ووهئ…»( )
 له بلې خوا چې دی نوی واک ته رسېدلی وه کوښښ يې کاوه چې هم خپلو پلويانو او هم خپلو سيالانو ته د صفوي دولت واک او ځواک ور وښيي.
نوموړي د خپلو دښمنانو په مينځ کې داسې وېره خپره کړې وه، چې هېچا د سرغړونې وس نه درلود.
«صفوي شاه اسمعيل قزلباش د خپل واک د ښودلو لپاره د تبرېز شل زره وګړي له تېغه تېر کړل. د هغی ګناه دا وه چې د اسلام درې لومړنيو (ابوبکر صديق، حضرت عمر، او حضر عثمان(رض)) خليفه ګانو ته يې کنځل و نه کړې. نوموړي د يو شمېر کسانو تنې غوڅې کړې، نسونه يې ورڅيرې کړل ان تر دې چې د مړو هډوکي يې له هديرې و وېستل او وې سوځول.»( )
کله چې عثماني ترکيه د تبرېز له سوني ټولوژنې خبرتيا ترلاسه کړه، دوی هم د کسات د اخستلو پلمه د «اناتولي» مېشت شيعه ګان چې شمېر يې لسګونو زرو ته رسېده، د «سلطان سليم» په فرمان ووژل.
ډاکتر شفا د قسطنطنې د اتريشي استازي «يوزف هامر» له قوله کښلي دي؛
«د مسلمانانو د مذهبونو په تاريخ کې دا پېښه دومره دردوونکې وه، چې ساری يې  شپاړسې پېړۍ په ټولوژنو کې نشو ليدلی.»( )
د صفوي شاه اسمعيل او شيباني خان ګواښونو يو بل ته ډېر توند غبرګونونه را وپارول او شيباني خان لا جګړې ته تيار نه وه چې اسمعيل قزلباش خپلو سرتېرو ته وويل زموږ او د ازبکانو پرېکړه به په توره کېږي.
نوموړی د يوه ستر لښکر سره د خراسان په لور وخوځېد.
شيباني خان له يوې خوا جګړې ته تيار نه وه له بلې خوا يې يو شمېر قومندانان د رخصتۍ په نوم کورونو ته تللی وه نو ځکه خو صفوي پوځونو د دوی تيت و پرک سرتېري  يو د بل پسې و ځپل. لومړی يې په مشهد کې د «امام رضا» زيارت وکړ او بيا د هرات په لور رهي شول.
د محمد خان شيباني نامتو جنرال «جان وفا ميرزايي» چې د سيال لوري ځواک وليد لومړی يې د هرات د ښار دروازې بندې کړې او بيا په دې هيله چې شيباني خان به يې مرستې ته را ودانګي، خو داسې و نه شول. هماغه وه چې دی هم د ماوراءالنهر په لور وخوځېد، په لاره کې د صفويانو له لښکر سره مخ شو.
که څه هم د «ميرزايي» پوځ ماته وخوړه، خو په دغه جګړه کې د صفوي اسمعيل يو نامتو جنرال هم ومړ. صفوي اسمعيل چې له خپلو پوځي سلاکارانو او پوځي کارپوهانو سره سلا وکړه، دې پايلې ته ورسېدل، چې له خپلې پوخي پلازمېنې لرې نشي .نو بيا يې سيال لوري ته پاروونکی ليک واستوو چې زه خو له وعدې سره سم مشهد ته راغلم، خو که چېرې ته د مکې معظمې زيارت ته تللې ما وګوره. زه نه غواړم چې ستا په مخ دروازې وتړم لکه ستا جنرال چې له وېرې نه د هرات د ښار دروازې تړلې وې.
د محمد خان شيباني وينې په جوش راغلې او په دې اند، چې صفويان له ډاره بېرته په شا شوي دي، پرته له دې چې خپلو پوځي سپه سالارانو ته غوږ کېږدي له مروې څخه وخوځېد.
کله چې د سيال لوري ځواک وليد او دا يې هم وليدل، چې تر شا يې څوک نشته نو له پنځه ويشت (۲۵) زرو د باور وړ پوځيانو سره ځای په ځای ووژل شول.
اسمعيل يانو چې د شيباني سر د صفوي شاه اسمعيل په مخکې کېښود نو هغه ورته وويل چې تن يې چېرته دی؟ د نوموړي بې سره تن چې چېرته خاورو ته سپارل شوی وه له خاورو را ووېست او هغه يې هم ورته راوړ.
ده ټولو اسمعيلانو ته وويل هر څوک چې ما لمانځي او زه ورته ګران يم بايد د شيباني له تن نه يوه يوه مړۍ غوښه وخوري… هغه وه چې د سترکو په رپ سره يي هغه وخوړ…
بيا يې وويل چې ککرۍ يې داسې جوړه کړئ چې د جام په څېرشي اوکله چې مې زړه شرابوته کيږي نوبيابه،دده په ککرکې شراب څښم.
د شيباني خان ککرۍ يې په سرو زرو وپوښله او کله به چې صفوي شاه اسمعيل شراب څښل نو د محمد خان شيباني په سر کې به يې ورته راوړل.
«محمد خان شيباني د ابراهيم زوی او د چنګېز د زوی جوجي له کورنۍ څخه وه، چې دا سماعيلانو لخوا په ۱۵۱۰ ز کال ووژل شو.»( )
د افغانانو يو دښمن د افغانانو د بل دښمن له لاسه ووژل شو. خو دغه دښمن هم لکه د افغانانو د نورو دښمنانو په څېر له افغان وژنې نه لاس وانخست.
دغه خونړی دښمن شاه اسماعيل صفوي وه چې د ده لاسونه هم د افغانانو په وينو سره شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب