شنبه, مې 4, 2024
Home+اړتیاوې د ملتونو خپلواکي سلبوي

اړتیاوې د ملتونو خپلواکي سلبوي

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

داسې ډير وخت پېښېږي چې ځينې افراد او ډلې د خپلو  جسمي  وړتیا او عقيدوي پياوړتیا په مټ  داسې سخت کار وکړي چې په عالم الاسباب کې ناممکنه ښکاره کيږي، خو هغوى يې د خپل فيزيکي مهارت او نفسياتي قوت په مټ کوي. کله کله همدغه ډله د وړوکې کار په ترسره کولو کې مطلقاً ناکام راځي. لامل يې هم د اړين ظرفیت نشتوالى وي. همدغو نيمګړتياو ته که توجه ونشي نو په ټولنه باندې د ناورين د راتلو لامل ګرزيداى شي. که د جګړو په ډګر کې د طالبانو پرله پسې برياو ته ځير شو، نو معجزه ښکاريږي، خو د نظام په جوړولو کې د پرمختګ څرک نه لګيدل يې بيا د اندېښنې وړ خبره ده.

د بين الافغاني مذاکراتو د ناکامي پړه يوازې په طالبانو باندې نه اچوو. نسکور شوي حکومت هم نه غوښتل د سولي په موخه واک له لاسه ورکړي، خو دومره ضرور وايم؛ څومره به ښه واى چې د حکومت پرځاى طالبانو د سولې لپاره نوښتونه او وړاندیزونه کړي واى. د توپک په زور اوسنۍ بريا يې د افعانانو ترمنځ د سولې تفاهم او يوې ملي هوکړې په پايله کې ترلاسه کړى واى. کاش تير او اوسني حکومت اوسنيږى کړکېچن صورت حال  د هيواد او ولس  ستونځو ته په کتو  انځور کړى واى.

دا الهي تعامل دى چې هرڅه د انسان د خپلو توقعاتو او هيلو پربنسټ نه برابرېږي. انسانانو ته له شرائطو او ځمکنيو حقایقو سره سم له بدلونونو سره د ځان عيارول اړين وي. وخت زموږ په اشارو نه چلیږي نړيوال د پرمختګونو په سفر کې زموږ رارسېدو ته انتظار نکوي، کمزوري او په ژور خوب ويده خلک د زورورو د اسونو له پښو لاندې کيږي.

راځو اصلي مسائلو ته چې زموږ راتلونکى ورپورې تړلى دى. هغه دا چې موږ د د يوه ترسره شوي عمل په مجرا کې قرار لرو. شاته په کتلو باندي وخت او انرژى نه مصرفوو. موږ مصلحتاً پوښتنه هم نه کوو چې د ارګ پرېښودو په ورځ اشرف غني د خطر په تړاو ولې دومره وروسته او عجالتا خبر شو؟ ارک ته سهار نهه بجې په يونيفارم کې راننوتي خلک څومره وو؟ د چا په لارښوونه راغلل؟  څه  کول يې غوښتل؟ لمړى مرستيال دوهم مرستیال، د دفاع وزير او له نيم څخه زيات وزيران ولي د کابينې ناستې ته نه راغلل؟

موږ چې د نظام د حمايت کولو او د نسکورولو د مخالفت کچکول په غاړه کې ګرزاوه، موخه مو د اشرف غني ړوند تقليد نه وو، بلکې د نظام ساتل وو. موږ پوهیدو چې له نسکور نظام څخه فاسد نظام هم ښه وه او بله دا چې موږ له سره د نظام جوړولو لپاره نه امکانات لرو او نه هم وړتیا، خو ارګ د واک جنون او طالبان فتوحاتو ليوني کړي وو.

اوس خو په هر حال د ولس له خوښې پرته نظام نسکور شو او له دوه مياشتې څخه زيات وخت وشو چې ادارې تقریبا په ټپه ولاړې دي. د وضاحت او توجیه اړتیا نشته چې طالبانو له ولس او نړيوالو سره په ژمنو باندي وفا ونکړه او تقريباً د تقابل صورت حال دى. که د خپلمنځي سولې په نتیجه کې واک په رسمي توګه يوه منل شوي ټيم ته ليږدول شوى واى،اوس به مو د رسميت پيژندلو لپاره لالهاندو منډو اړتیا نه درلوده او نور زيات فرصتونه به مو درلودل، ډير مرستې به مو ترلاسه کړې واي، ولس به هيواد پرېښودلو ته نه واى اړ شوى او بنسټونه به ټپه ولاړ نه واى.

که خداى مه کړه د ممکنه ناورين له امله زموږ ولس لوږه او فقر ځپي هيواد کې امنیتي ستونځې بيا سر راپورته کوي، نو د ملت چيغې خو به حتماً پورته کيږي  او عواقب به يې ځپونکي او ځوروونکي وي. موږ د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره قطعاً نه غواړو چې اوسنى مات ګوډ نظام د پخواني فاسد نظام غوندې نسکور شي.

اوس هم وخت لرو چې طالبان له کورني او بهرني فشار پرته په کور دننه سمون او بدلون راوړى، د ملي اجماع د هڅو له لارې حکومت ته ملي بڼه ورکړي. د انحصار او يکه تازي مفکوره له ذهن څخه وباسي . په حکومت کې اهل مسلکي د علم او تجربې درلودونکي افراد واخلي. د فساد پر وړاندې پياوړي مبارزه وکړي ، د دولتي املاکو د پېر او پلور پوښتنه وکړي. د جنايت مرتکبین مجازات کړي، په لمړي سر کې له ملت سره اړيکې تأمین کړي او بيا له نړیوالې ټولنې څخه د دوه اړخیزو همکاریو، رسمیت پیژندلو او داسې اړينو مرستو غوښتنه وکړي چې هيواد مو د ځان بساينې خواته لمړني ګامونه پورته کړي. طالبان د هېواد په بشپړه جغرافیه باندي د واک درلودلو له امله برلاسي دي او دغه مثبت اړخ د خبرو په مېز باندي په چانه وهلو کې ورته ګټه رسوي.

موږ که هر څومره په لوړ غږ چيغې ووهو چې موږ خپلواک يو، خو ګوډه پښه مو شاهدي ورکوي چې موږ محتاج ملت يو. د پرديو هيوادونو مرستو ته مو د اکسيجن په شان سترګې نيولې وي،  له محتاجو قومونو سره  د خپلواکي خوبونه ليدل هسې ګپ او يا هم د ځان غولول کيداى شي نور هيڅ نه دي. که خپلواکي غواړو، نو د ځان بساينې په لوري به اقلاً حرکت پيلوو او خپل اقتصادي سرچینې به په کار اچوو. تر هغو به حتماً له نړۍ سره ځينې شرطونه منو چې د غرب خيراتونو ته ناست يو.

موږ  هغه وخت د امریکا په سترګو کې سترګې اچولى شو چې د امریکا خيرات ته له احتياج څخه خلاص شو. له غرب سره هغه هيوادونه مناظره او مشاجره کولاى شي چې غرب ته محتاج نه وي. ديموکراسي، برابري، انساني حقونه د بيان آزادي د لږکیو ازادي د ښځو او ماشومانو د حقونو د خوندیتوب نارې ټول د غرب د ګټو د ساتلو لپاره دي. نور ورباندې د نقض له امله پړه ګڼل کېږي خو امریکا په دغو مواردو کې د هر ډول تخطي او تيري په وړاندې له ګوتڅنډنې څخه ځانته د معافیت حق ورکوي.

نړيوال اړيکې د دوه اړخیزو ګټو د خوندیتوب په محور باندي را څرخيږي. اوس نړيوال ذهنيت د مختلفو لاملونو له امله له اسلامي امارت سره  په هغه کچه اړيکو درلودلو ته مجبوريت لري چې د هغوى ګټې يې ايجابوي. موږ هم مجبور او مکلف يو د خپلو ملي ګټو لپاره له بيځايه تقابل څخه ډډه وکړو او دغه کار د اسلامي اصولو په چوکاټ کې شونى دى، خو اوسنى حالت بدې پايلې درلودلاى شي.

د افغانستان د اسلامي امارت چارواکي  د ديني او ملي سرو کرښو په چوکاټ کې د ننه د تګلارو د سمون سختو پريکړو ته اړتیا لري.  داسې ډېر موارد شتون لري چې طالبان وکولاى شي د خپلو ارزښتونو په چوکاټ کې د ننه د انعطاف او اعتدال لاره خپله کړي.

د  بنسټونو  بند پاتې کيدل ياهم جزوي پرانستل، د علمي او مسلکې کادرونو د تېښتو تسلسل، د نړيوالو بنديزونو ننګونکى صورت حال، د فعالې کورنۍ او بهرنۍ کاري ستراتيژي د نشتون له امله د مديريت د ناکامي،  فقر او بيکاري په شکل د خورا ستر اقتصادي او بشري ناورين په پايله کې د بشري فاجعې رامنځته کيدلو څرک ليدل کېږي.

په درنښت؛ عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

6 COMMENTS

  1. وحید صاب سلامونه
    دغه لاندي جملي خو راته معنا کړه:

    (( چي په عالم الاسباب کي ناممکنه ښکاره کيږي؟((

    عالم اسباب خو ګومان کوم دنیا او مافیها ته ویايي، په جمله کي یې معنی را نه ورکه شوه.

    (( دا الهي تعامل دى؟((

    رب العلمین خو اوامر او هدایات لري چي په قرآن مجید کي مندرج دي، نو دغه الهي تعامل مي اوس واوریده، دا څه خیل ابتکار دی؟ لطفا توضیح راکړئ.

    (( اشرف غني د خطر په تړاو ولې دومره وروسته او عجالتا خبر شو؟ ((
    عجالتا د معنی له درکه په جمله کي بي قالبه نه درته ښکاري؟

    فقط

  2. سلام
    موږ باید په دې باور ولروچې هر معلول د یوه علت پایله ده.نن سبا دتخنیک او تکنالوژی دنیا ډېر پرمختګ کړی د انسا نانو ترمنځ دافکارو بهیر هم چټګتیا موندلې اوهربحث هم پراخ مطرح کیږی. دخلکو ترمنځ دغه مثبت ،مناسب او هراړخیزه تفاهم باید پياوړی شی.
    اوس راځم اصلی خبرې ته،موږ د۱۹۴۶ کال راهسې دملګرو ملتونو غړیتوب لرو ولې له بده مرغه موږ له مرحوم عبدالرحمن پژواک وروسته داسې استازی نه دی لیدلی شوی چې دافغان ولس پیغام او پیام یې دې سازمان ته رسولی وی. همدارنګه ددې سازمان په ډېر پاسیف اومټکور سیاست او تګلاری سره دافغان ولس یوشپون هم پوهیږی خو پوښتنه داده چې داسلامی امارت مسول کسان ولې ډېر وروسته خبرشول؟ اوس چې خبر شو په دې سازمان کې . سیاسی ظرفیت،استدلال اومعیار باید دیوه هېواد په کچه مطرح شی
    ولې دښځو دحقوقو په نوم د ناهید فرید او فوزیه کوفی خبره لابی کیږی ملګری ملتونه ماغزه نه لری چې هلته یې د هوکړه لیک په مراسموکې برخه ا خلی او لاس لیک کوی خو دلته بیا دتوطیې په لټه کې دی. طلوع چینل کې دتودو خبرو پروګرام کې هم موږتل ډېر احساساتی په پرون لګیایو نن او سبا مو له یاده وتلی. دهرانسان ذهنی وده،رفتار ،خوی او عادت دهمغه چاپیریال په چارچوب کې رامنځ ته کیږی نه وچ سیاست نه تېرو کې چې څه شوی. طالبان نړیوال سیاست کې دنړیوالې ټولنې په ژبه پوهېدل غواړی دغه کار په ګواښ او بی باوری نه کیږی بلکې په بشپړ متانت،ثبات، پوهې درایت او لید لوری .
    که دجبر او اختیار دیلکتیک ته ننوځو بحث اوږدیږی.

  3. سلامونه او احترامات جناب احمد صاحب
    عالم الاسباب ؛ يعنى د مادياتو په حساب او ظاهري امکاناتو ته په کتو.
    مطلب دا چې ظاهراً خو طالب کمزوري قشر ښکاريده خو د نه منلو بريا يې ترلاسه کړه. دا د هغوى فوق العاده ارادې او يا له حد څخه ورهاخوا د قرباني اصل ته د ژمنتیا څرګندوى دى.

    الهي تعامل يعنې د رب العزت د الوهيت تګلاره يا د کړنلاره ده چې هرڅه د انسان له غوښتنو سره سم نکوي.

    اشرف ولې عجالتاً خبر کړاى شو چې خطر شتون لري.
    د حکايت له مخې اشرف غني دومره وخت نه درلوده چې خپل بوټونه په پښو کړي. روان وو چې د دفاع وزارت ته لاړ شي خو هرڅه يو دم بدل شول. ايا دا په ارګ کې جوړه دسيسه وه چې غوښتل يې ولسمشر فکر کولو ته وخت ونلري؟ واقعاً ټول ارګ خبر نه وو امنیتي مسئولين ويده وه؟ خير دا مبهمه صحنه ده.
    په اخر کې به دومره درته ووايم چې زما الفات پيچلي وى خو ابهام پکې نه وي. تاسو ته دومره ساده الفاظ څنګه د پوښتنې وړ ښکاره شو؟
    مننه

  4. سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب

    له په زړه پورې تحلیل څخه مو مننه
    ستاسو خبره منم چې موږ له پژواک صاحب څخه وروسته ملګرو ملتونو ته د هيواد په کچه استازي نه بلکې د خپل ذوق حزبي او سمتي لومړيتوبونو په کچه برابر خلک مو استولي دي. دغه کړنې له هغه وخته تر اوسه پورې په ټولو دولتي بنسټونو کې محسوس او مشهود دى.

    ما هم په خپله ليکنه کې په مختصره توګه اشاره کړې چې نړيوال د پرمختګونو په سفر د موږ د رارسېدو انتظار نکوي. موږ باید لږ تيز سفر وکړو له نړيوالو سره يو ځاى شو او په هسکه غاړه له نړۍ سره په دغه نړيواله جغرافیه کې ژوند وکړو. زورور کمزوري له پښو لاندې کوي. برابرې او مساوات هسې تش شعارونه دي. په ملګرو ملتونو په منشور کې افغانستان او امریکا دوه جدا جدا هېوادونه دى چې ارزښت يې برابر دى خو واقعيت داسې نه دى. افغانستان د اړتیا او احتياجاتو په تله کې تلل کيږي او ډير وروسته پاتې ګڼل کېږي.
    که موږ اوس ملګرو ملتونو او نړئ ته تدریس او لار ښوونه پيل کړو خبره راڅخه پاتې کېږي. ښه داده چې ځانونه سم کړو خپلې سهوې وڅېړو او د راتلونکي وخت لپاره پلان جوړ کړو.

    د ځان سمون او بدلون د نورو د سمون په پرتله اسانه کار دى. ما د طلوع نیوز په تودو خبرو کې احساساتي څرګندونې نه بلکې نيم نيم ښوره حقایقو ته اشاره وکړه چې راځئ دنيا ته د پړې د ګوتو نيولو سره سره په ځان کې هم بدلون راوړو. داسې بدلون چې زموږ له ديني او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.

    که موږ د ټول افغانستان په استازیتوب خبره کوو نو ټول ښاري او کليوالي پښتون او تاجک جنوب او شمال به نه راڅرخيږو بلکه د افغانستان په ټولو پرګنو راګرزوو ټول به خپلوو د تيرو حاکمانو حجت به نه وړاندې کوو هغوى غلطي وکړي او ورک شول خو موږ به د ځان د پاتې کيدو هڅه کوو.
    مننه وروره.

  5. سلام محترم ورور وحید صاحب.
    باور وکړه زه ستا په لیدو خوښ شوم دغه مطلب روښانه کول غواړم زما دطلوع چینل کې هدف له هغو کسانو څخه دی چې دپخوانی مقام لقب تر نوم یوازې تکراری یوه ترانه وایی که لقب یې ترې لیرې کړې نو دبوسو حیثیت هم نه ورته پاتې کیږی .بل دغه کسان هروخت همدلته پراته دی . دیوې عادې خبرې څخه معجزه جوړه کړی. کله دومره یې پېچلې کړی چې خپله یې به کې ورک او ځان له جاله نشی خلاصولی په هرحال زه تاسره منم موږ یو اوبل ته اړه لرو په یواوبل ښه ښکاریږو نه له چا سره کرکه او نه کوم شخصی مشکل لرو یوازې افغان ولس،سوکالی،امن، او پرمخ تللی افغانستان مو هیله ده.
    دملګرو ملتو سره دقیقه ،منطقی اودنړۍ په ژبه برابره محاسبه په کارده:
    دملګرو ملتو دایمی استازې له غلام اسحاقزی څخه مخکې عادله راز وه چې بیا په واشنګتن کې سفیره شوه فکر کوم دکومې ان جي او غړیتوب یی درلود.
    په ملګرو ملتو کې دافغانستان دفتر اصلا یوه سماوار ته هم نه پاتې کیږی .په هېڅ برخه کې دافغانستان،خلکو،چاپبریال، تاریخ،هویت، کلتوراو فرهنګ نه خبرې نه کوی حتې یو عادی پوستر نه لری دملګرو ملتو ۷۶ کلیزه داکتبرپه ۲۴ ولمانځل شوه چې افغانستان یې ۷۵ کاله غړیتوب لری. یونا ما هروخت افغانستان کې دفرعونی توب چلوس سیاست لوبولی. که زموږ استازی اجندا درلودای ملګرو ناملګریتوب نه کاوه او همدارنګه داسلامی امارت سره داسې د دوه مخیتوب لوبې نه کولې !
    کور ودان خوښ او سرفراز اوسې.

  6. مننه او درنښت جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
    ما په خپله ليکنه کې ورته اشاره کړې ده چې موږ د ترسره شوي کار په مجرا کې قرار لرو. د ماضي په پړه وړه بحث ګټه نلري خو تاسو باور زما د هغه ليکنې به مو لوستلې وي چې هر وخت مو حاکم د وخت ته ويلي دي چې چاپلوسانو محاصره کړې ياست. په دروغو درته وايي چې هر څه سم دي باچا. واقعيتونو بل څه دي. اکثریت حکومتي حاکمه ډله په همدغو NGO ګانو پورې تړلى وو. زه نه وايم چې هغه خلک هيڅ وړتیا نه لرى، خو اکثریت يې هغه خلک چې د افغانانو په دود کلتور عنعنې او مذهبي تړاوونو نه پوهېدل. هرڅه ته يې د پرديو دودونو له کړکۍ کتل او انجام يې موږ او تاسو وينو

    بيا هم مننه اباد خوشحاله او روغ رمټ اوسئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب