جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد کابل په دهمزنګ سيمه کې چاودنه شوې

د کابل په دهمزنګ سيمه کې چاودنه شوې

تاند:( چارشنبه، د‌ ميزان اته ويشتمه) د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې نن د يوې درنې چاودنې غږ اوریدل شوی دی.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعید خوستي رسنيو ته ويلي، چې دغه چاودنه پر يوه موټر د لاسي بم د غورځولو له کبله رامنځته شوې ده.

سرچينې په پېښه کې د دوه تنو ټپي کیدل تایید کړي.

معلومه نه ده، چې ياد شوی موټر د چا اړوند و او ولې د برید هدف ګرځول شوی دی؟

د پېښې مسووليت هم چا په غاړه نه دی اخیستی.

عیني شاهدانو ویلي، چې د چاودنې غږ ډېر لوړ و او دوی د ډېرو زیانونو فکر کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب