Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسویډن او پاکستان وايي، د افغانستان اقتصاد د سقوط کېدو په درشل...

سویډن او پاکستان وايي، د افغانستان اقتصاد د سقوط کېدو په درشل کې دی

تاند (یکشنبه، د عفرب ۲مه) د سویډن او پاکستان وزیرانو پرون وویل، که نړیواله ټولنه ژر اقدام ونه کړي، د افغانستان اقتصاد به ژر وپاشل شي.

د سوېډن د نړیوالې همکارۍ د پراختیا وزیر پیر اولسن فریت په دوبۍ کې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې پرون وویل، افغانستان ترهغه څه چې اټکل کېده د سقوط لور ته چټک درومي.

ده ټینګار کړی چې افغانستان د اقتصادي سقوط په نتیجه کې د سیاسي پاشلتیا لور ته هم روان دی.

د طالبانو لاسته د افغانستان له لوېدو وروسته لوېدیځ او په مجموع کې نړیوالې ټولنې له دې هېواد سره د میلیاردونو ډالرو مرستې ودرولې.

د سویډن د نړیوالې همکارۍ د پراختیا وزیر ویلي، د ده اندېښنه دا ده چې افغانستان د سقوط په درشل کې دی او دا سقوط تر هغه څه چې دوی مخکې فکر کاوه، چټک را روان دی.

فریت خبرداری ورکوي چې د افغانستان اقتصادي پاشلتیا به تروریستي ډلو ته لار هواره کړي.

دې ته ورته اندېښنې ځینو نورو لوېدیځو چارواکو هم څرګندې کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري هم په دوبۍ کې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي یوازینۍ لار دا ده چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وشي او د افغانستان ملیاردونه ډالره کنګل شوې پیسې ازادې شي.

پاکستان، چې په خپله د اسعارو له زښت کموالي او د پورونو له لوی پېټي سره مخامخ دی، بیا بیا د افغانستان بانک د شاوخوا ۱۰ ملیارد ډالره کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کوي.

سره له دې چې پر افغانستان مرستې بندې شوي او د افغانستان په بازارونو کې ډالر لږ موندل کېږي، د افغان صرافانو په وینا اوس هم له افغانستانه پاکستان ته ډالر قاچاق کېږي.

چودري وویل «ایا موږ غواړو چې افغانستان د ګډوډۍ لور ته سم کړو او که غواړو چې ثبات پکې راولو.»

چودري په کابل کې د اروپايي هیوادونو د سفارتونو د پرانیستلو لپاره شرطونه هم ناسم بلل.

د اروپايي اتحادیې ۲۷ غړیو هېوادونو چې سویډن هم په کې شامل دی، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستان سره بشري مرستې ډېرې کړي، خو له دې هېواد سره یې د پرمختیايي چارو لپاره مرستې درولي دي. دې ته ورته اقدام ګڼو نورو هېوادونو او نړیوال بانک هم کړی دی.

سویډن او نور هېوادونه وايي چې افغانانو ته مرستې د طالبانو په لاس نه رسوي بلکې په مستقیم ډول یا د مرستندویو موسسو له لارې اړو افغانانو ته مرستې ورکوي.

د سویډن د نړیوالې همکارۍ د پراختیا وزیر په وروستیو څو ورځو کې په دوحه کې د قطر له چارواکو سره ولیدل. باور کېږي چې قطر پر طالبانو اغېز لري.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر چودري د امریکا، چین او نورو لویو قدرتونو لپاره لازمه ده چې د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره یو کاري چوکاټ جوړ او د طالبانو د نوي حکومت مشران د ملګروملتو د بندیزونو له لیسته وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...