تاند:( پنج شنبه، د عقرب ديارلسمه) د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق د دغه هېواد له حکومته غوښتي، چې په افغانستان کې د طالبانو حاکم شوی رژیم زر په رسمیت وپېژني.
هغه په یوه غونډه کې ویلي، چې افغانستان د بشري ناورین له ستونزې د ژغورل کیدو او پرمختګ لپاره د دغه رژیم زر په رسمیت پېژندلو ته جدي اړتیا لري.
د جماعت اسلامي مشر ټينګار کړی، چې پاکستان بايد د افغانستان ستونزو ته په کتو سره، د طالبانو رژيم په رسميت وپېژني او نور هېوادونه هم دغه کار ته وهڅوي.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نيږدې درې مياشتې کيږي، خو تر اوسه د تر ټولو نيږدې مدافع پاکستان په ګډون يې د نړۍ هیڅ هېواد د دې ډلې رژيم په رسميت نه دی پېژندلی.
طالبان بيا، بيا له نړۍ غواړي، چې په رسميت يې وپېژني، خو نړیوال په دې برخه کې د طالبانو لخوا د نړیوالو اصولو تابع کیدل غواړي.
بشري او ښځينه حقونو ته درناوی، ټول شموله نظام جوړول او د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د نه استفادې تضمين په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې اساسي شرطونه ګڼل شوي دي.
طالبان بيا وايي، چې ځينې هېوادونه په دې نوم ورباندې فشار راوړي، څو دوی یې غوښتنې ومني، خو داسې به ونه شي.
شنونکي بيا وايي، چې د افغانستان خلک د طالبانو او نړيوالې ټولنې د دې کشمکش له کبله قرباني شوي دي.
سراجو
منافق، بیغیرته، دلر او بر پشتنون غلیم دای
شرمودلای،
رب ج دی هلاک کړی
آی آیس آی به ورته يو څه په غوږ کې ويلي وي ځکه يې دا خبره کړې ده.
له آی ايس آی پرته خو دوی خواران سوڼ ايستلی نه شي او نه طالبان او دوی سره له ايډيولوژيک پلوه يو دي. دوی شعوريان دي او هغوی بيا ساده ګان دي.
دوی چې دا ونه وايي او د طالب دفاع ونه کړي بل به يي څوک وکړي؟؟ طالب خو ددوی د جومات، د مکتب، د وطن د ابادۍ، د ډالرو ماشين ده. طالب خو هغه څوک ده چې د پاکستان د ګټو په خاطر تر ازبکستان او تاجکستان پورې منډې په لوڅو پښو وهي تر څو د پنجاب پاپړ تر آسيا پورې ورسيږي، خو د افغانانو ميوې او سبزيجات او نور خوراکي توکي په مياشتو په تورخم او بولدک کې په زرهاوو موټرو کې بند پاتې دي او ولاړ دي، هند افغانستان ته په زرهاوو ټنه غنم منلي چې افغانستان ته يې بېوزلو ته ورسوي خو پنجاب اجازه نه ور کوي نور نو داسې غلامان بل کوم هيواد پیدا کولی سي؟؟