یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمحقق: د کابل په لویدیځ کې ۸ ماشومان له لوږې مړه شوي

محقق: د کابل په لویدیځ کې ۸ ماشومان له لوږې مړه شوي

تاند:( یکشنبه، د عقرب دويمه) ‏‎د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني یوه نیږدې سلاکار او هزاره مشر محمد محقق د کابل په لویدیځ کې د لوږې له وجې د ۸ ماشومانو د مړینې خبر ورکړی.

نوموړي دا خبر پر خپلې فیسبوک پاڼې خپور کړی.

محقق دا وضعیت طالبانو ته شرمونکی ګڼلی او ویلي، چې دوی د خلکو د ژوند او امنیت په اړه فکر او تدبیر نه لري.

دا مشهور هزاره سیاستوال له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو له مداخلې پرته افغانانو ته په مستقیم ډول د بشري مرستو د رسولو لپاره په عاجل ډول لاس په کار شي.

طالبانو د دغه خبر په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

نورو خبري سرچینو تراوسه دا خبر تایید کړی نه دی.

له څو اونیو راهیسې د ماشومانو او بشري وضعیت اړوند مختلفو نړیوالو ادارو په افغانستان کې د شدید فقر له کبله د شاوخوا ۳ میلیونه ماشومانو او میلیونونه نورو کسانو د مړینې د احتمال خبر ورکړی.

طالبان مني، چې افغانستان له بد بشري وضعیت سره لاس و ګرېوان دی.

دوی له نړیوالو غوښتي، چې د دغه وضعیت د مقابلې لپاره ورسره عاجلې مرستې وکړي.

نړیوالې ټولنې بیا له طالبانو سره په دې برخه کې مستقیم کار د دوی د نه رسمیت لرلو له کبله رد کړی، خو ویلي، چې په مستقیم ډول یا د نړیوالو خیریه ادارو په وسیله د مرستو رسولو هلې ځلې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب