دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهفیفا وايي، یو شمېر نور افغان ښځینه لوبغاړې یې بهر ته ایستلي

فیفا وايي، یو شمېر نور افغان ښځینه لوبغاړې یې بهر ته ایستلي

تاند(پنجشنبه، د میزان ۲۸مه) د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا وايي، په وروستۍ یوه اوونۍ کې یې د قطر د حکومت په مرسته له افغانستانه د فوټبال او باسکټبال ۵۷ نورې ښځینه لوبغاړې ایستلي دي.

د دې فدراسیون په وینا تراوسه پورې یې د فوټبال او باسکټبال ۱۰۰ لوبغاړې او د هغوی د کورنیو غړي له افغانستانه ایستلي دي.

تر دې وړاندې تېره میاشت فیفا ۱۶۵ تنه افغانان، چې د بایسکل ځغاستې د ټیم لوبغاړې هم پکې وې، البانیا ته ورسولې.

د فیفا ريیس ګیني انفانتینو د قطر له حکومت او د البانیا له صدراعظمه مننه وکړه چې له دوی سره یې په دې بشري چاره کې مرسته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب