دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+بدلون: ناپوهي، ټوکې او که د تعليمي نظام د ړنګولو پلان؟

بدلون: ناپوهي، ټوکې او که د تعليمي نظام د ړنګولو پلان؟

محمد اسماعيل (عندليب)

دوه مياشتې او څلور ورځې بشپړې شوې، چې پخوانی حکومت ړنګ، او واکمني طالبانو تر لاسه کړې، طالب مشرانو په لومړي سر کې ويلي و، چې د حکومتدارۍ ټولو خواوو ته به پوره پاملرنه وکړي، خصوصاً د زده کړې برخې ته به متوجه و اوسي.

د اوسني ضعيت په هره برخه کتاب کتاب خبرې کېدای شي، خو زده کړه بيا تر ټولو مهمه ده، امارت له پخوا څخه هم د پوهنې او لوړو زده کړو کميسيونونه درلودل، تمه وه چې د پوهنې او زده کړو په برخه کې به ډېر عاجل اقدامات وشي، ځکه علماء تر ټولو زيات ټينګار په علم کوي.

سمه ده، چې حکومت نوی شوی، حوصله پکار ده، خو تر هغه وخته چې پلان ګذاري وي، د اقداماتو تاثيرات وي، کارونه د بهبود پر لور روان وي، بيا کېدای شي، چې وضعيت په اسانۍ درک کړای شي، خو که تېروتنې ولېدل شي، نو بيا د حوصلې او انتظار خبره غلطه ده.

د لوړو زده کړو وزير صيب څرګندونې مو اورېدلي دي، د کابل پوهنتون په رياست کې بدلون مو ولېد، د خصوصي پوهنتونونو لپاره د پلان پر جوړېدو کار روان دی، خو طرحه يې نه شته، خو له پوهنتون راښکته د لومړنيو زده کړو برخه کې بيا ستونزې خورا زياتې دي.

زه چې خپله د اولادونو پلار او زده کړو ته يې بشپړه توجه لرم، وينم چې د ښوونځيو زده کوونکي له سختو ستونزو سره مخ دي، پخواني حکومت د افغانستان د حالت په نظر کې نيولو پرته د ښوونځيو لپاره ناسم نصاب جوړ کړی و، خو بياهم په تېرو شلو کلونو کې زده کوونکو تر يو حده سفر کړی و، له تېرو دوه کلونو راهيسې د کروناله کبله دا سفر هم ټکنی او ځنډنی شو، او کله چې د اشرف غني حکومت نسکور شو، نو زده کوونکي لا پسې شاړ شول.

که د دوه کلونو په موده کې يو زده کوونکی د يوې مياشتې په اندازه سبق هم ونه وايي، او بيا له يو ټولګي بل، او له بل څخه بل ته بريالی شي، ايا بيا يې راتلونکي ته څومره تمه درلودلای شو؟

دا يو بیل بحث دی؛ خو زه غواړم د انجونو د زده کړې په اړه لنډې خبرې وکړم، نوي حکومت په لومړي سر کې اعلان وکړ، چې انجونې دې ښوونځيو ته نه راځي، څو اونۍ وروسته يې اعلان وکړ، چې تر شپږم ټولګي پورې انجونې ښوونځيو ته تللای شي.

تېره اونۍ مو واورېدل چې په ځينو شمالي ولايتونو کې تر دولسمو ټولګيو پورې د انجونو زده کوونکو پر مخ ښوونځي پرانيستل شوي، او خپلو زده کړو ته دوام ورکوي، د ياد سمت په ځينو نورو ولايتونو کې هم د انجونو پر مخ د ښوونځيو د بشپړ پرانيستل کېدو خبر ورکول شوی دی، خو په نور هيواد کې د هيچا خوله هم نه پرانيستل کيږي، چې ولې انجونو ته د زده کړې اجازه نه ورکول کيږي؟

که منطقي وغږېږو، نو  هغه ولايتونه چې په کې  انجونو ته تر دولسمو ټولګيو د زده کړې اجازه ورکول شوې، ساړه ولايتونه ده، لکه بدخشان، زموږ هيواد چې دوه تعليمي موسمونه لري، او اوس چې سوړ ژمی را روان دی، ژر به په يادو ولايتونو کې ښوونځي رخصت شي، خو له بلې خوا په تودو سيمو کې چې په ژمي کې به هم ښوونځي پرانيستي ي، لکه ننګرهار، هلته بيا انجونې اجازه نه لري، چې ښوونځي ته ولاړې شي.

عقلاً د دې دامعنی ده، چې په سړو سيمو کې به انجونې نهايت دوه مياشتې سبق ووايي، خو په تودو سيمو کې به بيا انجونې څو مياشتې له سبق بې برخې وي.

نو که چېرې حکومت تګلاره او قانون جوړوي، هغه د ټول هيواد لپاره وي نه د يوې سيمې لپاره، او بايد په يو وخت کې نافذ شي، او که چېرې داسې نه وي، نو بيا پوښتنه کيږي، چې اوسني واکمن څه ډول په ځينو سيمو کې د زده کړو دروازې پرانيستې او په بله کې بندې ساتي.

که په لنډو ټکو کې ووايم، په تېرو شلو کلونو کې پښتون ميشتو سيمو کې په مسلسل ډول جګړې وې، او نه يوازې د پخواني حکومت بلکې د بهرنيانو لخوا هم پښتانه د تروريست بودن په تور تر ګوزارونو لاندې وو، اوس چې يوازې امن په نظر کې  نيسو، او خوښي کوو، بيا هم پښتون ميشتې سيمې له تعليم څخه بې برخې کيږي.

سوال داپېداکيږي، چې د افغانستان دتعليمي نظام او په ځآنګړي ډول د انجونو د زده کړې سره مسخرې روانې دي، که واکمن وضعيت نه شي درکولای، پوهيږي نه، او که قصداً  د پښتون ميشتو سيمو وګړي له زده کړو او پرمختګ لرې ساتل کيږي، دلته بيا په ناديده ډول کومه بهرنۍ اجنډااو څوک پر مخ وړی؟

که په واقعيتونو وغږېږو، نو پخوا دا ګيله وه، چې غير پښتانه واک زيات لري، او پښتون د حکومت لخوا ډبول کيږي، خو د اوسني حکومت ډيری مشران بيا هم پښتانه دي، البته انجونې د دوستم د کلي ښوونځي ته روانې دي، او  د ملابرادر صاحب د کلیوالې بيا هم په کاله ناستې دي.

ګيله دا نه ده، چې ولې د يوې سيمې انجونې زده کړې پر مخ وړي، ګيله دا ده چې د بلې سيمې ولې محرومې دي؟

نيوکه دا نه ده، چې ولې يو چاته اجازه ورکول کيږي، بلکې نيوکه دا ده چې همدا جازه ولې بل ته نه ورکول کيږي؟
پوښتنه دا نه ده، چې داسې قانون ولې جوړ شوی، پوښتنه داده چې ولې داقانون نيمګړی دی، يا يوازې د يوې سيمې لپاره دی؟

له اوسنۍ ادارې غواړو، چې که نورو برخو کې وخت غواړي، نو هغه به داسې چارې وي، چې وروسته يې جبران کېدای شي، خو چې د زده کړې وخت تېر شي، هغه نه جبران کيږي، بايد عاجله پاملرنه ورته وشي، موږ په ټول هيواد کې انجونو ته د شريعت په رڼا کې د تعليم غوښتونکي يو، او که دا توپيري چلند همداسې روان وي، نو دابه قصدي عمل وبلل شي.
2021-10-19

2 COMMENTS

  1. talibs must support afghan education system.
    with education our country will get progress.
    /enginiring/agrecalture/banking&financial system health&pharmacy
    can not go forward without EDUCATION
    NOW IS CENTURY OF SCIENCE/COMPEUTER&TECHNOLOGY
    TALIBS MUST HAVE DEPLOMACY WITH WORLD AND DONOT KEEP FROZEN OUR KNOWLEDGE.
    THANK YOU

  2. کار ورباندی روان ده

    کله کله د طالبانو کړووړو ته چې سړی وگوري هک پک پاتی شي ، دوي په خپل ټول پنځه کاله اوله دوره کی تر آخره دی پايلی ته ونه رسیدل چې میرمنی د کار او نجونی د زده کړی حق لري ، انځور او ویدو د دی عصر یو اړتیا ده او په هیڅ کوم بل اسلامی هیواد کی منع شوی ندی. لکه نن غوندی هغه وخت به هم چا چی به د میرمنو د کار او یا د نجونو د زده کړی خبره کول دوي به همدا یو ځواب درلود « کارروان ده راتلوتکي کی به پریکړه وشي»خوتر آخره دوی دی نتیجی ته ونه رسیدل چې دښځو او نجونو د کار او زده کړی حق ومني خوایله پنځلس کاله وروسته ، پدی ورستیو کلونو کی يوڅه عقل ورباندی غالب شو، انځور او ویدو یی له خپل تور لست نه وویست اوطالبانوخپله سلګونه انځورونه او ویدوګانی چی په خپل اوله دوره کی ورته غیراسلامی ښکاریده په اجتماعی میډیا لکه ټویټر او فیس بوک کی خپاره کړل. نن سبا زموږ هیواد کی یو ځل بیا هماغه حالت راغلی، اوس هم هماغه ستونزه ده د نجونو د زده کړى او د ميرمنو د کار په اړه طالبان بیا هماغه دشلو کلونو مخکې ځواب تکراروي ( کارورباندی روان ده )
    که د میرمنو د کار په باره کی پوښتنه وي یا دنجونو د زده کړی په باره کی او یا د دولت د مامورینو د معاش او تنخواپه باره کی هماغه یو ځواب ده ( کارورباندی روان ده) څرګنده نده چې دا کار چيرى روان ده؟ آيا هغه کسان چى پدى اړه پريکه کوي د دى کارصلاحيت لري؟ دا يو کس دى يا د نارينه و کومه ډله ده ﴿ ميرمنى خو بيلدى هم د طالبانو په امارت کى د داسى پريکو حق نلري) څه وخت به دا کار خلاصیږي ؟ ، دا پريکړې چيرى کيږي ؟ اصلي چارواکي د کرښى هاخوا لاهور کى ناست نوي؟ د نجونو زده کړه او د مىيرمنو کار يوازنئ ستونزه نده چې طالبان د ( کار ورباندى روان ده) تر پلمې ﻻندى حاضر ندي ولس ته په صداقت ځواب ورکړي زموږد هیواد سلګونه بیوزله کورنئ چی د ژوند یوازینی عاید یی همدا میاشتنئ معاش او تنخوا ده ، اوس حتی دی ته اړ شوي چی د خپل کور وروستي سامان الات له مجبوریته وپلوري او د هغه په پیسو خپل بال وبچ ته یو مړۍډوډۍ برابر کړي، خو د معاش په اړه هم د طالبانو ځواب هماغه کليشه اي ځواب “کار ورباندی روان ده”، ده آیا دا کومه پیچلی ستونزه ده؟؟؟ هره ورځ د هیواد څو ملیونه نجونی د خپل طبعی حق یعنی د زده کړی له نعمت نه بی برخی دي خو د طالب د ویاندویانو په خبره کار روان ده
    عجیبه لا دا ده چی څو موده مخکی د طالبانو ویاند مجاهد صیب بی بی سی خبریال سره په مصاحبه کی د ملا هیبت الله په باره کی چی ولی د هغه یو ویدوئی انځور نه خپریږي ؟ هماغه پخوانئ ځواب بیا تکرار کړ
    « کارورباندی روان ده »آیا د خندا وړ خبره نده چی د دوه و دقیقو ویدو د خپریدو پخاطر دا یو میاشت کیږي چی کار ورباندي روان ده . خود طالبانو ټولی کړنی هم په اوله دوره او هم پدی دوره کی بیا داسی ندي، طالبانو ډاکتر نجیب په څو دقیقو کی وواژه ، طالبانو د بامیان تاریخی اثار بی له کومی څیړنی او مشوری له منځه یووړ، پدی څو ورستیو کلونو کی طالبانو سلهاو انسانان بی له محاکمی په لویو لارو کی له موټره ښکته او بی له ، محاکمی په څو دقیقو کی وژلي او د خدای تعالا وربښلی ژوند یی تری اخستی دی ، د اعدام پروسه په ډیرو هیوادو کې لس پنځلس کاله وخت نیسي خو طالبان بیا داسی موضوعاتو ته چی باید پس له کلونو تحقیق عملی شي ځینو وختو کی په څو ګینټو کی د یو انسان ژوند ته د پای ټکی ايښې ، همدا رنګه په ځينو ملي موضوعاتو چې اړينه ده ولس سره په مشورى پريکړه وشي عاجل تصميم نيسي لری به نه ځو طالبانو د افغانستان ملی بیرغ بی له مشوری او د ولس د احساساتو په نظر کی نیولو نه پرته ښکته کړ ، طالبانو بی له کوم مشوری او پوښتنی نه زموږ پر ولس باندی د اسلامی امارت نوم وتاپه دوی حتی دی ته هم انتظار ونه ویست چی د دوي اداره د نړی له هیوادو لخوا په رسمیت وپیژندل شي هغوی د ولس د کومی جرګی او د استازو پریکو ته ونه کاته.لنډه دا چی طالبان هغو کارونو کی چی د هیواد او خلکو د هوساینی پخاطر دي او لازمه ده بیړه ورباندی وشي د ( کار ورباندی روان دی ) تر پلمی لاندی د یوی ورځی نه یی بلی ورځی ته ځنډوي او هغه کارونه چی زغم ، حوصله اومشوری ته اړتیا لري هغه کارونو کی بیا په بیړه پریکه کوي، لوی خدای دې زموږ د هیواد او خلکو ساتندوی وي.
    يادونه / دا ليکنه ما څو ورځې مخکې تاند ته د نشر لپاره استولې خو هيڅ پته يې ونلگيد نودلته مې خپور کړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب