دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهپر وارداتي برېښنا چاودنه، افغانستان بيا تورتم شو

پر وارداتي برېښنا چاودنه، افغانستان بيا تورتم شو

تاند:( پنج شنبه، د ميزان نهه ويشتمه) ‏د افغانستان بريښنا شرکت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د کابل په قلعه مراد بيګ سيمه کې د وارداتي بريښنا پر يوه لاين چاودنه شوې او د کابل په ګډون د ځينو ولايتونو بريښنا ورسره قطع شوې ده ‌

د ياد شوي شرکت په يوه اعلاميه کې راغلي، چې دا چاودنه د وارداتي برېښنا پر ۲۲۰ کيلو واټه لاین شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې سيمې ته د بريښنا شرکت تخنيکي کسان رسيدلي او له وضعيت مساعدیدو سره به د لاین د رغونې چارې پيل شي.

بريښنا شرکت نه دي ويلي، چې چاودنه چا او ولې رامنځته کړې ده؟

د جمهوري نظام پر مهال د داسې چاودنو پړه پر طالبانو اچول کېده، خو اوس نه ده معلومه، چې دا پېښه به چا رامنځته کړې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانان د ژمي له رارسيدو سره، د وارداتي برېښنا د قطع کيدو په اړه انديښمن دي.

افغانستان د يادې بريښنا له کبله له سیمه ییزو هېوادونو ډېر پوروړی دی، خو ځينو صادرونکو د بريښنا د نه پرې کولو ډاډ ورکړی.

څو ورځې مخکې هم د افغانستان وارداتي برېښنا په شمالي ولايتونو کې د يوې ورته پېښې له کبله قطع شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب