یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهامریکا په پاکستان کې د خپل نوي سفیر په وسیله افغانستان څاري

امریکا په پاکستان کې د خپل نوي سفیر په وسیله افغانستان څاري

تاند:( چارشنبه، د‌ ميزان اته ويشتمه) امریکا متحده ایالاتو نن د پاکستان لپاره نوی سفیر ټاکلی، چې له اسلام اباد څخه به د افغانستان وضعیت هم څاري او مدیریت کوي.

د امریکا سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نوی ټاکل شوی سفیر دانلد بلوم نومیږي.

دانلد بلوم، دمګړۍ په تونس کې د خپل هېواد د سفیر په توګه دنده ترسره کوي.

 بلوم په ۲۰۱۹ کې، د تونس لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفیر ټاکل شوی و.

هغه په شمالي افریقا کې د متحده ایالاتو د بهرني سیاست یو مهم لوبغاړی و.

 د بلوم د دندې د نهایي کیدو لپاره به، هغه د امریکا متحده ایالاتو له سنا جرګې څخه د تایید رایه ترلاسه کوي.

متحده ایالاتو په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط سره، په کابل کې خپل سفارت وتړه.

دغه هېواد د طالبانو واکمني په رسمیت نه پېژني او دغه راز یې د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره پانګه کنګل کړې ده.

 پاکستان ته متحده ایالاتو په داسې مهال نوی سفیر ټاکلی، چې له پاکستان سره هم د یاد شوي هېواد اړیکې چندانې ښې نه دي.

څو اونۍ وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله مېرمن وندي شرمن اسلام اباد ته په یوه سفر تلې وه.

هغې ویلي و، چې د سفر موخه یې پاکستان سره پر اړیکو بحث نه، بلکې له دغه هېواد سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې دي.

د متحده ایالاتو په سنا جرګه کې یو شمېر سناتورانو داسې طرحه هم جوړه کړې، چې له مخې یې پر طالبانو او دغه راز د دوی په واک ته رسولو کې د پاکستان د نقش له کبله، پر پاکستان یو لړ بندیزونه ولګول شي.

پاکستان بیا ور باندې لګیدلی تور رد کړی او ویلي، چې طالبانو سره یې په واک ته رسیدو کې مرسته نه ده کړې او یوازینۍ اړیکه یې ورسره دا ده، چې د امریکا په غوښتنه یې دا ډله د سولې خبرو ته کینولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب