یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+د کرکټ نړیوال شل اوره جام پیلېږي

د کرکټ نړیوال شل اوره جام پیلېږي

تاند (یکشنبه، د میزان ۲۵مه) نن / یکشنبه چې د اکتوبر له اوولسمې سره برابرېږي، د کرکټ نړیوال شل اوره جام پیلېږي اود نوومبر تر ۱۴ دوام کوي.

په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون د دوولس هیوادونو لوبډلې برخه لري.

افغانستان له هند، پاکستان او نیوزیلنډ سره په یوه ګروپ کې دی.

په بل ګروپ کې انګلیستان، استرالیا، جنوبي افریقا او ویست انډیز یوځای شوي دي.

ګروپونه د سږ کال د مارچ تر میاشتې پورې د لوبډلو د درجه بندۍ یا رینکونو پر اساس غوره شوي دي.

پر دغو اتو ټیمونو سربېره ۸ نورې لوبډلې په خپل منځ کې لوبېږي. د دغو ټیمونو په منځ کې بنګله دېش او سرلانکا شامل دي چې مخکې تر مخکې په لسو منل شویو یا کوالیفایډ ټیمونو کې شامل دي. د هغوی له منځه به دوه نور ټیمونه هم د نړیوال شل اوره جام سیالیو ته راوځي.

دا سیالۍ په متحده عربي امارات او عمان کې کېږي. او نن لومړۍ مسابقه به د عمان او پاپیو نیو ګینې ترمنځ وي.

د افغانستان لومړۍ لوبه به د اکتوبر په پنځه ویشتمه د شارجې په لوبغالي کې له هغې لوبډلې سره وي چې په لومړي پړاو کې بریالۍ کېږي.

دوهمه سیالي یې له پاکستان سره د اکتوبر په ۲۹ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی