جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو د ښځو چارو وزارت د بيا فعاليدو ژمنه وکړه

طالبانو د ښځو چارو وزارت د بيا فعاليدو ژمنه وکړه

تاند:( پنج شنبه، د ميزان نهه ويشتمه) ‏د طالبانو د امربالمعروف وزیر شيخ محمد خالد الحنفي وايي، دا ادعا ناسمه ده چي طالبانو د ښځو چارو وزارت لغوه کړی.

نوموړي په یوه تازه وينا کې وويل، چې د ښ‍ځو وزارت د جوړېدو لپاره پر یوه منظم چوکاټ کار کوي او د سمبولیک وزارت پر ځای د ښځو لپاره د کاري حرفوي زده کړو زمینه برابروي او د هغوی حقوق تامینوي.

طالبانو پر کابل له واکمنیدو سره، د ښځو چارو وزارت لوحه بدله او د دغه وزارت ودانۍ يې د خپل امر بالمعروف نوي جوړ کړي وزارت ته وسپارله ‌

دا کار له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوه او معترضینو د ښځو چارو وزارت د لغوه کیدو په مانا وګڼله.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هغه مهال وويل، چې ښځو ته به دوی يوه ځانګړې فعاله اداره د معينيت يا لوی رياست په چوکاټ کې جوړوي.

د طالبانو د امر بالمعروف د وزير تازه څرګندونې باختر دولتي خبري اژانس خپرې کړي.

د دوی نورو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د امر بالمعروف وزیر نه ده روښانه کړې، چې د ښځو وزارت د جوړولو پریکړه د طالبانو کوم ادرس کړې ده.

د ښځينه حقونو فعالانو هم، چې طالبانو تقريبا ټول په کور کړي او اکثره له وېرې پټې ګرځي، د طالبانو تازه اعلان شوې پریکړې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب