جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستان اقتصادي ناورين؛ يو ډالر ۱۷۳ کلدارو ته رسیدلی

د پاکستان اقتصادي ناورين؛ يو ډالر ۱۷۳ کلدارو ته رسیدلی

تاند:( سی شنبه، د ميزان شپږ ويشتمه) د پاکستان د اقتصادي ناورين له پراختيا سره، د یوه امریکايي ډالر بيه تر ۱۷۳ پاکستاني کلدارو رسیدلی دی.

اقتصادي شنونکو، د کلدارو دا بې ارزښته کیدل بې ساري ګڼلي او ويلي، چې د پاکستان وضعيت ورسره ډېر زيانمن شوی.

د ويل شوي، چې د کلدارو د دې تاريخي کم ارزښته کیدو دليل، د پېسو نړيوال صندوق سره د دغه هېواد د خبرو ناکامېدل دي.

 د پاکستان د مالیې وزير هغه راپور رد کړی چې ګواکې د پېسو د نړيوال صندوق سره د يو میليارډ يورو د پور د قسط په اړه خبرې اترې بې نتيجې وې.

دغه خبرې اترې د اکتوبر له څلورمې څخه تر پنځلسمې نیټې پورې ترسره شوې وې.

د پاکستان د مالیې وزير ويلي، چې د پېسو له نړيوال صندوق سره خبرې اترې په مثبت ډول رواني دي او د پای ته رسېدو کوم ع مهال ويش نه دی ټاکل شوی.

ويل کيږي، چې د دواړو خواوو ترمنځ په جون میاشت کې د ورته خبرو اترو په ترڅ کې د پور د قسط د ورکړې د شرطونو په اړه کوم توافق نه وو شوی.

تمه کيږي، چې د کلدارو بيه به تر دې هم پريوځي او پاکستان به نور اقتصادي زيانونه ګالي.

پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له کبله د پيسو د نړيوال صندوق په خړ لیست کې هم شامل دی.

دغه ستونزه هم د پاکستان د اقتصادي وضعيت د خرابيدو لپاره مرستندوی عامل ګڼل شوی.

د پاکستان يو شمېر ترهګرۍ ضدو جريانونو تل خبرداری ورکړی، چې له ترهګرۍ څخه د پاکستان ملاتړ به دغه هېواد خطرناکو لوريو ته سوق کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب