Homeخبرونهپاکستان افغان سوداګرو ته ۵ کلنې ويزې ورکوي

پاکستان افغان سوداګرو ته ۵ کلنې ويزې ورکوي

تاند:( سی شنبه، د ميزان شپږ ويشتمه) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وايي، چې هېواد يې افغان تجارانو ته پينځه کلنې وېزې ورکوي.

هغه په يوه خبري غونډه کې وويل چې دا پريکړه د دغه هېواد د کابینې په غونډه کې شوې ده.

د شيخ رشيد په وينا، د دې تر څنګ دا پريکړه هم شوې ده چې اوس ټول افغانان کولی شي بغير له فیسه ان لاين وېزې واخلي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نه دي ويلي، چې د پينځه کلنو وېزو د پيل نېټه کومه ده.

شيخ رشيد زیاته کړه چې پخوا به يې اته نيم ډالره فیس اخیست چې اوس د دې کال تر اخره ځنډولی دی.

 نوموړي وويل چې د جعلي وېزو د مخنيوي لپاره به له افغانستانه د هر ورتلونکي کس د ګوتو نښې يا فينګر پرنټ اخیستل کېږي.

څه موده مخکې د پاکستان صدراعظم عمران خان وويل، چې د قانوني اسنادو لرونکي افغانان د ګیټ پاس له سند پرته هم دغه هېواد ته ورتلای شي، خو په دې ژمنې عمل ونه شو.

افغانان په ټوله کې د پاکستان ورته ژمنو ته د شک په سترګه ګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...