دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهبرتانيا: افغانستان ته بشري مرستې لیږو، خو ط ته کوم سپين چیک...

برتانيا: افغانستان ته بشري مرستې لیږو، خو ط ته کوم سپين چیک نه ورکوو

تاند:( پنج شنبه، د ليندۍ شپږمه) ‏د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن وايي چې هېواد يې د ملګرو ملتونو او نورو خيريه بنسټونو په وسيله د افغانستان خلکو سره همکاري کوي، خو طالبانو ته کوم سپين چیک نه شي ورکولای.
هغه په ورته وخت کې ويلي، چې بريتانيه له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوي.

د بریتانیايي صدراعظم په خبره، چې دغه هېواد به ۲۰ زره افغانانو ته پناه هم ورکوي.
بريتانیا صدراعظم دا څرګندونې پرون د خپل هېواد پارلمان ته د افغانستان په اړه د خبرو پر مهال کړي دي.
طالبان بيا د اوج ته رسېدلي بشري ناورين د مقابلې پر ځای پر دې ډېر فکر کوي، چې خپله واکمني په نړيوالې ټولنې په رسميت وپېژني.

د طالبانو د رئيس الوزرا د لومړي مرستيال ملا برادر تر څنګ د دوی د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي تر ډېره په قطر کې وي څو د مختلفو هېوادونو له دیپلوماتانو سره د لیدنو کتنو له لارې هغوی د خپل رژيم په رسميت پېژندلو ته وهڅوي.

پرون د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په دوحه کې د ۱۴ اروپايي هېوادونو استازي ولیدل او ادعا يې وکړه، چې د دوی رژيم د نړيوال رسميت پيدا کولو شرایط پوره کړي دي.

متقي نه دي ويلي، چې د په رسميت پېژندلو لپاره د طالبانو رژيم کوم شرايط پوره کړي؟

د طالبانو منتقدین وايي، چې دوی به زوره واک ته رسېدلي، قانوني او ولسي مشروعيت نه لري او د واک د انحصار او استبداد تر څنګ يې دا نه ده روښانه کړې، چې کله به ټاکنې کوي او د کوم قانون په اساس به د خلکو، په خاص ډول د ښځو اساسي حقونه سلب او سخت دريځه حکومتولي مخته وړي؟

د بشري ناورين اوج ته رسول، د ۲۳ ميليونه افغانانو شديد فقر، د لوږې له کبله د ۳ میلیونه افغان ماشومانو د بالقوه مړګ احتمال، د مدرسو فارغینو ته د افغانستان د ټولو چارو سپارل، د ملي بنسټونو پاشلتيا او نورې ستونزې د طالب واکمنۍ عمده پايلې ګڼي.

1 COMMENT

  1. د دغو ټولو بدمرغیو اصلي عامل انګرېزی استعمار او د هغو لاسپوڅي دي. که بېرته لږ تاریخ ته (اتلسمې پېړۍ او رادېخواته)ستانه شو، و به ګورو چې په دې خاوره او سیمه څه تېر شول، عمده او اصلي عاملین يې څوک دي. ځیني کسان آس د -ونې لخوا قیضه کوي. د استعمار په لاس راوړل شوې ډېموکراسي هم خلکو ولیده. استعمار دا خپله صادره کړې ډېموکراسي هم سمه ونه رغوله او په شرمو وشرمېده. استعمار، د اسرئیلو د امنیت په خاطر اسلامي افغانستان په هېڅ حالت کې هم نه پرېږدي ولو که هر څه ورسره ومنې. استعمار افغانستان تر هغه نه پرېږدي چې سوریه، عراق یا لېبیا ترېنه جوړه نکړي. دا اړینه ده چې طالبان د خلکو تر مینځ یووالی تأمین او هغه کړنې چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي، د لوېدیځ د فشاره پرته په خپله عملي کړي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب