یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهواشنګټن پوسټ: طالبانو له پاکستان سره د استخباراتي همکارۍ هوکړه کړې

واشنګټن پوسټ: طالبانو له پاکستان سره د استخباراتي همکارۍ هوکړه کړې

تاند:( یکشنبه، د عقرب دويمه) ‏‎واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې کابل ته د پاکستاني چارواکو د وروستیو سفرونو پرمهال د طالبانو او پاکستان ترمنځ د استخباراتي همکاریو هوکړه شوې ده.

سرچینې د دوو طالب مشرانو په حواله ویلي، چې دا استخباراتي همکارۍ به د داعش ډلې پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ په ځینو نورو اړینو برخو کې ترسره شي.

ورځپاڼې د نورو استخباراتي همکاریو جزییات نه دي خپاره کړي، چې په کومو برخو کې به وي، خو ویل شوي چې دا همکاري به د نارسمي کانالونو په وسیله ترسره شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې هم واشنګټن پوسټ ته منلې، چې طالبانو سره یې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په اړه خبرې کړي.

د پاکستاني سرچینې په وینا، دا همکاري به یې رسمي بڼه ونه لري.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې، د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر فیض حمید یو ځل د استخباراتو د مشر او بل ځل د مخکیني مشر په توګه تېره اونۍ له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره کابل ته سفر وکړ.

ځینو رسنیو مخکې خبر ورکړی و، چې پاکستاني لوري له طالبانو څخه د پاکستاني طالبانو په ځپلو کې د افغان طالبانو د همکارۍ غوښتنه کړې، چې له مقابل لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی.

رسمي سرچینو تراوسه دا خبرونه نه دي تایید کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب