یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهحکمتیار: طالبان دې د راتلونکي حکومت او ټاکنو په اړه خپل دریځ...

حکمتیار: طالبان دې د راتلونکي حکومت او ټاکنو په اړه خپل دریځ روښانه کړي

تاند:( چارشنبه، د‌ ميزان اته ويشتمه) د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په یوه تازه مرکه کې له طالبانو غوښتي، چې د راتلونکي حکومت او ټاکنو په اړه ملت او نړیوالو ته خپل دریځ روښانه کړي.

حکمتیار له الجزیرې ټلویزون سره په دې مرکه کې اوسنی وضعیت پېچلی ګڼلی او ویلي، چې حاکم شوی طالب حکومت لنډمهاله دی.

د ده په وینا د دغه حکومت وخت نه دی معلوم، خو طالبان باید دا روښانه کړي، چې د راتلونکي حکومت بڼه به څنګه وي او له ټاکنو سره به څه کوي؟

دی زیاتوي، چې طالبانو تر اوسه په دې اړه ملت او نړیوالې ټولنې ته څه نه دي ویلي.

د حزب اسلامي مشر د مسکو د نننۍ ترسره کیدونکې ناستې په اړه ویلي، چې د طالبانو د ګډون له کبله به امریکایان پکې برخه وانخلي.

هغه له همدې کبله زیاتوي، چې دا غونډه به کومه پایله به هم ونه لري ځکه په وینا یې، مقابل لوری په کې نشته.

د حکمتیار په باور، له دې غونډې سره روسان غواړي، چې د نورو پر وړاندې طالبانو ته خپل پیغامونه ورسوي.

انجینر حکمتیار دا هم وایي، چې د مسکو غونډه کې به د افغانستان د ستونزې په اړه برخلیک ټاکونکې خبره نه وي.

‏دا جهادي مشر له دې سره خوا کې اوسنی اوس وضعیت د پخوا په پرتله ښه یادوي او وایي، چې لږ تر لږه هره ورځ ۳۰۰ تنه خپل ژوند له لاسه نه ورکوي، بهرنیان له افغانستانه وتي او جګړه دریدلې ده.

حکمتیار له ملت څخه غواړي، چې طالبانو ته وخت ورکړي ځکه اوس هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

طالبانو د نوموړي د څرګندونو، خاصتاً د اوسني حکومت د مودې، د راتلونکي حکومت د څرنګوالي او ټاکنو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. HEKMATYAAY;
    YOU DID NOT LIKED MARKHOOM MOHAMMED ZAHIR SHAH
    YOU DID NOT LIKED MASOOD RABANI AND MUJADDADI GOVERNMENT
    YOU DID NOT LIKED ASHRAFGHANI SAHIB GOVERNMENT
    NOW YOU START AGAINST TALIBS,
    YOU WILL DIE JUST GO TO MAKAH AND DO HAJ/THEN JUST PRY FOR ALLAH,
    FINISH ANY MORE WITH POLITIC.
    YOU DON,T HAVE PLACE IN THE PEOPLES. YOU CAN NOT BECOME PRESIDENT,
    SLEEP GOOD

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب