جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد دوستم پخوانی اسير ملا فاضل د هغه ماڼۍ کې پوځي مرکز...

د دوستم پخوانی اسير ملا فاضل د هغه ماڼۍ کې پوځي مرکز جوړوي

تاند:( سی شنبه، د ميزان شپږ ويشتمه) د طالبانو د دفاع وزارت مرستيال ملا فاضل اخوند وايي، چې د هېواد د سرحدونو د دفاع لپاره يوه پياوړې او ملي اردو جوړوي.

نوموړي شبرغان ښار ته د سفر پر مهال امر کړی، چې د عبدالرشيد دوستم په ماڼۍ کې دې طالبانو ته پوځي مرکز جوړ کړل شي.

فاضل اخوند د ملي اردو د جوړولو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو دغه مشهور قومندان د دوی په لومړۍ دوره واکمنۍ کې هم د دفاع وزارت مرستيال و.

هغه د طالبانو د واکمنۍ په وروستيو کې له دوستم سره د جګړې لپاره د هېواد شمال ته لاړ، چې په ترڅ کې يې اسیر او د دوستم لخوا د طالبانو له سقوط وروسته امریکايانو ته وسپارل شو.

ملا فاضل اخوند امريکايانو ته له سپارل کيدو وروسته، ډېر کلونه په ګوانتانامو زندان کې بندي و.

هغه د امريکا او طالبانو د څو کاله مخکې سولې خبرو پر مهال له ګوانتانامو زندانه خوشې او تېر کال له دوستم سره په مسکو ناسته کې مخامخ شو.

ځينو خبري سرچينو هغه مهال دوستم سره د نوموړي د لفظي شخړې خبر هم ورکړ.

دوستم د جمهوري نظام له سقوط څخه څه موده مخکې خپل پلرني ټاټوبي ته د طالب ضدې جګړې لپاره لاړ او طالبانو ته يې خبرداری ورکړ، چې د ملا فاضل په شان به جنګ کې ماتې وخوري.

دوستم، چې اوس په ترکيه کې دی، د ملا فاضل تازه پریکړې ته يې تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب