جمعه, اپریل 26, 2024
Homeروغتیاسره مرچ د وینې لوړ فشار ټیټوي

سره مرچ د وینې لوړ فشار ټیټوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

امریکایي څېړونکو په یوه نوې څېړنه کې دا موندلې چې سره مرچ انسان د زړه له ناروغیو ژغوري. د زړه ناروغي نن ورځ په نړۍ کې له خطرناکو او وژونکو ناروغیو ګڼل کېږي چې له امله یې هر کال ګڼ شمېر انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه څېړونکي باور لري چې سره مرچ په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه (Capsaicin) لري چې د زړه د سلامتیا لپاره ګټوره ماده ده، د غه راز سره مرچ د بدن التهاب او دردونه هم له منځه وړي.

څېړنې دا هم ښیي چې سره مرچ د وینې لوړ فشار ټیټوي، کلېسټرول کموي او د زړه د سکتې مخنیوی کوي.

یاد امریکايي څېړونکي وایي چې دوی په دې څېړنه کې دې پایلې ته ورسېدل چې سره مرچ دوې ګټې لري: لومړۍ دا چې د وینې کلېسټرول کموي او پاتې شوني یې له منځه وړي او دویمه دا چې په سرو مرچو کې (Capsaicin) شته او دا هغه ماده ده چې په رګونو کې د وینې اسانه جریان ته لاره هواروي.

دا څېړنه، چې پايلې يې د امریکا په سن دیاګو کې خپرې شوې، دا هم په ډاګه کوي چې په زیاته کچه د سرو مرچو خوړل کېدای شي ناوړه پایلې ولري، نو ښه دا ده چې په خوړلو کې يې له افراطه ډډه وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب