دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهشاه محمود قريشي کابل ته راغلی

شاه محمود قريشي کابل ته راغلی

تاند:( پنج شنبه، د ميزان نهه ويشتمه) ‏د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي نن په يوه سفر د افغانستان پلازمېنې کابل ته راغلی.

له هغه څخه په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي هرکلی کړی دی.

ويل کيږي، چې نوموړی به طالب چارواکو سره پر مختلفو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

دا د طالبانو له واکمنیدو وروسته، کابل ته د پاکستان د دویم لوړ پوړي پلاوي سفر دی.

تر دې مخکې، د پاکستان د پوځي استخباراتو رئیس فياض حميد، د طالبانو د سرپرست حکومت او چارواکو له اعلان څخه مخکې کابل ته راغلی و.

د نوموړي پاکستاني مقام سفر د خلکو له سختو نيوکو سره مخ شوی و.

پاکستاني چارواکو د قریشي د سفر په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته د پاکستان صدراعظم عمران خان او د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په پرله پسې ډول په يو شمېر مهمو ناستو او مرکو کې د افغانستان په اړه خبرې کوي، چې دا کار يې د افغانانو او يو شمېر سياستوالو له غبرګون سره مخ شوی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي څو ورځې مخکې له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې د افغانستان په استازيتوب له څرګندونو ډډه وکړي.

د ده په وينا، دوی دا حق نه لري.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

 پاکستان د طالبانو تر ټولو اصلي بهرنی ملاتړی ګڼل کېږي، تر دې چې د متحده ايالاتو د کانګرس یو شمېر غړو پرې د طالبانو په واک ته رسولو کې د مرستې له کبله د بندیزونو غوښتنه هم کړې ده.

خو پاکستاني چارواکو دا خبره رد کړې او ويلي، چې طالبانو سره همکاري نه لري، بلکې دا ډله یې د متحده ايالاتو په غوښتنه د سولې خبرو ته هڅولې وه.

پاکستان له طالبانو سره د ډېر نيږدې والي باوجود، تر اوسه د دوی واکمني په رسميت نه ده پېژندلې.

2 COMMENTS

  1. په داسې حال کې چې زموږ د ولس د زړه نه وینې څاڅي بیا کابل ته د آی ایس آی د مشر په خپل سر راتګ زموږ د خلکو زخمونو باندی د مالګی دوړولو په معنا ده ، معمولأ د چارواکو سفر یو هیواد ته د هغه هیوادپه بلنی صورت نیسي مګر پنجابی حکمرانان اوس ته به وائی خپل کوم صوبی ته سفر کوي هر وخت چې زړه ېی وغواړي کابل ته راځي او په طالبانو کې هم داسی کوم نر طالب په دسترګو نښکاري چې د هغوي د سفر مانع شي ملا متقی خو په کویټی ، کراچی او لاهور کې بی شمیره سرایونه او جایدادونه لري همدارنګه د هغهه او د طالب د نورو مشرانو جایدادونه او کورنۍ پاکستان کې دي نو هغوي به څنګه دا جرئت وکړي چې خپلو بادارانو ته ووائي چې زموږ چارو کې لاسوهنه مه کوۍ.

    اصلي خبره دا ده چې حمید فیض تر اوسه هم د پاکستان د آی ایس آی مشر ده ، عمران خان ویلی چې د هغه د تبدیلیدو فرمان به د نوامبر په ۱۵ مه لاسلیک کړي ، څرنګه چې نړې د حمید فیض یو میاشت مخکی ټاکنی په رسمیت ونه پیژند او د نړی د څه کم ۲۰۰ هیوادونو له جمای څخه حتی یو هیواد هم حاضر نشو زموږ هیواد کې د حمید فیض لخوا جوړ شوی کابینه او رئیس الوزرا په رسمیت وپیژني نو پاکستاني چارواکي مجبور شول حمید فیض بیا کابل ته ولیږي چې ټاکنو کې یو څه بدلون راوړي او څرنګه چې خپله طالبان خو د هیواد چارو کې کوم صلاحیت نلري نو پاکستانی چارواکي به دا ځل د بین المللی ټولنی د غوښتنو په نظر کې نیولو سره خپلو لاسپوسو ته نوي لارښونې وکړي ، تاسو به شاهد یاستئ چې څو ورځې وروسته به د طالبانو په اداری کې نوي تغیرات راشي او د میرمنو ، زده کړو او نور موضوعاتو کې به د طالبي امارت لخوا نرموالی راشي ، څرنګه چې د حمید فیض کابل ته لمړی کاری راتګ د افغانانو لخوا تند غبرګونونه راوپارول پاکستاني چارواکي دا ځل د حمید فیص سره د هغه هیواد خارجه وزیر، شا محمود قریشی هم مل کړی تر سو کابل ته د آی ایس آی د کابینی جوړولو دنده بی له کوم ستونزی عملي شي .
    نه پوهیږم چې اشغال تور وي یا سپین ؟
    پنجابه در په در شی، الله دې تباه او برباد که

  2. د تاند د ښکلي ویب پاڼی د خبر د څانکی د پام وړ.

    د پاکستان د خارجه چارو وزیر شاه محمود قریشی سره د هغه هیواد د استخباراتو برحال وزیر حمید فیض هم کابل ته راغلی ، کابل هوائی ډګر ته د پاکستانی هیات پلاوي د راتګ په وخت کې د حمید فیض انځور هم لیدل کیږي چې له الوتکې راښکته کیږي ( bbc) مګر د تاند د ملی ویب پاڼې په خبر کی یوازی د شاه محمود قریشی نوم اخستل شوی او د هغه هیواد د آی ایس آی د برحال مشر راتګ ته هیڅ اشاره نده شوی .
    د تاند ګرانو چلوونکو ! لطفأ خبر اصلاح کړئ کنه هماغسی چې د پاکستانی چارواکو هیله ده چی دا ځل د حمید فیض مغرضانه سفر کابل ته د هغه هیواد د خارجه چارو د وزیر د سفر تر سیوری لاندی بی له شور او ګونګوسو تر سره شي، زموږ رسنی د هغوی ناولې هیلې ترسره کوي. ښی چاری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب