شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+له اوبو څخه سرایت کوونکي میکروبونه

له اوبو څخه سرایت کوونکي میکروبونه

لیکنه: نګین کرګر او عبید الله عبیدی 

په نړۍ کې تر دریو میلونو څخه زیات انسانان په کال کې له اوبو څخه د سرایت کېدونکيو میکروبونو، ویروسونو او باکتریاوو له کبله مري او له دې څخه تقریباً یو نیم مېلیون یې ماشومان دي. له اوبو څخه معمولا ناروغۍ د ناروغیو زېږوونکیو بکتریاوو په وسیله خپریږي، دې ناروغۍ له کلونو راهیسې د انسانانو ژوند اخیستي دی او لاهم د انسانانو ژوند ګواښي. اوبه نه یوازې د انسانانو بلکې د هر ژوندي موجود د بقا د تضمین لپاره ضروري ماده ده، او ژوند له اوبو پرته ناممکن دی خو له یوې خوا د څښاک د اوبو مقدار په نړۍ کې کم دی او له بلې خوا دغه کم مقدار اوبه تر اویا سلنې ډیرې مصرف شوې دي او کوم مقدار چې پاتې دي د مختلفو عواملو له کبله ککړې شوي دي او لاهم په دې برخه ګڼ شمیر ستونزې لیدل کیږي چې د دغو ستونزو زیاته برخه یې په وروسته پاتې هېوادونو کې ده. که څه هم چې نړیوال سازمانونه او خیریه ټولنې په دې برخه کې زیات زیار باسي چې وروسته پاتې ټولنې د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي خو بیا هم دغه هڅې او کړنې بسنه نه کوي او د مختلفو عواملو په اساس ستونزې لا هم زیاتیږي. چټلې اوبه د ډیرو مرضونو لکه اسهال، کولرا، محرقه، پولیو او نورو د انتقال وسیله ده. د روغتیا د نړیوال سازمان د راپورونو له مخې په نړۍ کې به تر ۲۰۵۰ کال پورې ډیر هیوادونه د پاکو اوبو له کمښت سره مخامخ شي.

د اوبو ککړتیا او د غیر معیاري بدرفت کانالونه دواړه د مرض په انتقال کې مهم رول لوبوي. اکثراً داسې ناروغی په روغتونونو کې سرایت کوی، یو میلیون کسان په کال کې د نظافت د نه مراعاتولو له کبله په اسهال اخته کیږي او ددې ناروغۍ څخه مړه کیږي، دې دغه ناروغۍ غټه حصه په وروسته پاتې هېوادونو کې ده. ځکه زیاتره وروسته پاتې هېوادونه د حفظ الصحې په برخه کې ډیرې ستونزې لري او لاهم نړیوال خیریه بنسټونه په دې لټه کې دي چې په وروسته پاتې ټولنو کې د حفظ الصحې په برخه کې د خلکو عامه پوهاوی لوړ کړي او د اوبو څخه زیږېدونکیو ناروغیو مخصوصا د اسهال کچه راټیټه کړي چې دا کار ډیرشونۍ دی. په ډیرو هیوادونو کې دډنډونو څخه حشرات هم امراض انتقالوي مثلا؛ دینج فیور یا د هډوکو تبه چې د میاشو څخه سرایت کوي. د پاکو اوبو کمښت، د نفوس زیاتوالی، د ښاري کانالونو د منظم سیستم نشتون د اوبو څخه د مرضونو د انتقال سبب ګرځېدلای شي، چې اکثراً قرباني یې ماشومان دي او ماشومانو ته ډیر په چټکۍ دا مرضونه انتقالیږي. په پرمختللیو هیوادونو کې ناپاکې اوبه د حاصلاتو د اوبو ورکولو لپاره پس د کیمیاوی او بیالوژیکې تصفیی څخه استعمالیږې. په وروسته پاتی ټولڼو کې دا اوبه په ډیرغیر میعاری ډول استعمالیږې چې د مرضونو د انتقال یوه وسیله ګرځي. که چیرته څو تېرو لسیزو ته په افغانستان کې ځیر شو نو د اوبو د ککړتیا او له اوبو څخه زیږېدونکیو نارغیو سطحه ډیر لوړه ده، علت یې د څو لسیزو دوامداره جګړه او د اوبو د منابعو نامنظم مدیریت او کمه پاملرنه ده. ځینو څېړنو داسې ښودلې چې په افغانستان کې یوازې ۲۳٪ سلنه وګړي د څښاک څه ناڅه سمو اوبو ته لاس رسی لري او پاتې نور د څښاک اوبه له ناپاکو او غیر صحی منابعو تر لاسه کوي چې دغه ارقام د وګړو پر روغتیا او مړینې کې یو له لویو عواملو بللی شو. ځینې څېړنې داسې ښیي چې هر کال په میلیونونه امریکایان او بلیونونه نور کسان د نړی په ګوټ ګوټ کې د ناپاکو اوبو له کبله په مختلفو ناروغیو اخته کیږي.

د ککړو اوبو څخه پیژندل شویو ناروغیو کې یو مرض پولیو یا فلج دی. پولیو یو ویروسي مرض دی چې یواځې دواکسین په ذریعه یې مخنیوی کیږي. دغه ناروغي په مستقیمه توګه د خوړو، څښاک او یا د ویروس سره  د مستقیم تماس نه هم پیدا کیږې . په دغه ناروغی کې عصبي حجری او ویروس یو له بل سره تماس نیسي چې په نتیجه کې یې انسان فلج کیږي، او ورسره د خوراک او ساه ایستلو ستونزی هم ناروغ ته پیدا کیږي. ددې مرض د درملو د نشتون علت لا څرګند ندی خو واکسین یی خورا معافیت ورکوي. خو لاهم په ډیرو هیوادونو کې لکه سومالیا، نایجریا، د هند شمال، مصر پاکستان او افغانستان کې دا مرض په لوړه کچه شتون لري ځکه خلک د واکیسن سره علاقه نه لري. اوبه داسې یوه ماده چې د نورو مادو د منحل کېدو غټ توان لري او معمولا د اوبو دغه ځانګړنه د اوبو څخه د زېږدونکیو ناروغیو سطحه لوړه ساتي او له بلې خوا د انسانانو د ناپوهی او حرص له کبله د اوبو کیفیت ته ورځ په ورځ نه جبران کېدونکي زیانونه اړول کیږي. د اوبو د ککړتیا لپاره خورا زیات علتونه شته  دي چې یو څو یی دلته ذکر کوم. اول د بدرفت اوبو د سیستم او کانالونو موجودیت دی چې د پاکو اوبو یا ځمکنیو اوبو د زېرمو د ککړتیا سبب ګرځي، بل په روانو اوبو کې د حاجت رفع کول د ډیرو مرضونو، ویروسونو او باکتریاوو د انتقال وسیله ده. په طبیعت کې د فاضله موادو تخلیه کول او د صنعتی ځایونو د کثافاتو په اوبو کې خوشی کول یا د کیمیاوی موادو او د فابریکو د فاضله موادو د تخلیه له پاکیدو مخکې د اوبو د ککړتیا او د ډیرو مرضونو، د عصبي ناروغیو د سرایت علت ګرځي.

په دې ټولو سربېره اوبه په چاپیریال کې له طبعي پېښو هم په امن کې نه دي او هر کال د خوږو اوبو سترې کتلې د طبعي ناورینونو او پېښو له کبله ککړې کیږي او دغه پروسه په دې وروستیو لسیزو کې د اقلیمي تغیر له کبله نوره هم چټکه شوې ده. وچکالي، د تودخې لوړه درجه، سېلابونه، بارانونه، د بحر د سطحې لوړوالۍ، د کثافاتو غیر منظم خپراوۍ په چاپیریال کې، د ګندابونو او ویالو نامنظم سیستم، او طوفانونه له هغه طبعي پېښو او انساني کړنو څخه دي چې د اوبو څخه زېږېدونکیې ناروغۍ زیاتوي او د اوبو د ککړتیا د سطحې د لوړوالي سبب ګرځي. دغه پورتني عوامل دواړه عوامل د سطحي او ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا سبب کیږي،

که څه هم د اوبو د ککړتیا ستونزه یوه عمومی او د مملکت په سطحه یوه حیاتی مسله ده. او د حل لاره ورته باید  د حکومت په سطحه پیدا کړل شي، د روغتیا نړیوال سازمان د اوبو د ککړتیا د مکروبونو او فلزاتو د کچه هغه تیټه کچه په ستندرد قوانینو کې موجود دی. خو د وروسته پاتې هېوادونو لویه ستونزه د اقتصادي بودیجې نشتون وي او د عمومي حل لارې لپاره غټه بودیجه يا پانګونه په کار ده کومه چې ستونزمنه ښکاري. مونږ دلته څو انفرادي حل لارې در په ګوته کوو چې هر وګړی یې په یوازې توګه او هم د خپلې کورنی لپاره چمتو کولی شي. د فلتر شویو یا جوش شویو اوبو څښل چې په یو خوندی او پاک ځای کې وساتل شې

د څښاک اوبو لپاره د خوندي ځای او پاکې ذخیرې برابرول چې د ډیرو مرضونو نه مخنیوی کوې. هره ورځ د اوبو د ذخیرې لوښي یا ظرف مینځ هم د مکروب په کمیدو کې مرسته کوې. د لاسونو مینځل د ډوډی له پخولو او خوړلو مخکې او وروسته. چې د کرونا د مرض په لمړنۍ وقایوی تګ لارو کې هم ده. د ماشومانو هڅونه د لاسونو مینځلو او پاک ساتلو ته. د لاسونو مینځل د تشناب تلو وروسته په صابون او پاکو سره. د خوړو له پخولو مخکې د هغوی په سمه توګه مینځل مخصوصا سبزیجات. د خوړواو سبزیو ساتنه په خوندي ځای کې. په سفرونو کې یوازې د بوتلو له تصفیې شوې اوبو څخه یا د ګور څخه پاکې اوبه ځان سره درلودل چې تری کار واخیستل شي او له خامو اوبو د څښاک مخنیوی وشي. هغه کسان چې له اوبو څخه په ناروغیو مبتلا شوي دي باید تر رغیدو مخکې کار ته لاړ نشي تر څو د نورو لپاره د خپراوي مخنیوی وشي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب