دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهجلالي: ګاونډیان د طالب واکمنۍ په دوام باور نه لري

جلالي: ګاونډیان د طالب واکمنۍ په دوام باور نه لري

تاند:( پنج شنبه، د ميزان نهه ويشتمه) ‏د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د متحده ایالاتو د یوه مخکښ دفاعي پوهنتون استاد ډاکټر علي احمد جلالي وایي، چې د افغانستان ګاونډیان د طالبانو د حکومت په دوام باور نه لري.

هغه د افغانستان او تاجیکستان پر ګډې پولې د روسیې او منځنۍ اسیا د هېوادونو وروستیو پوځي مانوریو ته په اشارې دا خبره وکړه.

 جلالي په دې مرکه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې طالبان باید د نړیوال رسمیت پېژندلو لپاره لومړی ملي مشروعیت ځانته پيدا کړي.

د ده په وینا، طالبانو د ټاکنو له لارې واک نه دی ترلاسه کړی، ځکه خو نړۍ ورته د یوه مشروع حاکمیت په سترګه نه ګوري.

 جلالي طالبانو ته د مشروعیت پیدا کولو لپاره د ټول ګډونه نظام جوړول اړین وګڼل، خو ویې ویل تر هغې دوی د داسې نظام په جوړولو نه توانیږي، چې له جنګي تفکر څخه لاس په سر او خپل ذهنیت به جدي ډول بدل نه کړي.

 په افغانستان کې د روسیې د راتلونکي رول په اړه دغه افغان سیاستوال وویل، چې روسیه په افغانستان کې د متحده ایالاتو له نه حضور څخه ګټه اخلي، خو خپله د پانګونې او خاصې مداخلې لېوالتیا نه لري.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین اوړمه اونۍ د هم ګټو هېوادونو د سیمه ییز سازمان د غونډې پرمهال منځنۍ اسیا ته له افغانستان څخه د داعش وسله والو د اوښتو اندیښنه وښوده او ویې ویل، چې تر دوه زرو پورې دا وسله وال له منځنۍ اسیا سره نیږدې د افغانستان په پولو کې ځای پرځای شوي.

نوموړي دا هم وویل، چې د هم ګټو هېوادونو استخبارات دې دې ګواښ ته متوجه او خپلو کې سره همغږي ولري، څو که اړتیا شي، د داعش وسله والو خلاف په افغانستان کې عملیات وکړي.

د پوتین له دغو څرګندونو وروسته روسیې او نفوذي هېوادونو یې د تاجیکستان – افغانستان په ګډه پوله کې پوځي مانورۍ هم وکړې.

طالبانو د روسي ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي و، چې داعش ډله افغانستان کې جدي ګواښ نه دی او نه ثابت مرکزونه او پوځي قوت لري.

دوی د دې ډلې د ځپلو د وړتیا لرلو ادعا هم وکړه او ویې ویل، چې د داعش د ځپلو لپاره یې د متحده ایالاتو د مرستې وړاندیز رد کړی دی.

1 COMMENT

  1. سلام
    داشرف غنی له تېښتې مخکې دسرچوک اوازو کې داسې ویل کېده چې احتمالا دانتقالی حکومت په جوړیدو سره به پخوانی وزیر یعنی جلالی قدرت تر لا سه کړی. دلته یو شمیر نور پخوانی زاړه هم پراته دی لکه پخوانی دملی امنیت ریس رحمت الله نبیل ،پخوانی ولس مشر کرزی دجنجال نو اصلی هسته پخوانی کوزه اوکوزه ګر کوزه خر دافغانستان دمشروعیت په بن بست باندې له نړیوالو څخه ددوی ګیلې او ګذارې ډېرې دی که طالبان په حکومت کې ځای ورکړی وای په همغه ورځ غلی کیدل. جلالی دامریکا ددفاع وزارت دژبې استیتوت کې دپښتو ژبې یومعلم دی. جلالی،انورالحق احدی، اشرف غنی احمد زی،او زلمی خلیل زاد دبن دککړ کنفرانس غړی او ملګری ول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب