Homeخبرونهطالبانو ازبکستان ته د خپل پلاوي د سفر جزييات رسنيز کړل

طالبانو ازبکستان ته د خپل پلاوي د سفر جزييات رسنيز کړل

تاند:( يکشنبه، د ميزان پينځه ويشتمه)‏ د طالبانو د اسلامي امارت ، يو لوړ پوړی پلاوی چې پرون په یوه ورځینی سفر ازبکستان هیواد ته تللی و، بیرته کابل ته راوګرځېد.

د‌ دغه پلاوي مشري د طالبانو د رئيس الوزرا مرستيال مولوي عبد السلام حنفي کوله.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په دغه پلاوي کې د سوداګرۍ، اقتصاد، عامې روغتيا، هوانوردۍ، لوړو زده کړو وزيران، د چارو ادارې لوی رئيس، د بهرنيو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت، امنيتي سکتور او د ملي سوداګرو استازي شامل وو.

طالب پلاوي له ازبکستاني لوري سره د دوه اړخيزې سوداګرۍ په پراختيا، په ځانګړې توګه په راتلونکي ژمي کې سون‌توکو او لومړنيو اړتياوو کې زياتوالی، افغان سوداګرو لپاره په ټرانزيټ کې اسانتياوې، روغتيايي سکتور کې همکاري، د سرخان-پلخمري ۵۰۰ کيلو ولټ برېښنا مزي او مزارشريف-کابل-پېښور رېل پټلۍ په باب هر اړخيزې خبرې ترسره کړې.

طالبان وايي، چې دا خبرې اترې د ملا حنفي او د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال عمرزاکوف په ويناوو پيل شوې.

وروسته د دواړوغاړو تخنيکي ټيمونو د دواړو هېوادونو د لیوالتیا وړ مسايلو پر جزئياتو تفصيلي خبرې وکړې.

د دواړو مشرانو په لارښوونه، د دواړو لوريو ترمنځ په ګڼو برخو کې ګډ کاري ټيمونه رامنځ ته شول.

 دغه کاري ټيمونه به پر اړوندو موضوعاتو خبرې کوي او خپلو-خپلو مشرانو ته به د راتلونکو ګامونو لپاره لارنقشې وړاندې کوي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وينا، راتلونکو لسو ورځو کې به لارنقشې بشپړېږي او د دواړو غاړو مشرانو ته به د پرېکړو لپاره وړاندې کېږي.

د مذاکراتو په پای کې هيله ښودل شوي، چې د دواړو غاړو کاري ټيمونه اړوندې چارې ژر بشپړې کړي او عملي ګامونه پورته کړي.

دا د طالبانو له واکمنیدو څخه وروسته، یوه بهرني هیواد ته د دوی د تر ټولو لوړ پوړي پلاوي لومړنی سفر دی.

د ازبکستان ترڅنګ د نړۍ هیڅ هېواد، ان د طالبانو تر ټولو اساسي ملاتړي پاکستان لا د دې ډلې رژيم په رسميت نه دی پېژندلی.

1 COMMENT

  1. دا عجیبه خبر دی ، داسی خبر ډ افغانستان د ملت سره د پاکستان په هکله ډیر سوالونه را منځ ته کولای شی ، چه پاکستان باید د طالبانو د مشرانو به هکله چه یا یی وژلی ، یا یی په زندانونو کښی شکنجه کړی ، او تر اوسه د بعضو مړی او ژندی یی لا درکه ساتلی هم ځواب ووایی ، دا د افغانستان د ملت حق دی او د طالبانو د اسلامی تحریک حق هم دی چه دغه سوالونه د پاکستان نه مطرح او د پاکستان د چارواکو په خاصه توګه د پاکستان د نظامی او استخباراتی چارواکو څخه ددغه حقوقی پوښتنو روغ او قانونی ځواب وغواړی ، د پاکستان ددولت نظامیان څه حق لری چه د افغانانو مشران وژنی ، ترور کوی ، زندانی کوی ، شکنجه کوی ، د افغانستان ملت ، او د پاکستان ولسونه ، مسلمان ملکونه او د حقوق بشر مدعی دولتونه باید پوښتنه وکړی چه د پاکستان نظامیانو د ملا محمد عمر مجاهد ، ملا بورجان ، ملا منصور ، ملا برادار ، ملا عبدالسلام ضعیف ، ملا دادالله ، ملا هیبت الله ، استاد یاسر او…… داسی نورو افغانی آزادی خواهانو چه د خپل ملک د اشغال په ضد یی تلاش درلود ، څه وکړل ، اوولی ، باید د هغو د مرګ او ژوند په هکله د افغانستان ملت ته ځواب ووایی ، پاکستان حق نه لری چه افغانان په خپلو زندانونو کښی وساتی ، که یی جرم کړی وی باید د افغانستان امارت اسلامی ته یی و سپاری ، یا ژوندی او یا یی مړی ! ددی نه بغیر د پاکستان د ښمنی د دوستی تر پردی لاندی په هیڅ ډول د افغانستان مجاهد ملت ته د منلو وړنه وه او نه ده ، د منلو وړ څه چه د انتقام وړ ده ، او دغه انتقام د افغانستان ملت په آسانی د پاکستان د حکومت څخه هر وخت اخیستلای شی ، په تیره په دغه اوسنی مقطع د زمان کښی ، چه پاکستان نه د ننه او نه هم د باندی دوست لری . ددی نه علاوه پاکستان باید افغانستان ته د خپل ۵۰ کلنی جګړیزی لوبی ټول جانی او مالی خسارت ورکړی ، دا په پاکستان پوری اړه لری چه په خپله یوازی دغه پور ادا کوی او که په دغه جګړه کښی د خپلو حامی دولتونو نه. پاتی شوه هغه جنګی جنایات چه پاکستانی نظامیانو او چارواکو په افغانستان کښی کړی ، هغه به د افغانستان د ملت او دولت په غوښتنه ، د جنګی جنایاتو د بین المللی محکمی د طرفه تر څیړنی لادنی نیول کیژی . لنډه دا چه پاکستان په افغانستان کښی د یوه لوی او درانه جرم او خسارت سبب ګرزیدلی ، چه مجبور دی دغه پور په یوه درانه قیمت ادا کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...