نوراغا رحماني
که د جهالیت دور ته پام وکړو د اسلام په راتګ سره یې، په فردي، ټولنیز، سیاسي، اقتصادي، انساني او حتا هره برخه کې ژور تغیرات رامنځته شول. د اسلام په راتګ د جاهلیت د زمانې ټولې بداخلاقۍ او نیمګړتیاوې پای مومي او په انسانانو یو ځل بیا د ټولنیز ژوند او انسانیت زرین دور پیل کېږي. د بشریت د لرېوالي ټول علتونه له منځه ځي، مساوات قایېمېږي، له انسانه وېره او انسان پالنه خپل ځای د واحد ذات پالنې ته پرېږدي، ژوند یو ځل بیا ټولو ته ارزښتمن کېږي، کرکې، بدبینۍ، ناوړه کلتور، ظلم، بربریت، وحشت او د هرې ناروا ځای، مینه، ورورولي، انسانیت، عدالت، سکون او روا اصول نیسي او د اسلام او عدالت روښانه لمر د نړۍ تورې تیارې څیرې او د ازادۍ انګازه خپرېږي.
که نبوي ټولنه او فردي و ټولنیز ژوند له خپلې ټولنې سره پرتله کړو، د ځمکې او اسمان هومره توپیر یې دی. موږ نه نبوي سیرت خپل کړی او نه یې د خپلولو اراده لرو. زموږ په اړه هغه عامه خبره چې یوازې د تذکرې مسلمانان یو صدق کوي، نور په عمل کې هېڅ نشته، که شته هم تر ډېره د ځان ښودنې په بڼه دي.
د اسلام د پیل ټولنې کومې ځانګړتیاوې لرلې، چې موږ یې نه لرو؟ ولې هغه ځانګړتیاوې نه خپلوو؟ او ولې یو ځل بیا د یوې بشپړې انساني ټولنې بنسټ نه ږدو؟
که د نبوي دور ځانګړتیاوې خپلې کړو او نبوي سیرت د لارې مشال وګرځوو، ټولې بدبختۍ به مو ختمې شي او یو وار بیا به یوه بشپړه انساني ټولنه ولرو. داسې ټولنه چې ویره نه وي پکې حاکمه، بې عدالتي نه وي، تور په سپین او سپین په تور لوړتیا ونه لري او بالاخره انسان له انسان سره د ګوزارې او اوسېدلو هنر زده کړي.
د نبوي ټولنې ځینې ځانګړتیاوې، چې خپلول مو یې نه یوازې په دنیا او اخرت نېکمرغه کوي، بلکې ټولنیز ژوند او حالت مو هم ورسره کېږي:
۱- ایمان او باور
د لومړنیو مسلمانانو تر ټوله غټه تکیه د پیاوړي ایمان او باور لرل وو. دوی په اللهﷻ او د هغه په رسول پوره ایمان او باور درلود او پېشوا یې رسول اکرمﷺ د الله له اوامرو پرته هېڅ شي ته هم لومړیتوب نه ورکاوه. دوی د پیاوړي ایمان په ذریعه د اسلام ډېوه روښانه وساتله او د جاهلیت توره بلا یې د تل لپاره له منځه یوړه.
۲- ثابت قدمي او په خپل ایمان ټینګ درېدل
لومړنیو مسلمانانو ته تر هر څه مهم په خپل ایمان ټینګ درېدل وو. له وهلو ټکولو را واخله د مرګ تر کچې کړوونکو عذابونو پورې ډول ډول تکلیفونه پرې راغلل، خو د اسلام د پایښت او دوام په خاطر یې هر څه وزغمل او د الله له وحدانیته منکر نه شول. همدا د دوی ثابت قدمي وه چې د حق او عدالت دین یې د عروج پوړیو ته ورساوه.
۳- زغم او صبر
د نبوي دور پیاوړې وسیله زغم او صبر وو. حضرت محمدﷺ او اصحابو کرامو یې دومره تکلیفونه وزغمل چې په یادېدلو یې اندامونه رېږدي او زړونه تر پردو وزي. دوی د الله او اسلام په خاطر هر څه وزغمل او اسلام د عروج په پار یې په ټولو ستونزو او تکلیفونو صبر وکړ. همدا د پیاوړي زغم او صبر پایله وه چې په نړۍ یې لوړتیا ورکړه او تر ننه خپلو پیروانو ته د عبرت درس دي.
۴- برابري
په نبوي دور کې ټول مسلمانان یو شان وو. تور په سپین او سپین په تور لوړتیا نه لرله. حتا پېشوا او لارښود یې هم په نورو لوړتیا او له نورو خپل خدمت نه غوښت. یو ځای یې کار ورسره کاوه، ښه او بده او هر څه یې ګډ وو، تر دې چې بوټي یې هم ورته راټولول؛ تر څو ټولنیز طبقات او یو پر بل ټولنیزه برتري یو مخ ختمه شي. د جاهلیت ټول ناروا دودونه ختم شول او حتا ښځو هم خپل ټولنیز موقف تر لاسه کړ. له نارینه وو سره یې اوږه پر اوږه ټولې سختۍ وزغملې، یو ځای یې هجرت ورسره وکړ، اسلام یې زده کړ، غزاوې یې وکړې او د پیاوړې روحیې په لرلو یې د اسلام د پرمختګ په منظور شهادت، کونډېدل، بورېدل او بې سرپرسته کېدل ټول ومنل.
۵- د خوندیتوب احساس
په نبوي ټولنه کې نه یوازې د مسلمانانو بلکې د کفارو هم سرومال، غزت، حرمت او هر څه خوندي وو او د ټولنې هر غړي په پوره ډاډ خپل ژوند کولای شوی. نه څوک له چانه وېرېدل او نه چا د نورو د وېرولو هڅه کوله.
۶- د نورو لاسنیوی
په نبوي دور کې د یو بل لاس نیوی او خیر ښېګڼه عام وو. مسلمان ګاونډی لا څه کوې، چې کافر هم حق درلود. د ناروغۍ پوښتنه یې کېدله، خواړه ورلېږل کېدل، مرسته یې کېدله او حتا ملاتړ یې کېدا. د ټولو ستونزې شریکې وې، لوږه او تنده یې یوه وه او شتمني هم په خلاص لاس یو پر بل مصرفېدله.
۷- ټولنیز اصول عام وو او پر هغو کارونو چې ټولنه پرې نېکمرغه کېدل ټنګار ډېر و.
په نبوي دور کې ټول هغه اصول چې ټولنه پرې نېکمرغه کېږي عام وو. مثلاً: ریښتینولي، سخاوت، مرسته کول، قرباني، وفاداري، په قول درېدل، مهرباني، زړه سوی، بښنه، تېرېدنه د نورو لاسنیوی او نور هر مؤمن د ځان لپاره اړین او خپل مسؤلیت ګڼل او همدا ځانګړتیاوې وې چې یوه بې مثاله او عالي ټولنه یې رامنځته کړه.
۸- ورورولي
نبوي ټولنه د ورورولۍ په ګاڼه سمبال وه. هر مؤمن د بل ورور و، تر دې چې انصارو له مهاجرو سره خپل کور او ټوله شتمني ووېشل. د مسلمانانو تر منځ تل مینه، ورورولي او اخلاص موجود او یو بل ته یې د پیاوړي ملاتړ حیثیت درلود.
۹- عدالت عام و
د اسلامي ټولنې له پیل سره سم د هر مؤمن او مسلمان لپاره یو ډول اصول او قوانین وضع شول. په خاص او عام کې توپیر نه و او نه څوک له دې اصولو مستثنا وو. ظالم که هر څوک و مخنیوی یې کېدا او مظلوم به که د هرې طبقې و حق یې تر لاسه کاوه. پیاوړي او کمزوري، تور اوسپین او حتا نامسلمانو هم په پوره عدالت یو له بل سره ژوند کولو.
۱۰- هر څه یې د خدایﷻ لپاره کول
د نبوي دور په هر څه او هر کار کې د اللهﷻ رضا مطلب وه. دوستي او دوښمني یې د اسلام لپاره وه او حتا هر کار او عمل یې د اسلام له غوښتنې سره سم کاوه. نه یې ښه د ښو په بدل کې وو او نه یې په بښنه، ورکړه، لاسنیوي، ملګرتیا او نورو کې تظاهر موجود و. هر کار او هر عمل یې له زړه نه د الله د رضا په منظور وو.
۱۱- مادیات تر اسلامي او انساني ارزښتونو لوړ نه وو.
لومړنی اسلامي ټولنه تر مادیاتو، ستاینو او شهرت پورې نه وه محدوده او نه یې د اسلام او انسایت په مقابل کې ارزښت درلود. د اسلامي او انساني ارزښتونو لپاره یې ټولې شتمنۍ او مادیات قرباني کول او د هر څه تر مخه معنوي سکون او له الله تعالی سره تړاو مهم وو.
۱۲- د هر چا د حقونو دفاع او ساتنه کېدله
لکه مخکې چې وویل شول ټول مسلمانان برابر وو او د ټولو د حقونو ساتنه د هر چا مسؤلیت و. تر دې چې مسلمان د نورو له غیبت څخه هم منع کړل شوی و، ځاني او مالي زیان رسول خو بېله خبره وه. مسلمانانو ته چې اسلام کوم څه ورکړي وو، نه چا ترې اخیستی شوی او نه یې چا مخنیوی کولای شوی.
۱۳- د ټولنې هر څه ګډ وو
د نبوي ټولنې هر حالت شریک وو او هر حالت ته یو ځای درېدل. لوږې، ستړیاوې، دردونه، محرومیتونه، غم و ښادي او حتا هر حالت یې ګډ و. پېشوا به یې هم خندق ایستل او عادي مسلمان به هم. عادي مسلمان او مشر به په یوه لوښي کې خوراک کاوه، د اوسېدو ځای یې یو شان وو او حتا په ټولنیز ژوند کې هېڅوک یو پر بل ممتاز نه وو.
۱۴- د پېشوا او امتیانو همغږي
د اسلامي ټولنې پیل په همغږۍ ولاړ و. کارونه په مشورو کېدل، هر انسان ارزښتمن و او هر چا خپل حیثیت درلود، خو د خپل حبیب خبره او امر ټولو ته د قدر وړ و او هېچا یې په مقابل کې د درېدلو جرات نه درلود. دوی تل او په هر حالت کې اطاعت کاوه.
۱۵- علم او پوهه تر لاسه کول
په نبوي دور کې د علم او پوهې تر لاسه کول له لومړیتوبونو څخه وو. نبوي جومات یوازې د لمانځه ځای نه و، بلکې د یوه پوهنتون حیثیت یې درلود چې مسلمانانو پکې اسلام او اسلامي لارښوونې زده کولې. کله چې د بدر په غزا کې بندیان ونیول شول، هغه چې لیک او لوست یې کولای شوی او د بدل پیسې ورسره نه وې، د مدینې منورې لسو ماشومانو ته د لیک او لوست د ور زده کولو په بدل کې د ازادۍ تړون ور سره وشو وشو.
۱۶- تر ټولو مهمه دا چې دغه ټولې کړنې یې د ځان مسؤلیت ګڼلې.
د نبوي دور مسلمانانو کارونه د مادیاتو په بدل کې نه کول، بلکې دا ټول یې خپل مسؤلیت باله او په بدل کې یې یوازې د جنت غوښتونکي وو. دوی نه پر چا احسان کولو او نه یې له انسانانو د خپلو کړنو بدله غوښته. د دوی منظور یوازې د اسلامي ټولنې رامنځته او پراخول وو او دا یې خپل مسؤلیت ګاڼه.
کومې ځانګړتیاوې چې پورته ذکر شوې، په سیند کې د څاڅکیو په څېر دي. نبوي ټولنه او سیرت دومره پراخه او اغیزمن دي، چې په ډېرو کتابونو کې نه شي خلاصه کېدی. زما منظور یوازې د میلادالنبيﷺ د ورځې په مناسبت د هغه مبارک د ژوند د یو څو برخو روښانه کول وو او دا مې ضروري وګڼه، چې د یوازې ستایلو پر ځای باید دهغو دورې او د مسلمانانو د یووالي زرینې ځانګړتیاوې روښانه او خپلې کړو. له یوې خوا به مو د بشریت ستر لارښود ستایلی وي او له بلې خوا به مو د هغو مبارک لاره تعقیب کړې وي.
میلادالنبيﷺ مو نېکمرغه!