یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهيونيسف: طالبانو د نجونو د ټولو ښوونځيو د زر فعالولو ډاډ راکړی

يونيسف: طالبانو د نجونو د ټولو ښوونځيو د زر فعالولو ډاډ راکړی

تاند:( شنبه، د ميزان څلور ويشتمه)‏ د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتو د ځانګړې ادارې ( يونيسف) مرستيال وايي، چې طالب مشرانو کابل ته د وروستي سفر په ترڅ کې ډاډ ورکړی، چې د نجونو ښوونځي به له شپږمه تر دولسمه په ټول افغانستان کې ډیر ژر پرانیستل شي.

 عمر عبدي په يوه تازه مرکه کې د طالب مشرانو په حواله ويلي، چې د نجونو ښوونځي به د افغانستان په ټولو څلور دیرش ولایتونو کې زر پرانیستل شي.

تر اوسه طالبانو په کندز، بلخ، سمنګان او جوزجان کې نجونو ته اجازه ورکړې ده چې ښوونځیو ته لاړې شي او په رزګان کې یې هم نجونې پرې ایښې دي چې زده کړې وکړي.

عمر عبدي چې تیره اونۍ کابل ته راغلی و، په نیویارک کې یې د ملګر ملتو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل، د طالبانو د پوهنې وزیر ده ته ویلي و چې پر یوه داسې پروګرام کار کوي چې نجونې له شپږم ټولګي پورته هم زده کړې وکړي او د دې پروګرام پر جوړیدو به له یوې تر دوو میاشتو پورې وخت ولګیږي.

 عبدي پر طالبانو غږ وکړ چې اوس هم ډیر وخت وشو چې نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي، ځنډ دې پکې نه راولي.

د طالبانو د تیرې واکمنۍ پرمهال له نولس سوه شپږنویمه تر دوه زره لومړي کال پورې نجونې له زده کړو منع شوې وې او ښځې یې کارونو ته نه پرې ښودې.

د رسمي سرچينو د معلوماتو له مخې، په تیرو شلو کلونو کې د افغان زده کوونکو شمیر لس میلیونه ته ورسید چې څلور ملیونه یې نجونې وې او په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د ښوونځيو شمیر له شپږ زرو اتلس زرو ته زیات شو او د دې پرمختګ سربیره لاهم څه باندې څلور میلیونه ماشومان په افغانستان کې له زده کړو بې برخې وو.

دا ځل چې طالبانو د اګست په پنځلسمه کابل ونیو د نړیوالو فشارونه پرې زیات شوې دي چې نجونې تعلیم ته پرې ږدي.

د طالبانو منتقدین بيا دا ډله تورنوي، چې د نجونو د زده کړو په شان موضوعاتو څخه د خپل رژيم د په رسميت پېژندلو يا لږ تر لږه ورسره د مرستو جلبولو لپاره د فشار د يوې آلې په توګه کار اخلي، خو طالبان داسې تورونه نه تاييدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی