دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد بښنې نړیوال سازمان: د خطر سره مخامخو افغانانو ژغورنې ته دې...

د بښنې نړیوال سازمان: د خطر سره مخامخو افغانانو ژغورنې ته دې توجه وشي

تاند:( پنج شنبه، د ميزان نهه ويشتمه) ‏د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ايسار پاتې خطر سره مخامخو کسانو په اړه انديښنه ښودلې ده.

دغه سازمان په یوه راپور کې ويلي، چې د طالبانو لخوا دغه کسان د غچ اخيستو له ګواښ سره مخامخ دي.

د یاد شوي سازمان په راپور کې دا هم راغلي، چې ياد شوي کسان له افغانستان څخه د وتو په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي.

 د افغانستان د پولو بندوالی، په ناقانونه توګه د دوی د وتو يو عمده دليل ګڼل شوی او ویل شوي، چې دا کار هم د دوی ژوند له خطر سره مخامخو کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان سره په خوا کې، د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان هم له ملګرو ملتونو او حکومتونو غوښتي، څو د دغو خلکو د ژغورنې لپاره لاس په کار شي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو سره، سلګونه زره افغانان د دوی له وېرې هېواد پريښود او د امريکا متحده ايالاتو په ګډون مختلفو هېوادونو پناه ورکړه.

اوس ګڼ ژورناليستان، مدني او د بشري حقونو فعالان او د نسکور شوي جمهوري نظام هغه منسوبين، چې له خطرونو سره مخامخ دي، د مختلفو اعتراضیه لارو په وسيله ویلي، چې امريکا او نورو هېوادونو ډېر نا مستحق خلک له هېواده ويستي او ډېر له خطر سره مخامخ خلک د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ايسار پاتې دي.

طالبان بيا ټينګار کوي، چې دوی له واکمنیدو وروسته، عمومي عفوه اعلان کړې او د دوی د جنګیالیو د وژونکو په ګډون د جمهوري نظام له هیڅ ډول پوځي او ملکي منسوبینو سره غرض نه لري ‌.

له دې سره، بيا هم له مختلفو ولايتونو څخه وخت په وخت خبرونه ورکړل شوي، چې د جمهوري نظام یو شمېر پوځي، ملکي، عدلي او قضايي منسوبين، خبریالان، مدني فعالان او د طالبانو منتقدین وژل شوي او ځورول شوي دي.

د دې پېښو پړه پر طالبانو اچول شوې، خو دوی دا تور رد کړی، مګر د يادو پېښو عاملين یې لا نیولي او معلوم کړي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب