دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد افغانستان پرې شوې وارداتي برېښنا بيرته وصل شوه

د افغانستان پرې شوې وارداتي برېښنا بيرته وصل شوه

تاند:( یکشنبه، د عقرب دويمه) ‏‎د افغانستان د بريښنا شرکت وويل، چې په کابل کې د وارداتي برېښنا ويجاړې شوې پايې يې بيرته رغولي او بريښنا بيا نښلول شوې ده.

 دغه پايې د کابل په مراد بيګ کې د تېرې چارشنبې په ورځ الوزول شوې وې.

له دغې پېښې سره، له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي بريښنا ۶۰ سلنه غير فعاله شوې ده.

د بريښنا شرکت د اعلامیې له مخې، یادې پايې يې تېره شپه د تخنيکي همکارانو په وسيله رغولي دي.

ويل شوي، چې د پايې له فعاليدو سره په کابل او يو شمېر ولايتونو کې بريښنا بيرته وصل شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې د بريښنا د دغو پايو د الوزولو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخيستی.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعید خوستي پرون په دې تور درې کسان نیولي.

هغه نه دي ويلي، چې دا کسان ريښتيا هم د داعش ډلې غړي دي او کنه؟

پرون د ازبکستان د سوداګرۍ وزير وويل، چې د طالبانو لوړپوړي پلاوي ترمذ ته د سفر پر مهال ژمنه ورسره کړې، چې د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې له ترلاسه کولو او د رژيم له په رسميت پېژندلو سره به يې د برېښنا ټول پورونه ورکړي.

ويل کيږي، چې طالبان اوس له خلکو څخه د بريښنا را ټول کړي لګښتونه د خپلو چارو په تمويل لګوي او له دې کبله افغانستان د وارداتي برېښنا له اړخه په لسګونه میلیونه ډالره پوروړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب