Homeخبرونهد نجونو پر زده کړو د ط معامله، يونيسف د ښوونکو معاشونه...

د نجونو پر زده کړو د ط معامله، يونيسف د ښوونکو معاشونه منلي

تاند:( پنج، د عقرب ديارلسمه) ‏د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونيسف په افغانستان کې شديد بشري او اقتصادي وضعيت ته په کتو، پريکړه کړې چې د افغان ښوونکو معاشونه په مستقيمه توګه ورکړي.

د ياد شوي صندوق یوې لوړ پوړي سرچينې دا خبره رويټرز خبري اژانس ته کړې ده.

ويل شوي، چې د معاشونو د دې ورکړې په موخه د ښوونکو ‌نوم لیکنه هم پیل شوې ده.

رویټرز په دې اړه، چې دا معاشونه څومره ښوونکو ته د څومره وخت لپاره ورکول کېږي او ټولې ورکول کیدونکې پيسې څومره کیږي، څه نه دي ويلي.

د افغانستان سلګونه زره ښوونکو له څو مياشتو راهيسې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د معاشونو د نه ترلاسه کولو او سختې لوږې له کبله تېره اونۍ د بدخشان ولايت د الجهاد ښځينه ښوونځي يو ملازم ومړ، چې طالبانو لږ تر لږه يوه خواشيني هم پرې څرګنده نه کړه.

په ټولنیزو رسنیو کې افغان ښوونکو ته د يونيسف لخوا د معاشونو د ورکړې هرکلی شوی دی.

د افغانستان د پوهنې وزارت يوې سرچينې بيا تاند ته وويل، چې طالبانو د نجونو د زده کړو په سر له نړيوالې ټولنې سره په دې شرط هوکړه کړې، چې هغوی به د ښوونکو د معاشونو ورکړه مني او دوی به دولسم ټولګي پورې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي ‌

طالبانو په رسمي توګه د داسې کومې معاملې موضوع نه ده تایید کړې ‌

2 COMMENTS

  1. د یو نیسف دا پریکړه د ستایلو وړ ده. دا پریکړه نه یواری د نجونو د تعلیم او تحصیل چی ددوۍ بنیادی حق دی خوندی کوی بلکه بی وزله ښونکو او کورنیو ته يی د یوی مړۍ ډوډۍ د پیداکو لو سبب هم کیږی.

    نړۍ وال باید دداډول بشری مرستو په رڼا کی د بی وزله افغانانو د ژوند په نورو برخو کی لکه د عامی روغتیا، زراعت او مالدارۍ او نادارو افغانانو ته د کار او روزګار د زمینې په برابرولو کی د افغان ولس سره چی د بدی ورځی او لوږی سر مخامخ دی بشری مرستی دریغ نه کړی. او په مستقیم ډول دی حقدارو کورنیو ته ورسوی.

  2. د یونیسیف دېې کور ودان وي، یو خوا دا دښمن هیواد پاکستان دی چې افغانان د پوهې د رڼا څخه بې برخې کوي، او بله خوا د یونیسیف قدرمنه اداره ده چې زموږ د هیواد بچي په پوهه سمبالول غواړي.
    ګینې دا مسؤولیت د اوسني حکومت دی، چې ناتوانه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...