یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهنبيل طالبان په پاکستان کې د سوچه شرعي نظام مبارزې ته وهڅول

نبيل طالبان په پاکستان کې د سوچه شرعي نظام مبارزې ته وهڅول

تاند:( يکشنبه، د عقرب دويمه) د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل د يوه طالب مطبوعاتي فعال هغه ټویټ ريټويټ او خپله تبصره پرې کړې، چې د پاکستان لخوا يې امريکا ته په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو د زمينه سازۍ د ‏احتمال په غبرګون کې کړې ده.

دغه طالب فعال خبرداری ورکړی، چې که پاکستان ريښتيا په دې اړه امریکا سره د هوکړې په حال کې وي، دوی به د دغه هېواد په ضد جهاد اعلان کړي.

رحمت الله نبیل نوموړي ته ليکلي:(( شاید ډیر افغانان به په دی جهاد کی درسره شریک شي، خو ستاسې له بعضو مشرانو څخه دا توقع نکیږي، چی دا فتوا ورکړی او دا جرات وکړي)).

نبيل که څه هم له طالبانو داسې تمه نه لري، خو يادونه ورته کوي، چې که د پاکستان په مخالفت او جنګ واوړي، ډېرې ګټې به وکړي.

دی زياتوي:(( خو که دا فتوا ورکړي، څلور ګټې لري:۱- د طالبانو حکومت به سره له ډیرو ستونځو ملي ملاتړ/مشروعیت تر لاسه کړي؛ ‏۲- په کور د ننه به د افغانانو منځ کې اتفاق او اتحاد راشي، ورور وژنه به بنده او افغانستان به د تل لپاره هوسا شي؛۳- تیر تاریخ به یو ځل بیا را ژوندی شي؛۴- په ګاونډي هیواد (پاک سرزمین) که به هم سوچه شرعي نظام حاکم شي او دوی به یې هم مزایا وویني)).

پاکستان پرون رد کړه، چې ګواکې امريکا سره یې په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په سمبالښت کې د همکارۍ تړون تر لاس لاندې دی.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په یوه غږیږ پيغام کې د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان ځمکني او هوايي حريم ته په درناوي بللي او ويلي، چې افغان خاوره به د چا خلاف نه استعماليږي، خو طالبان هیڅ هېواد ته د افغان حریم د نقض اجازه نه ورکوي.

1 COMMENT

  1. mola yaqoob janah;
    pakistan want islamic sharayee nizam for afghanistan.
    if you real muslim you have to support TTP TO BRING ISLAMIC SHARII NIZAM IN PAKISTAN TOO

    ZENDA BAAD AFGHANISTAN

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب