Home+له افغانستان سره تړلی انیمشن اسکار ته کاندیدېږي

له افغانستان سره تړلی انیمشن اسکار ته کاندیدېږي

تاند (پنجشنبه، د میزان ۲۸مه) د چکي ډایریکترې میخایله پاولاتوفا فلم زما لمرین (ماد) به د اسکار د انمېشن فلمونو برخې ته کاندید شي.

دا فلم، چې پر یوه افغان سړي د یوې واده شوې چکۍ ښځې په اړه دی، د چک، فرانسې او سلواکیا ګډ تولید دی.

دې فلم مخکې لا د فرانسې په انیسي فیستوال کې د ژوري جایزه او د مکسیکو په (Guadalajara) فیستوال کې جایزه ګټلې ده.

زما لمرین ماد (My Sunny Maad) فلم د هغې چکۍ ښځې ژوند انځوروي چې پر یوه افغان ځوان مینېږي او د طالبانو د حکومت له پرزېدو وروسته پسې افغانستان ته ځي؛ هغه ځای چې دا یې د ژوند په اړه هیڅ تصور نه لري او نه هغه کورنۍ د دې انتظار لري چې دا ورسره یوځای کېږي.

دا کیسه د چکي ژورنالیستې او د بشري چارو د کارکوونکې پیترا پروخازکوفا له ناول (فرشته) څخه اخیستل شوې او ایوان ارسینیف ورڅخه سناریو جوړه کړې ده.

دا د میخایله پاولاتوفا لومړنی اوږد انېمشن فلم دی. دې په ۲۰۱۲ کې د ټرم فلم په خاطر د لنډو فلمونو د اکاډیمۍ بلوري میډال ګټلی و.

د غوره انییمېشن فلمونو کاندیدان به د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په ۸ مه اعلان او د مارچ په میاشت کې به جایزې ورکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...