یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهحقاني په کانټیننټل کې د خپلو ځانمرګو وارثینو سره لیدلي

حقاني په کانټیننټل کې د خپلو ځانمرګو وارثینو سره لیدلي

تاند:( سی شنبه، د ميزان شپږ ويشتمه) د طالبانو د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني د کابل په انټر کانټیننټل هوټل کې د طالبانو د ځانمرګو بريدګرو له وارثینو سره لیدلي دي.

د هغه وياند قاري سعید خوستي پر خپل ټویټر په يوه لوی تالار کې د را ټولو شويو کسانو عکسونه خپاره کړي.

سعيد خوستي له یو شمېر کسانو سره د يوه طالب مشر ( چې ممکن سراج الدين حقاني وي) هغه عکسونه هم خپاره کړي، چې د هغه شا  پکې ښکاري او خلکو سره ستړي مه شي کوي.

ويل شوي، چې په دې غونډه کې سراج الدين حقاني د طالبانو په واکمنیدو کې د دوی د ځانمرګو بريدګرو رول ستایلی او په درناوي يې د هغوی يادونه کړې ده.

حقاني په دې غونډه کې د ځانمرګو بريدګرو له کورنيو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته کړې او ورته يې د يوې- يوې نومرې ځمکې د ورکولو ژمنه کړې ده.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت نه دي ويلي، چې په تېرو شلو کلونو کې يې څومره ځانمرګي بریدونه کړي او د څومره بریدګرو وارثان دغې غونډې ته بلل شوي وو؟

دا لومړی ځل دی، چې طالب مشران، هغه هم د حقاني شبکې مشر، د دوی له واکمنیدو وروسته د طالبانو د وژل شويو ځانمرګو له کورنيو سره ویني او مرسته ورسره کوي.

ويل کيږي، چې حقاني شبکې د طالبانو ډېر ځانمرګي بریدونه سمبالول او خونړۍ ډله یې وه.

د يادې شبکې مشر او د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني د همدغو تروريستي فعاليتونو له امله د ملګرو ملتونو په نړېوال تور ليست کې شامل دی.

متحده ايالاتو په هغه تر دې مخکې پینځه میلیونه ډالره جايزه ايښې وه، خو له وزیر کیدو وروسته يې دا جايزه ۱۰ ميليونه ډالرو ته لوړه کړه.

سراج الدين حقاني له وزیر کیدو وروسته هم، تر ډېره پټ او له خلکو ورک وي، تر دې چې يو پوره عکس یې هم لا نه دی رسنیز شوی.

د هغه تر څنګ د طالبانو د ۱۶ نورو وزيرانو نومونه په نړیوال تورلیست کې شامل دي.

4 COMMENTS

  1. د کنړ ولایت په مر کز کی د یوی کونډی ښځی ددوه تنکو ماشومانو قیصه راته يو نږدی خپلوان می وکړه چی عمرونه يی د لس او دولسو کلونو وو.

    مور به يی ورته هر سهار پړپوس پخولو او په وړو وړو دیکجو کی به يی ورته اجوه او دوۍ به بیا د اسعد اباد په بازار کی د سرک په غاړه خرڅولو او د خپلو تنکو لاسونو یو ځه حلاله ګټه به يی خپلی کونډی مورته برابروله

    یوه ورځ د حزب اسلامی د یو قومامندان موټر چی خان جان په نوم نومیده ددوۍ تر خوا په بازار کی تیریده چی د تالبانو ځان مرګی برید ورباندی وشو چی خان جان قوماندان پکی ووژل شو او تالبانو ددې پیښی د قرمانۍ پړه هم په غاړه واخسته

    دا دوه تنکی ماشومان هم چی د سړک په غاړه يی پړپوس خرڅولو او خپلی کونډی مورته به يی یو څو حلالی پیسي پیداکولی پدی ځانمرګی برید کی ووژل شو. ددوۍ د تنکو جسدونو تر څنګ چی په وینو لت پت پراته و تر خوا يی هغه دیچکوټی هم چی پړپوسان يه يی پکی خرڅول سوری وری پراته و.

    د تالبانو د ځانمرګی بریدونو یوه وړه بیلګه

  2. تف لعنت د په د وارثينو وي چي د وړوماشومانو ژوند يي دد وحشيانو د قدرت او خيټو قرباني کړل.
    دد دواړو نا وليو انځور ته چه ګورم دا لعنتي پلار په کوم انسانيت او سلاميت د ځان د فخر او خوشحالي لپاره د جلاد ته غيږ ورکوي نوره ليکنه نه شم کولای.

  3. دا د انګریز د سیمه ایز ناولی او خونړی تئاتر دریمه یا څلورمه برخه ده البته لومړۍ برخه ئې د لندن په لابراتوارونو کی د هغه مخدره موادو څخه د جوړ سوی ټابلیټونو د اغیز نتیجه وه کومه چی د انتحاری احمق کس تر سترګو د وطن د بې ګناه انسان وینه د جنت حوره ښکارېده ( البته د جنت د حورو د شتون په حقانیت کی هیڅ شک نسته ) خو جلال الدین حقانی او د هغه بړوه دوستان او لارویان به ترې بې برخی وی ځکه دا حرفه ای او مزدور: قاتلین وه او قاتلین دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب