سه شنبه, مې 7, 2024
Homeټولنیزټګي / عتیق الله حمیدي   

ټګي / عتیق الله حمیدي   

      د ذهني ساینس له مخې انسان سره چې هر څه کېږې، تر شا یې لامل وي. دې ته “cause & effect” هم وایي. که چاسره ټګي/دوکه کېږي یا څوک بلیک میل کېږي، دا هر څه لاملونه لري چې پوهېدل پرې زموږ سره مرسته کوي تر څو د ټګۍ یا دوکې ښکار نه شو. چېرته چې باور وي، هلته دوکه وي. هغه څوک موږ ته دوکه نشي راکولی چې باور پرې نه لرو. زیاتره نجونې بلیک میل کېږي؛ یاد ولرئ چې تاسو هغه څوک بلیک میل کوي چې له کمزوریو مو خبر وي. ستاسو له کمزوریو هغه څوک خبر وي چې تاسو ورته ویلي وي او تاسو یې هغه چاته وایئ چې باور ورباندې لرئ؛ نو ځکه تل باوري کسان دوکه درکوي او یا مو بلیک میل کوي.

نجونې یا په ټوله کې ښځې زموږ به ټولنه کې بې زړه دي. د دوی هڅې څوک نه ستایي او تل د خلکو لخوا رټل کېږي. که کوم ښه کار هم وکړي، څوک یې صفت نه کوي او څوک نه پيدا کېږي چې درک یې کړي. هماغه وي چې دوی کې د ستاینې او باور یوه تنده پيدا کېږي او غټ ارمان یې وي چې یو څوک یې درک کړي، وې ستایي او وې هڅوي. په دې وخت کې که یو کس پيدا شي چې د دوی صفت وکړي، وې هڅوي او درک یې کړي؛ نو دوی ته بیا هغه کس آيډیال او ډېر نږدې ښکاره شي، ایسته باور پرې وکړي.

      انسان ډېر ژر د ستاینې یا صفت په جال کې نښلي. صفت کول هم خپلې طریقې لري. نیورولېڼګوېسټک پروګرامېنګ (NLP) کې د یو چا لاشعور ته د پيغام لېږلو لپاره ډېرې طریقې کارېږي. په ځينو طریقو کې انسان مقابل لوری په شعوري ډول نه خبروي؛ خو خپل پيغام یې د هغه ذهن ته لېږلی وي، دې ته غیر مستقیمه طریقه وایي. مثلا تاسو د یو چا صفت او ستاینه کوئ، که مستقیم ورته ووایئ چې “ته ډېره ښه یې، ځکه درسره ملګرتیا کوم.” دا مستقیمه طریقه ده. د دې طریقې تاوان دا دی چې مقابل لوری درباندې پوهېږي چې دا زما صفت کوي. د دې پرځای له غیر مستقیمې طریقې څخه کار اخیستل غوره دي. همدا خبره چې “ته ډېره ښه یې، ځکه درسره ملګرتیا کوم.” که په غیر مستقیمې طریقې ووایو؛ نو داسې ویلی شو چې “زه د ډېرو کمو کسانو له اخلاقو څخه اغېزمن کېږم او بیا ورسره ملګرتیا کوم.” یا “زه له ربه ډېر راضی یم چې څه ترې وغواړم، راته راکوي یې، زه د داسې چا په لټه کې وم چې رښتونی وي او تر پایه راسره ملګرتیا وکړي، هغه دی خدای له تاسره مخ کړم.” دا او دې ته ورته غیر مستقیمو صفتونو کې مقابل لوری په شعوري ډول نه پوهېږي چې ګنې ته د هغه صفت کوې؛ خو لاشعور ته پټ همدا د صفت او ستاینې پيغام رسېدلی وي او هغه په لاشعوري ډول له تاسره کرار-کرار وابسته کېږي. په غیر مستقیمه طریقه موږ د ډېرو خلکو له ماغزو سره لوبې کولی شو. مقابل لوری به فکر کوي چې په خپله خوښه له موږ سره ملګرتیا کوي؛ خو پوه به نه وي چې ذهن مو ورته هیک کړی دی.

د ګیدړې او کارغه یوه کیسه ده وایي:

کارغه له یوه کوره د پنير ټوټه وتښتوله.په خوښۍ خپلې ځالې ته راغی، چې له خپلو بچو سره یوځای پنير وخوري.
د سپین پنير ټوټې ته د ګيدړې د خولې اوبه راغلې، په منډه یې تر کارغه ځان ورساوه، تر ونې را وګرځېده، او کارغه ته یې کړه:

ــ افرين! ته څومره چالاک، هوښیار او ښکلی یې، د خلکو له کورنو څخه د سترګو په رپ کې هرڅه تښتولی شي
مګر خپل اواز ته دي هیڅ پام نه دی، که وغواړې د بلبل په څېر خوږې سندرې هم ويلی شي.

کارغه د ګیدړې په ستاينه وغوړېد، ترپ له یوه ښاخه بل ښاخ ته والوت، خوله یې اواز ته جوړه کړه چې سندره ووایي او له خولې یې پنير د ګیدړې مخې ته راولوېد.

کوتره چې په بله ونه کې د دوی دواړو تماشې ته ناسته وه، په کارغه یې غږ کړ:
ــ د غوړه مال په ستاينه به همېش دوکه کېږې.

په پورته کیسه کې ګورو چې ګيدړه په څومره مهارت کارغه د ستاینې په جال کې نښلوي او بیا ورسره ټګي کوي.
مارک ټوین وایي:

“له یو چا لوده جوړول اسانه دي؛ خو دا ورباندې منل چې له تا مې لوده جوړ کړی، سخت دي.”

      د بلیک میل څخه د خلاصون یوازینۍ لار په چا باور نه کول دي؛ ځکه چې همدا باوري کسان ټګي او بلیک میل کوي. کېدای شي تاسو ته به ځان ډېر هوښیار ښکاري او فکر به کوئ چې ما ته څوک دوکه نه شي راکولی؛ خو یوه خبره یاد لرئ، هغه کسان چې دوکه ورسره شوې یا بلیک میل شوي، هغوی هم دومره ساده نه وو چې د خولې پرځای پوزې ته مړۍ پورته کړي؛ خو بیا هم ټګي ورسره شوې. کله چې انسان بلیک میل شي، هغه سره وېره مل شي او همدا وېره یې بیا هر کار ته مجبوروي.

      له کله چې د موبایل کارول عام شوي، د بلیک میل ستونزه ورسره ورو په ورو د اوج خواته روانه ده؛ نو ښه به وي چې له مخکې خبر اووسو او په چا باور ونه کړو. د خبرو په پيل کې مو وویل چې هر کار تر شا یو لامل لري، په دې نړۍ کې هېڅوک له تاسره مفته مرسته نه کوي، نه مو مفته ستاینې کوي، د دې تر شا د هغوی خپلې موخې وي. ملټن فریډمین وایي:

“تاسو ته به هېڅ چېرته وړیا خواړه پيدا نه شي.”

     د دې خبرې مطلب دا دی چې تاسو به هېڅکله وړیا څيز پيدا نه کړئ. که ظاهرا یو څيز وړیا هم وي؛ نو یا خو به داسې وي چې تاسو به یې مخکې قيمت ورکړی وي او یا به یې اينده کې ورکوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب