Home+افغانستان سبا له سکاټلنډ سره مخامخ کېږي

افغانستان سبا له سکاټلنډ سره مخامخ کېږي

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲ مه) د کرکټ د نړیوال شل اوره جام سیالیو په دوام کې نن بنګله دېش له سریلانکا او هنړ له پاکستان سره مخامخ کېږي.

پرون انګلیستان په ۶ ویکټونو او ۷۰ توپونو ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه.

د کرکټ په نړیوال شل اوره جام کې به سبا افغانستان په خپله لومړنۍ مسابقه کې له سکاټلنډ سره مخامخ شي.

سکاټلنډ د دې جام له ۱۲ غوره لوبډلو سره تر یوځای کېدو مخکې خپلې ټولې درې سیالۍ وګتلې او په خپل ګروپ کې د لومړي ټیم په توګه د نړیوال جام اصلي سیالیو ته راووت.

که څه هم افغانستان او سکاټلنډ تراوسه پورې شاوخوا ۱۸ مسابقې کړي او ډېرې یې افغانستان ګټلي خو دا مسابقه د داړو لوبډلو د نورو سیالیو لپاره هم ډېره مهمه ده.

افغانستان په دوهم ګروپ کې له هند، نیوزیلنډ، پاکستان، سکاټلنډ او نامیبیا سره یوځای دی.

له سکاټلنډ سره د افغانستان سبانۍ مسابقه په شارجه کې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...