یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهانس حقاني: ملا هیبیت الله ژوندی دی، دوه اونۍ مخکې مې ورسره...

انس حقاني: ملا هیبیت الله ژوندی دی، دوه اونۍ مخکې مې ورسره ولیدل

تاند:( پنج شنبه، د ميزان نهه ويشتمه) ‏د طالبانو یو لوړپوړی غړی انس حقاني، چې د مسکو ناستې ته د طالب پلاوي په ډله کې ورغلی، له اسپوتنیک خبري اژانس سره د ځینو موضوعاتو په اړه مرکه کړې.

نوموړي په دې مرکه کې د طالبانو د امیرالمومنین ملا هیبیت الله اخندزاده د مړینې خبر رد کړی او ویلي، چې په دې اړه نړیوال بې ځایه تبلیغات کوي.

د حقاني په وینا، هغه دوه اونۍ مخکې هم له ملا هیبت الله سره په افغانستان کې لیدلي دي.

انس حقاني په دې مرکه کې له احمد مسعود او نورو طالب ضدو ډلو سره د طالبانو د راتلونکي په اړه ویلي، چې دوی افغانستان د ټولو هېواد ګڼي او د خبرو دروازې به تل ورته خلاصې وساتي.

دغه طالب مشر په ورته وخت کې ویلي، چې نړیوال د ټول شموله نظام په نوم خپل نفوذي کسان غواړي پر دوی وتپي، چې دوی به یې ورسره ونه مني، خو په خپل رژیم کې به ټولو قومونو او خلکو ته له پردیو فرمایشونو پرته ځای ورکړي.

له دې سره، نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو اداره به هغو کسانو ته پخپله غېږه کې ځای ورنه کړي، چې نورو هېوادونو کې یې زده کړې کړي او افغاني فرهنګ او عنعناتو سره برابر نه دي.

 د افغانستان د راتلونکي خاصتاً ټاکنو د ترسره کیدو یا نه ترسره کیدو په اړه انس حقاني ویلي، چې په دې تړاو به د قانون له رامنځته کیدو وروسته پریکړه وشي.

اوړمه ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له الجزیرې سره په یوه مرکه کې پر طالبانو غږ وکړ، چې ملت او نړیوالو ته د افغانستان د راتلونکي نظام او ټاکنو په اړه خپل دریځ څرګند کړي.

د انس حقاني دا مرکه په داسې مهال ده، چې په وروستیو کې د طالبانو د امیر المومنین ملا هیبت الله اخوند زاده د مړینې په اړه خبرونه زیات شوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپورونو له ردولو سره ویلي، چې ملا هبیت الله ژوندی او په کندهار ولایت کې دی، خو د امنیتي ستونزو له کبله تراوسه نه دی را څرګند شوی.

2 COMMENTS

  1. د یو شریر او نیک کس تر منځ جنجال را منځته سو، ګرم او ملامت هم شریر ؤ خو د نیک کس څخه ئې غوښته چی بخښه ترې وغواړی. نیک کس ور ته وویل چی هم بخښه در څخه غواړم او دا مرسته در سره کوم چی:
    حاضر یم چی همیشه ستا پر ځای زه د خجالت او شرم احساس ولرم.
    د حقانیانو او طالبانو او دروغجنانو او د انګریز او پنجاب د مزدورانو پر ځای باید مظلوم او معصوم وولس خجالت وباسی ځکه هغوی خو وخت هم نلری او د جهاد! د سنګر ستړی هم دی.

  2. د ملا هیبت الله سره د انس حقانی ملاقات د هغو معجزو غمازی کوی چی د تالبانو ملاتړی يی د کراماتو په نوم بولی او وايی چی ددوۍ مشران کرامات یا معجزی لری.

    په دوحه کی هم ددې کراماتو نښی نښانی ډیری لیدل کیدلی په خاص دول کله چی به تالب مشران په دوحه کی د لوکسو هوټلونو په دروازوکی وتل ننوتل او دروازی به ورته پخپله خلاصیدلی.

    د انس حقانی یوی بلی مهمی خبری ته باید افغانان متوجه واوسی او ژور غور ورباندی وکړی چی د تالبانو په اداره کی به هغه تحصیلیافته افغانانو ته ځای ورنه کړل شی چی د ای ایس ای د وفادارۍ سرتیفبکټونه ونه لری او یا ددوۍ په څیر د دفاع پاکستان تعلیمی ادارو لکه د حقانی مدرسی سند ونه لری او د ای ایس ای د وفادارۍ ټولی مرحلی يی په پوره کامیابۍ سره تر سره کړی نه وی.

    افغانان باید اوس دا خیال له مغزو وباسی چی ګواکی ددوۍ تحصیل قابلیت او اهلیت به دوۍ ته د تالب په واکمنۍ کی د کار د فرصت زمینه برابره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب