Home+آیسلنډي فلم تر ټولو د ډېر بیروونکي فلم جایزه وګټله

آیسلنډي فلم تر ټولو د ډېر بیروونکي فلم جایزه وګټله

تاند (سې شنبه، د میزان ۲۶مه) د آیسنلنډ (وری) فلم د بېروونکو فلمونو په برخه کې د فانتزي او ډاروونکو فلمونو په فیستوال (سیتخس) کې د غوره فلم جایزه وګټله.

د هالیووډ ریپورټر د راپور له مخې، دا فلم، چې د ایسلنډ د والډیمر یوهانسن لومړنی فلم و، سږ کال د فرانسې د کن په فلم فیسیتوال کې هم نندارې ته وړاندې شوی و.

په دې فلم کې، چې د آیسلنډي شپنو کیسه بیانوي، د سکندیناویا فولکلوري افسانې د وحشت له کلاسیکو عناصرو سره اخښل شوي چې حیرانوونکې بڼه یې خپله کړې ده.

د هسپانیا سیتخس فیستوال د اکتوبر په ۸ پیل شوی و او د اکتوبر په ۱۷ مه پای ته ورسېد.

په هسپانیا کې دا فیستوال له ۱۹۶۷ څخه پیل شوی او په نړۍ کې د فانتزي او بېروونکو فلمونو تر ټولو مشهور فیستوال ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...