یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد امریکايي پوځیانو د نامنظمه وتلو په اړه پلټنې کېږي

د امریکايي پوځیانو د نامنظمه وتلو په اړه پلټنې کېږي

تاند (سې شنبه، د میزان ۲۶مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرمفتشې له افغانستانه د امریکا د نامنظمو وتلو په اړه پلټنې کوي.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزارت سرمفتشې به په افغانستان کې د بایډن د حکومت د وروستیو دیپلوماتیکو اقداماتو په اړه هم څېړنه وکړي.

په امریکا کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو پر څرنګوالي ډېرې نیوکې کېږي او له دې سره په متحدو ایالتونو کې د ولسمشر بایډن محبوبیت خورا کم شوی دی.

د سرمفتش له لوري د پلټنو په لړ کې به افغانانو ته د ځانګړو وېزو د ورکړې، په کابل کې د امریکا د سفارت د تخلیې، امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو د رسولو او ځای پر ځای کولو په اړه هم غور کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرستې سرمفتشې دیانا شاو کانګریس ته وویل چې د دې دفتر په افغانستان کې د امریکا د پوځي او دیپلومانیکو ماموریتونو د پای ته رسېدو په اړه د څو پروژو په هکله پلټنه پیلوي.

اغلې شاو د امریکا د سنا او استازو جرګو د بهرنیو چارو او استخباراتي کمېټو ته په یوه لیک کې کښلي دي:

«د پلټنې له کار سره د کانګریس لېوالتیا او د سرمفتشانو د همږغۍ د اړتیا ځانګړو شرایطو ته په پام غواړم چې د کانګریس غړي له دې موضوع خبر کړم.»

د دفاع وزارت او د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي په شمول د نورو سرمفتشانو دفترونه هم ښايي له افغانستانه د وتلو په اړه پلټنې پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب