یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهغبرګونونه څه دي، زلمي خليلزاد له خپلې دندې استعفا وکړه

غبرګونونه څه دي، زلمي خليلزاد له خپلې دندې استعفا وکړه

تاند:( سې، د ميزان شپږ ويشتمه) د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خليلزاد له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن د نوموړي د استعفا خبر تایید کړی او ويلي، چې توماس وست يې د نوموړي ځای ناستی ټاکلی دی.

 خليلزاد پخپله استعفا پاڼه کې ويلي، چې په افغانستان کې يې د امريکا جګړه پای ته ورسوله، خو په افغانستان کې سوله تامين نه شوه.

نوموړي زياته کړې، چې افغانان د خپلمنځیو خبرو په کامیابولو ونه توانېدل او د سولې هڅه کاميابه نه شوه.

زلمي خليلزاد دا هم ویلي، چې د طالبانو بریالیتوب وروستی فصل يا پړاو نه دی.

غبرګونونه

د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل، چې د خليلزاد د سولې د هڅو منتقد و، په خپل غبرګون کې نوموړی يو مکار او شرجوړونکی کس ياد کړی.

نبيل ويلي، چې خليلزاد په افغانستان کې له فاجعې جوړولو وروسته، له میدانه ووت.

د طالبانو د فرهنګي کمیسیون يوه غړي محمد جلال ويلي، چې خليلزاد نور پر ټویټر مه څارئ.

نورو افغان او امريکايي لوریو تر اوسه غبرګونونه نه دي ښودلي، خو تمه کيږي چې په دې اړه به بحثونه دوام لري.

مخکې يو شمېر افغان او امريکايي سياستوالو خلیلزاد تورن کړی و، چې د افغانستان د سولې په اړه د غولونکو او مرموزو هڅو په ترسره کولو يې، په افغانستان کې د امريکا او متحدينو ګډې لاسته راوړنې ضايع او افغان نظام سقوط ته زمینه برابره کړه.

دوی د خليلزاد د محاکمې غوښتنه کړې او هغه يې نه بښل کیدونکی کس ګڼلی.

زلمي خليلزاد په ۲۰۱۸ کې له طالبانو سره په قطر کې له ۱۸ مياشتينيو مذاکراتو وروسته، د افغانستان د تېر جمهوري نظام په غياب کې د سولې تړون لاسليک کړ، چې د منتقدینو په وینا طالبان يې په نړیوال سټيج کې مطرح او د جمهوري نظام د سقوط مقدمه سازي یې وکړه.

خليلزاد بیا د خپلو هڅو دفاع کړې او بې واکه شوی ولسمشر اشرف غني يې د طالبانو خپلو هڅو د ناکامۍ علت ګڼلی.

6 COMMENTS

  1. دا ددجال زوی خنزيرزاد د افغانستان د څلويښتو کلنو د وينو بهونکي او د افغان ولس د وينو تجار وه. تف لعنت په دغه خبيث فاسد موزي حرامي انسان. دده بايد نور هيڅکله په افغانستان کې پښو يښودلو ته اجازه ورنه کړل سي دغه موزي د افغان ولس قاتل ده.

  2. اوس څه فایده. افغانستان ته یی داس ضربه ورکړه چی پنځوس کاله بیا خپل حال ته نشی راتلای لکه بچه سقاو چی یو ځل ضربه ورکړی وه. خلیلزاد موږ د مینځی وینځیتوب ته کینولو. خپله یی د یونیکال لپاره ملا تړلی وه خو افغان ملت سره یی بیحده ظلم او خیانت وکړ. لکه چی دغنی او د افغانانو ازار وواهه عمری وشرمید خلک ورته ذلیلزاد لیکی، خو زه وایم نه لږ ترحم ورباندی وشی ښه ده دا ځکه چی بعضی وخت سیاست وی له ناکامی او بد نامی سره . دا یواځې په لندن کی تربیه شوی پاکستانیان دی چی ټوله دنیا غولولای شی د امریکی سیاست په ساده توب ولاړ دی، خو انګریز بیا د دوکه مار شیطان سکه بچی دی او ای اس ای یی حرامی لمسی دی. دوسره څوک سیالی نسی کولای
    هغه ظلم چی ذلیلزاد افغانانو سره وکړ نسلونه نسلونه به یی هیر نکړی. لعنت دی وی ورباندی

  3. خلیلزاد د یوه افغانی الاصله امریکایی په حیث، دهغه توره او ناکامه کارنامه او خیانت هم د افغانانو او هم د امریکا د تاریخ شرم سو…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب