دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهخرم: د خليلزاد دنده په نېک نامۍ پای ته ونه رسيده

خرم: د خليلزاد دنده په نېک نامۍ پای ته ونه رسيده

تاند:( سې، د ميزان شپږ ويشتمه) د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د استعفا په اړه غبرګون ښودلی.
نوموړي ويلي:« ‏دښاغلي خلیلزاد دنده پرته له نیکنامۍ پای ته ورسیده.ده دامریکا ماموریت صادقانه ترسره کړ»
خرم دا هم ويلي، چې خليلزاد ته امریکا ډېر واک نه و ورکړی او لازم باور يې پرې نه درلود.
دی په دې اړه ليکي:« تنهایي ملاقاتونو ته تقریباًنه پریښودل کېده،څه چې وشول امریکا هماغه غوښتل،که دده اختیار وای ډاکټر غني دومره دسولې تخریب نشو کولی،ښکاري دنوموړي د تحلیف مراسمو ته یې هم دده دخوښې خلاف ورلیږلی وي.»
د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن د نوموړي د استعفا خبر تایید کړی او ويلي، چې توماس وست يې د نوموړي ځای ناستی ټاکلی دی.
خليلزاد پخپله استعفا پاڼه کې ويلي، چې په افغانستان کې يې د امريکا جګړه پای ته ورسوله، خو په افغانستان کې سوله تامين نه شوه.
نوموړي زياته کړې، چې افغانان د خپلمنځیو خبرو په کامیابولو ونه توانېدل او د سولې هڅه کاميابه نه شوه.
زلمي خليلزاد دا هم ویلي، چې د طالبانو بریالیتوب وروستی فصل يا پړاو نه دی.
د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل، چې د خليلزاد د سولې د هڅو منتقد و، په خپل غبرګون کې نوموړی يو مکار او شرجوړونکی کس ياد کړی.
نبيل ويلي، چې خليلزاد په افغانستان کې له فاجعې جوړولو وروسته، له میدانه ووت.
د طالبانو د فرهنګي کمیسیون يوه غړي محمد جلال ويلي، چې خليلزاد نور پر ټویټر مه څارئ.
نورو افغان او امريکايي لوریو تر اوسه غبرګونونه نه دي ښودلي، خو تمه کيږي چې په دې اړه به بحثونه دوام لري.
زلمي خليلزاد په ۲۰۱۸ کې له طالبانو سره په قطر کې له ۱۸ مياشتينيو مذاکراتو وروسته، د افغانستان د تېر جمهوري نظام په غياب کې د سولې تړون لاسليک کړ، چې د منتقدینو په وینا طالبان يې په نړیوال سټيج کې مطرح او د جمهوري نظام د سقوط مقدمه سازي یې وکړه.
خليلزاد بیا د خپلو هڅو دفاع کړې او بې واکه شوی ولسمشر اشرف غني يې د طالبانو خپلو هڅو د ناکامۍ علت ګڼلی.

2 COMMENTS

  1. خرم صاحبه تاسی هم چندان نیکنامه نه وئ، افغانستان مو وشرماو، په دې څلویښت کلونو کې پښتانه ځپ ځپ او ټوک ټوک شول له تعلیم شفاخانی، سړک، تمدن، اتحاد او اتفاق څخه محروم شول ټوله جګړه دپښتنو په سیمه کروندو او اباغونو کې وه تا او کرزی او زلمی هیواد مل عبدالله او مسعودیانو ربانیانووټول امتیازات پنجشیریاتو ته ورکول نړیوالی مرسیتی مو په مفسدینو خاک و دود کړی مارشالی مو وشرموله او د پنجشیر ۳۷۰ جنرالانو ټوله ورځ پاکستان ته مخبری او جا سوسی کوله دیتاسی وزیر برق بندونه نه جوړول بلکی لا یی ورانول دا نو دیتاسی حکومت و؟  خدای مو غرق که ورک خو سوئ وخو شرمیدی خو خدای مو له بیخه تباه کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب