تاند:( سی شنبه، د ميزان شپږ ويشتمه) په روسيه کې د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام سفير سيد طيب جواد وايي، چې روسيې د طالبانو د واکمنۍ د نه په رسميت پېژندلو ډاډ ورکړی.
نوموړي له مسکو ټایمز سره په مرکه کې ويلي چې د طالبانو د واکمنۍ تر نه په رسميت پېژندلو پورې به د ده په مشرۍ د افغانستان سفارت د افغانستان تر درې رنګه ملي بیرغ لاندې خپلې چارې مخته يوسي.
د سيد طيب جواد په خبره، په مسکو کې د طالبانو په ګډون د افغانستان په اړه ترسره کيدونکی سبانی کنفرانس د طالبانو د واکمنۍ د په رسميت پېژندلو په مانا نه ده.
هغه نه دي ويلي، چې د افغانستان سفارت به په دې کنفرانس کې ګډون يا همکاري ولري کنه؟
مسکو ټایمز لیکي، چې په مسکو کې د افغانستان سفارت اوس هم په خپله وېبپاڼه کې طالبان يوه ترهګره ډله ګڼي.
ويل کيږي، چې ياد شوي کنفرانس ته د افغانستان د قضيې نور افغان لوري نه دي بلل شوي.
يوې باخبرې سرچينې تاند وېبپاڼې ته وويل، چې د روسیې د سباني کنفرانس يو عمده هدف د طالبانو واکمنۍ ته د رسميت پېژندلو لپاره لابي او له تاجيکستان سره د طالبانو د ترينګلو اړيکو د ښه کولو هڅه ده.
طالبانو ويلي، چې ياد شوي کنفرانس ته به يې د رئيس الوزرا د مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ يو لوړ پوړی پلاوی سفر وکړي.
په سباني کنفرانس کې د ۱۰ هېوادونو د استازو د ګډون خبر ورکړل شوی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و، چې د افغانستان له خاورې منځنۍ اسيا ته تر ۲ زړو پورې داعش جنګیالي د اوښتو پلان لري.
هغه زياته کړې، چې په دې اړه به خپلې اندیښنې له طالب استازو سره په مسکو غونډه کې شريکې کړي او که اړتيا شوه، په افغانستان کې به د داعش ډلې پرضد عملیات وکړي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي بيا ويلي، چې داعش ډله په افغانستان کې پوځي ځواک او مرکزونه نه لري، خو ناسم تبليغات یې په ګټه روان دي.