جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهامريکايي چارواکي: خليلزاد طالبان پياوړي او جمهوريت کمزوری کړ

امريکايي چارواکي: خليلزاد طالبان پياوړي او جمهوريت کمزوری کړ

تاند:( سې شنبه، د ميزان شپږ ويشتمه) د امريکا متحده ايالاتو نيوزويک رسنۍ د يو شمېر امريکايي چارواکو له خولې ليکلي، چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد طالبان د فشار اچولو لپاره پياوړي او د افغانستان پرځول شوی جمهوري نظام کمزوری کړ.
دغې رسنۍ د نوم نه خپرونکو امريکايي چارواکو په حواله، خليلزاد په دې هم تورن کړی، چې د افغانستان په اړه يې د امريکا متحده ايالاتو په دولت کې دننه هم د چا خبرې نه اوريدې.
نيوزويک د زلمي خليلزاد له خولې وايي، چې د هغه د استعفا بهیر پېچلی دی، چې په راتلونکو اونیو کې به يې په اړه نور معلومات ورکړي.
ځينو سرچينو ويلي، چې خليلزاد استعفا نه ده کړې، بلکې ګوښه شوی دی.
افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم ويلي:« ‏دښاغلي خلیلزاد دنده پرته له نیکنامۍ پای ته ورسیده.ده دامریکا ماموریت صادقانه ترسره کړ»
د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن د نوموړي د استعفا خبر تایید کړی او ويلي، چې توماس وست يې د نوموړي ځای ناستی ټاکلی دی.
خليلزاد پخپله استعفا پاڼه کې ويلي، چې په افغانستان کې يې د امريکا جګړه پای ته ورسوله، خو په افغانستان کې سوله تامين نه شوه.
نوموړي زياته کړې، چې افغانان د خپلمنځیو خبرو په کامیابولو ونه توانېدل او د سولې هڅه کاميابه نه شوه.
زلمي خليلزاد دا هم ویلي، چې د طالبانو بریالیتوب وروستی فصل يا پړاو نه دی.
د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل، چې د خليلزاد د سولې د هڅو منتقد و، په خپل غبرګون کې نوموړی يو مکار او شرجوړونکی کس ياد کړی.
نبيل ويلي، چې خليلزاد په افغانستان کې له فاجعې جوړولو وروسته، له میدانه ووت.
زلمي خليلزاد په ۲۰۱۸ کې له طالبانو سره په قطر کې له ۱۸ مياشتينيو مذاکراتو وروسته، د افغانستان د تېر جمهوري نظام په غياب کې د سولې تړون لاسليک کړ، چې د منتقدینو په وینا طالبان يې په نړیوال سټيج کې مطرح او د جمهوري نظام د سقوط مقدمه سازي یې وکړه.
خليلزاد بیا د خپلو هڅو دفاع کړې او بې واکه شوی ولسمشر اشرف غني يې د طالبانو خپلو هڅو د ناکامۍ علت ګڼلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب