دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د خبرو لپاره...

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی

تاند(پنجشنبه، د میزان ۲۹مه) د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په مشرۍ د پاکستان یو جګپوړی پلاوی نن کابل ته راغی.

قریشي او ورسره ملګری پلاوی به یې د کابل د یو ورځني سفر په لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په شمول له بېلابېلو طالب چارواکو سره وویني.

پاکستاني رسنۍ وايي چې قریشي به له یو شمېر نورو افغان مشرانو سره هم وویني. ښايي اشاره یې پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله ته وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې قریشي به له افغان لوري سره د دوو هیوادونو د اړیکو او همکاریو پر ټولو خواوو خبرې وکړي او په عین حال کې به د سیمې د سولې او ثبات په اړه د پاکستان له نظره طالب مشران خبر کړي.

پاکستان په وروستیو کې خپلې پولې پر افغانانو او د افغانستان پر سوداګري محصولاتو بندې کړي چې له کبله یې افغان سوداګرو د ملیونونو ډالرو تاوان کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب