تاند:( یکشنبه، د عقرب دويمه) له هرات ښار څخه لومړني راپورونه څرګندوي، چې د طالبانو او د دوی د یوې انشعابي ډلې تر منځ خونړۍ نښته شوې ده.
ويل کېږي، چې دا جګړه د هرات ښار په پل خيمه دوزان کې پيل شوې او تر اوسه ( د مازيګر ۳ بجو) پورې لا روانه ده.
د لومړنيو راپورونو په اساس، په دې جګړه کې د طالبانو د محمدي قطعې مشر هم وژل شوی.
د تلفاتو او مرګ ژوبلې په اړه نور جزییات لا دقیق شوي نه دي.
ملا عبدالمنان نیازی له طالبانو څخه د ملا رسول په مشرۍ د يوې جلا شوې ډلې مرستيال و، چې تر ډېره يې د هېواد په لویدیځ کې فعالیتونه لرل او ډېر ځله یې د طالبانو خلاف جګړې کولې.
وروستي راپورونه ښيي، چې په وروستيو کې د ملا نیازي يو شمېر کسان له داعش ډلې سره يو ځای شوي دي.
تر دې مخکې د نوموړي يو شمېر پلويانو د طالبانو له واکمنیدو سره، د دوی ملاتړ اعلان کړی و.
نيازی څو مياشتې مخکې د طالبانو په يوه بريد کې له شديد ټپي کیدو څخه وروسته ومړ.
هغه طالبان د پاکستان لاسپوڅي ګڼل او له رهبرۍ سره يې وران و.
د طالبانو ځايي چارواکو او خبري سرچينو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.