یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهطالب مشر: ملا هیبت الله تېرکال د پاکستان لخوا وژل شوی

طالب مشر: ملا هیبت الله تېرکال د پاکستان لخوا وژل شوی

تاند:( يکشنبه، د ميزان پينځه ويشتمه)‏ د طالبانو يوه لوړ پوړي غړي د نوم نه خپريدو په شرط نيوز ۱۸ ټلویزیون ته د طالبانو د امیر المؤمنین ملا هیبت الله د وژلو خبر ورکړی.

سرچينې ويلي، چې نوموړی تېرکال د پاکستاني ځواکونو په یوه برید کې وژل شوی دی.

سرچينې د برید د وخت، ځای او نورو جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي.

 ‏هیبت الله اخند زاده په ۲۰۱۶ کې د طالبانو د یوه بل امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور له وژل کيدو وروسته د دوی اميرالمومنين ټاکل شوی و.

د هغه د وژل کيدو/ مړينې ادعاوې مخکې هم شوي، خو طالبانو رد کړې ده.

هيبت الله له ډېرې مودې راهيسې لږ تر لږه د يوې غږیږ پيغام تر حده هم رسنیز شوی نه دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د هغه د نه څرګنديدو دلیل امنيتي ګواښونه ګڼلي او ويلي، چې په مناسب فرصت کې به څرګند شي.

د مجاهد په وينا، ملا هیبت الله د طالبانو له واکمنیدو وروسته کندهار ولايت ته راغلی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ملا عبدالباقي حقاني څه موده مخکې په يوه مرکه کې وويل، چې تر اوسه يې هيبت الله له نيږدې نه دی لیدلی.

د هيبت الله د وژل کيدو خبرونه ځينې شنونکي په دې هم تاييدوي، چې د طالبانو د خپلمنځیو اختلافونو د حل لپاره يې کوم رول نه ويني.

د‌ دوی په وینا، که هيبت الله ژوندی وای، د ملا برادر او حقاني ډلې د ادعا شويو اختلافاتو د حل لپاره به د پاکستان د استخباراتو مشر کابل ته نه راتلو ‌

11 COMMENTS

  1. نو بیا تالبانو چی د خلکو نه د ټوپک په زور د مرحوم هیبت الله اخوند لپاره بیعت اخستلی او اخلی يی نو دا به دکوم قانوم اوشریعت له مخی دا کار ترسره شوی وی.
    د اسلام په مقدس دین کی خو د دومره ذلیله دروغجنی او غیر اسلامی تګلاری هیڅ جواز او مثال نه لیدل کیږی.
    تالبانو د خپلو ګټو او واک ته د رسیدلو لپاره د اسلام د مقدس دین ټول بنیادی اساسات او لار ښونې داسی تر خپو لاندی کړی چی په تاریخ کی يی ساری نه لیدل کیږی.
    تالبانو ته ددین ایمان غیرت د افغان ننګ او غیرت، رښتینولۍ او ضمیر په سر سودا کول هیڅ ارزښت نه لری او په تور بازار کی ددې قیمتی توکو په سوداګرۍ کی په ډیره بی شرمۍ او بی حیایۍ لګیا دی. رښتیا وايی ضمیر چی مړ شی نو بیا مزی کوه.

  2. شالو ګله !!! د تاند خبرې د طالبانو درواغ نه دي سي وايي هغه ژوندی ده امرونه راته صادروي فتواګاني راليږي. د مقرري لاسليکونه له د کوټې له قبرستانه کوي او غږ مسجونه راليږي ؟ درواغ خو طالب جان وايي په داسي حال کې الله ﷻ په اسماني کلام کې ويلي لعنت الله علی الکاذبين. او که دغه مقررۍ او امرونه د ای ايس ای مشر صادروي ؟ ليږ خو شرم او وجدان ته بايد سرونه ټيټ کړۍ.درواغ هغه وخت انسان ويلای سي ژوند يې په خطر کې وي. مګر هيبت کاکو خو اوس دوه کاله کيږي سي له دې دنيا رخصت سوی. په کندهار کې نه چا ليدلی او نه چا ورسره کتلي . تاسي خو ددين ستنې ياست ولي له مړه سي هډوکي يې خاوري سوي تر اوسه ژوندی جوړوۍ ؟ کوږ بار تر مزله نه رسيږي شرم ده سي دجهاد توره مو په لاس کې او ښکرور درواغ ولس ته واياست . څنګه هيبت کاکو پيری ده سي څوک يې نسي ليدلای؟ دريغا ستاسي په حال سي دلته درواغ واياست ولس ته خو به مختوري سۍ☹️

  3. نو که طالب ايمان لرلای او د الله ﷻ رښتني بندګان وای درواغ به يې نه ويل ! او د خلکو سترګې به يې په ګوتو نه ورپټولې ؟ بس اللهﷻ سي مړی شرموي به کفن کې غول راووزي. طالب هم سي ځانته د اسلام پتنګان وايي ښکرور درواغ وايي له اللهﷻ يې ويره نسته. الله ﷻ په اسماني کلام کې ددروغجن په هکله ويلي لعنت الله علی الکاذبين.

  4. ټول اسلامي او افغاني ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړل د کابل د بعضې مسجدونو امامان هم د پیغمبر په ممبر ناست ښکرور درواغ وایی، دوي وایی چې دا اسلامي حکومت دی نو ایا اسلامي حکومت د امریکایانو په الوتکه کې د کندهار هوایی میدان ته راځي؟ استغفرالله مسجدونه مو هم له منځه لاړل، نسل مو هم د زده کړې له نعمت څخه محروم شول وایی د جینکیو د زده کړې زمینه برابره نده څرنګه زمینه وختونه یې بیل دی څوک سهار ښوونځی ته ځي او څوک پس له وخت د هلکانو وخت هم معلوم دی نو زمینه څه معنی لري؟ د دوي پرې څه ټول زیان یې ملت ته رسیږی الله تعالی دې خپل خاص رحم کرم وکړی.

  5. درنو و روڼو
    تاسی به یا له ما مشر یا به همزولی یاست. دغو جنګی خبرو، دفتنو ناندریو، د ترویزم له ادبیاتو او انسان وزنی له افتخاراتو تیر شی تمدن او تهذیب ته ورشی نوی کشفیات تشریح کړئ، د یوې مړی ډوډۍ د موندلو لاره وښيئ، له ګدا یی او امریکی ته له سوال کولو د استغنا لاره پیدا کړئ د انګریز د نوکر او حرامی مولود پاکستان څخه د استقلالیت فکر تربیه کړی یعنی نیک لوری ته بدلون وکړئ، نور د جهالت له کندی ووځئ او پښتو قوم ته د انسانی کرامت نوم ورکړئ په خدای دنیا پښتنو پورې خاندی . دغو شلو کلو کې یو شمیر ځوانانو ښه فکر پیداکړی له هزاره او تاجک وروڼو یی ډیر څه زده کړل دهغوی مسئولیت دی چی تاسې سره تنویری کار وکړی په خدای مو سپارم. لطفاً خپه کیږی مه، له دی نه چی لس کاله وروسته پوه شئ او بیا ارمان وکئ له هغه نه همدا اوس ښه ده چی هوښیار شئ. . او بیا هم بښنه وکړئ . دوست به دی وژړوی دښمن به دی وخندوی. چی نه وایم له غمه یی وایم. حقیقت تلخ است
    په ډیر درناوی

  6. خیر یو بل به وپړسوو
    کشمیر ته یو پاکستانی لیږل شوی جنګی هلته مړ شو. ملانا اشرفی د نشی په حال کی بجلیګر مولا وویل
    اّ ه آ پلانی خو مړ شو. بجلیګر وویل : څه پروا کوی دا پاکستان دی یو بل به وپړ سوی
    اشرفی ورته وویل بله ورځ به ما هم پړسوئ
    بچلیګر ورته وویل : نه ته دومره له خوشیو ډک یی چې نور نه پړسیږی

  7. هغه بل يو سنرګی اميرال بابولالي يي هم پاکي دوه کاله ورسته افشا کړو چي مړ کړي يي دی.

  8. مګر همدا طالبان نه وه چی دوه کاله یی د مړ شوي ملا عمر لخوا په اخترونو کې پیغامونه خپاره کول.
    ژر یا وروسته به بیا هم د درواغجنو مخ تور او څرګنده به شي چې ملا هیبت الله هم دوه کاله مخکې مړ شوی او دا ټول مقرری چې د هغه په نوم او امضاء باندی په دروغو اعلان شوي دا ټول درواغ دي ټولی ټاکنی د تش په نامه رئیس الوزرا ملا حسن نه نیولی بیا تر وزیرانو او ۳۸ تنه نور د دولت لوړ پوړي چارواکو ټول د آی ایس آی لخوا ټاکل شوي ، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یو میاشت مخکی وعده کړی و چی د هیبت الله اخوند پر دوه دقیقی ویدو باندی کار روان ده ، څرګنده نده چې دا کار به څه وخت خلاصیږي ، غیر لدی ښکر لرونکي درواغو طالب ویاندویان هره ورځ د خلکو په سترګو خاوری شیندي او د اسلام د مقدس دین د لارښونو پر خلاف خلکو ته درواغ وائي.
    د خدای لعنت د وي پر هغو چې هره ورځ ولس ته درواغ وائي

  9. . دا عجیبه خبر دی هغه هم د افغانستان د ملت د ډیر اوږده انتظار نه وروسته ! که رښتیا وی ، داسی واقعیت بیا د افغانستان د ملت سره د پاکستان ډیری خطرناکه او دوه مخی لوبی په ډاګه کوی شی ، که دا واقعه رښتیا وخیژی نو د د پاکستان په هکله ګڼ شمیر سوالونه را منځ ته کولای شی ، چه بیا به په هیح ډول د پاکستان حکومت د بخښنی وړ نه وی .

  10. دا د کوټې کوټه سپی که مړ وي یا ژوندی، مهم نه دی افغانستان هسې هم د آی ایس آی مدیریت لاندې دی. که ضرورت شي بل به ورته پیدا کړي، اکوني او اقانیه په زرهاوو داسې مړسترګو سپیو ډکې دي

  11. دا عجیبه خبر دی ، داسی خبر ډ افغانستان د ملت سره د پاکستان په هکله ډیر سوالونه را منځ ته کولای شی ، چه پاکستان باید د طالبانو د مشرانو به هکله چه یا یی وژلی ، یا یی په زندانونو کښی شکنجه کړی ، او تر اوسه د بعضو مړی او ژندی یی لا درکه ساتلی هم ځواب ووایی ، دا د افغانستان د ملت حق دی او د طالبانو د اسلامی تحریک حق هم دی چه دغه سوالونه د پاکستان نه مطرح او د پاکستان د چارواکو په خاصه توګه د پاکستان د نظامی او استخباراتی چارواکو څخه ددغه حقوقی پوښتنو روغ او قانونی ځواب وغواړی ، د پاکستان ددولت نظامیان څه حق لری چه د افغانانو مشران وژنی ، ترور کوی ، زندانی کوی ، شکنجه کوی ، د افغانستان ملت ، او د پاکستان ولسونه ، مسلمان ملکونه او د حقوق بشر مدعی دولتونه باید پوښتنه وکړی چه د پاکستان نظامیانو د ملا محمد عمر مجاهد ، ملا بورجان ، ملا منصور ، ملا برادار ، ملا عبدالسلام ضعیف ، ملا دادالله ، ملا هیبت الله ، استاد یاسر او…… داسی نورو افغانی آزادی خواهانو چه د خپل ملک د اشغال په ضد یی تلاش درلود ، څه وکړل ، اوولی ، باید د هغو د مرګ او ژوند په هکله د افغانستان ملت ته ځواب ووایی ، پاکستان حق نه لری چه افغانان په خپلو زندانونو کښی وساتی ، که یی جرم کړی وی باید د افغانستان امارت اسلامی ته یی و سپاری ، یا ژوندی او یا یی مړی ! ددی نه بغیر د پاکستان د ښمنی د دوستی تر پردی لاندی په هیڅ ډول د افغانستان مجاهد ملت ته د منلو وړنه وه او نه ده ، د منلو وړ څه چه د انتقام وړ ده ، او دغه انتقام د افغانستان ملت په آسانی د پاکستان د حکومت څخه هر وخت اخیستلای شی ، په تیره په دغه اوسنی مقطع د زمان کښی ، چه پاکستان نه د ننه او نه هم د باندی دوست لری . ددی نه علاوه پاکستان باید افغانستان ته د خپل ۵۰ کلنی جګړیزی لوبی ټول جانی او مالی خسارت ورکړی ، دا په پاکستان پوری اړه لری چه په خپله یوازی دغه پور ادا کوی او که په دغه جګړه کښی د خپلو حامی دولتونو نه. پاتی شوه هغه جنګی جنایات چه پاکستانی نظامیانو او چارواکو په افغانستان کښی کړی ، هغه به د افغانستان د ملت او دولت په غوښتنه ، د جنګی جنایاتو د بین المللی محکمی د طرفه تر څیړنی لادنی نیول کیژی . لنډه دا چه پاکستان په افغانستان کښی د یوه لوی او درانه جرم او خسارت سبب ګرزیدلی ، چه مجبور دی دغه پور په یوه درانه قیمت ادا کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی