دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهناټو: طالبان به راته ځواب ويونکي وي، افغانستان کې ګواښونه مهاروی شوو

ناټو: طالبان به راته ځواب ويونکي وي، افغانستان کې ګواښونه مهاروی شوو

تاند:( پنج شنبه، د ميزان نهه ويشتمه) ‏د ناټو سازمان سرمنشي ينس سولټنبرګ د دغه سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو له غونډې سره هم مهاله، له طالبانو څخه د دې سازمان غوښتنې په ډاګه کړي.

ټاکل شوې، چې دا غونډه تر څو ساعتونو د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې پیل شي.

دا په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د ناټو سازمان د دفاع وزيرانو لومړنۍ غونډه ده، چې ترسره کیږي.

د ناټو سرمنشي ويلي، سره له دې چې په افغانستان کې يې اوس پوځي حضور نشته، خو دا سازمان لا هم دا توان لري، چې په افغانستان کې ورته پیدا کیدونکي ګواښونه مهار کړي.

 سولټنبرګ دا هم ويلي، چې طالبان به ورته له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ځواب ویونکي دي.

نوموړې ټينګار لري، چې طالبان به په دې تړاو ورسره د کړو ژمنو عملي کولو ته مجبوروي.

د ناټو سرمنشي د خپلو دغو خبرو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

طالبانو هم په دې اړه تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د ناټو د دفاع د وزيرانو غونډه، په مسکو کې د افغانستان په اړه د سيمه ييزو هېوادونو له غونډې يوه ورځ وروسته کیږي.

په پرونۍ غونډه کې روسیې امریکا متحده ایالاتو ته هم د ګډون بلنه ورکړې وه، خو دغه هېواد په غونډه کې د طالب استازو د موجوديت له وجې ګډون ونه کړ.

پرونۍ غونډه کې روسیې، چین او نورو هېوادونو له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې طالبانو سره تعامل وکړي او امريکا دې د افغانستان کنګل کړې شتمني د طالبانو واکمنۍ ته په واک کې ورکړي.

له دې سره تر اوسه هیڅ کوم هیواد د طالبانو واکمني په رسميت نه ده پېژندلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب