یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهداعش په ارزګان کې خپل بيرغونه پورته کړي

داعش په ارزګان کې خپل بيرغونه پورته کړي

تاند:( یکشنبه، د عقرب دويمه) ‏‎

راپورونه وايي چې د داعش ډلې په ارزګان ولايت کې خپل بيرغونه پورته کړي او خلک يې په ښه معاش دوی سره يو ځای کیدو ته بللي دي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبر له مخې، داعش ډلې د ياد شوي ولايت په دهراود ولسوالۍ کې خپل بيرغونه پورته کړي دي.

داعش ډلې دغه راز د شپې پاڼو له خپرولو سره، له خلکو غوښتي چې ورسره يو ځای شي.

دې ډلې هغو کسانو ته د ۳۰ زړه افغانيو مياشتينی معاش هم اعلان کړی، چې داعش ډلې سره غواړي يو ځای شي.

په ارزګان کې د طالبانو چارواکو د دغه راپور په اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې داسې راپورونه دي، چې په سويلي ولايتونو کې په خاصه توګه د طالبانو له منځه د داعش ډلې بيرغونه پورته کيږي.

ويل شوي، چې په زابل، ارزګان او يو شمېر نورو ولايتونو کې طالبانو خپل لسګونه جنګیالي په دې تور بنديان کړي، چې داعش ډلې سره اړيکې لري.

د طالبانو کابينې څو لوړ پوړي کميسيونونه هم په دې نيت ګومارلي، چې د دوی ليکی تصفيه کړي.

څو نړيوالو رسنيو او د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل په ورستیو کې خبر ورکړی، چې د طالبانو له منځه به د دوی د خپلمنځیو ناندريو له کبله ځينې ډلې داعش ډلې سره يو ځای او د طالبانو خلاف خونړۍ جګړه پيل کړي.

داعش ډله اوس هم د افغانستان په يو شمېر ولايتونو او له هغې ډلې په ننګرهار او کونړ کې هره ورځ پر طالب جنګياليو مختلف بریدونه کوي او تلفات ور اړوي.

په تېرو څو اونيو کې د جمعې ورځې د لمانځه پر مهال په کندهار او کندوز ولايتونو کې داعش پر افغان شيعه ګانو ځانمرګي بریدونه وکړل، چې سلګونه تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

طالبان ظاهرا ياده ډله افغانستان ته جدي ګواښ نه ګڼي، خو د امريکا او روسيې په ګډون ګڼ هېوادونه د داعش ډلې له پراختيا څخه انديښمن دي.

روسي ولسمشر خو لا ګواښ کړی، چې د اړتيا پر مهال به په افغانستان کې هم د داعش ډلې خلاف عمليات وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب