تاند (جمعه/د تلې ۲۳مه) — د ترکیې جمهوریت په بلنه ورغلي افغان هیئت سره په غونډه کې د ترکیې جمهوریت د ملي بیرغ ترڅنګ د افغانستان د ملي بیرغ نشتوالي عام افغانان سخت ودردول.
نن په ټولنیزو رسنیو فعالو افغانانو لیکلي که طالبانو د افغانستان منل شوی ملي بیرغ نه وای لیرې کړی، اوس به په نړۍ وال سټېج د افغانستان ملي بیرغ هم رپاند او افغان هیئت هسکه غړۍ ناست وای.
نومیالي افغان ژورنالست داود جنبش په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، «که مو په یاد وي ما یوځل ویلي و چې که طالبان د زمان په نبض ځانونه ونه پوهوي او د خپلې تېرې واکمنۍ تېروتنې تکرار کړي، د پاکستان هیله به پوره شي چې افغانستان له هیچا سره راشه درشه ونه لري او کټار دولت پاتې شي،»
ښاغلی جنبش زیاتوي، «کټاره غوا هغه وي چې څوک نژدې کېدو ته نه ورپرېږدي او د لغتو له وېرې ترې خلک څنګ کوي. دوې میاشتې وشوې چې طالب بیا واکمن شوی، خو څوک یې منلو ته لېوالتیا نه ښیي. دا یې هم بېلګه ده نوم یې شته، نخښه یې ورکه.»
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت یوه پخواني ديپلومات زردشت شمس لیکلي، «که چیرې د هېواد ملي بیرغ یې نه وای راښکته کړی نن به یې د افغانستان استازیتوب کولای.»
څېړونکي او ټولنیز فعال عبدالهادي مجروح لیکلي، «دا په ترکیه کې د ترکیې چارواکو او تالیب پلاوي ترمنځ د ګډ مجلس انځور دی چې یوازې د ترکیې توغ ښکاري، خو دافغانستان توغ نه شته. بیرغ د هېواد د ملي هویت نښه ده، په دیپلوماتیکو اړیکو کې دود دی چې کله د دوه هېوادونو استازي سره ګوري د دواړو ملي توغ باید هلته شتون ولري، څو وښیي چې دواړه لوري دیو هېواد رسمي نمایندګان دي،»
د ترکیې جمهوریت خپل موجود ملي بیرغ له ۱۸۴۴ میلادي کال راهیسې کاروي چې هر نظام یې د خپل ملي بیرغ په توګه دفاع کوي، او د افغانستان ملي بیرغ له ۱۹۲۸ میلادي کال راهیسې جوړ شوی چې وخت په وخت په کې څه ناڅه بدلونونه راغلي خو یو ځل د برهان الدین رباني جمعیت او بیا طالبانو واک ته په رسېدلو سره په خپل تنظیمي بیرغ بدل کړ چې افغانان یې سخت خوابدي کړل.
ستا او ستا د تاندوالو په مور کې له هرې خوا غيڼ ووهم ! ستاسو په خرڅ شوي عقل د نالت شي ! پاڼه به مو په افغانستان کې بندیږي
د طالباني احلاقو د نمونې د درښکارولو په خاطر یې نه ډیلیټوو.
داود جنبش صیب ډیره ادبی او دیپلوماتی ژبه کارولی او د تالبانو کړه وړه يی د هغی کټارۍ غوا سره مقایسه کړی چی خلک ورنه ډار لری او څوک يی خواته نه شی نږدی کیدلی.
بلکه په واقیعت کی تالب د هغه خره مثال لری چی په هر حالت کی ورته هیڅ انسان د لغتو او ناوړه کړو وړو له امله خواته نه شی نږدی کیدلی.
تالبانو اوس د افغانستان نه د حقانی شخصی مدرسه جوړه ګړی چی هرڅه يی زړه غواړی په افغانانو يی د ډانګ په زور منی او خپل خواهشات او غوښتنو ته د الهی هدایاتو بڼه ورکوی چی د سر غړونونو په صورت کی افغانان د خپل ژوند حق له لاسه ورکوی.
اوس تالبان خو لا نړۍ ته هم اخطارونه ورکوی چی که په رسمیت يی ونه پیژنی نو نړۍ ته به بدی پایلی ولری او فکر کوی چی نړۍ به هم لکه د خوار افغان په څیر ددوۍ خرتوب او تور جهالت ته تسلیمی ورکړی او ددوۍ خرتوب او تور جهالت به نور هم پیاوړی شی.
پورتنۍ لیکنه چی د Pattang په نوم چا کړی نو ددغه خرتوب یوه وړه بیلګه ده.
زه طالب نه یم خو کله چې ګورم دا لویه کارنامه چې طالبانو د هېواد د ازادۍ په نوم تر سره کړه او هېواد یې د بهرنیو او کورنیو لنډغرو د اشغال او تسلط څخه خلاص کړ، په حکم د وجدان او د هېواد پالنې په احساس ورته درناوی او قدرداني یې کوم. ایا دا کار او اتلولي بل چا کولای شوه؟ اسلامي امارت تر اوسه د ترکیې هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او نشي کولای چې بیرغ یې رسماً پورته کړي. بل دا دومره لویه خبره نه ده لکه ځیني ناکسان چې یې لویوي. د بیرغ موضوع یوه ذهني مسئله ده او دا بیرغ ډېر ځلې بدل شوی دی. بل داچې زه دې مسئلې ته متوجه یم او لیکلي مې هم دي چې تاند د طالبانو سره په سخت مخالفت کې خپرونې کوي او د هر خبر په پای کې یې په یوه نه په یوه ډول تخریبوي چې باید داسې نه وای.
پښتانه په میډیا کی هم یو بل وهی.
وهه یی وهه یی وهه یی …. وهو وهو یی وهو …. واهه یی واهه یی واهه یی … هی ستا خور….و…هی د ده … و…. هی ستامور….
همدا یی له کوچنیوالی اوریدلی او لیدلی مور وهلی، پلار وهلی مشر ورور وهلی، تربره وژلی….کوڅه کی ورته پوچ ښکنخل شوی
لاره کی یی پوچ اوریدلی …. هر ځای یی همدا لیدلی او اوریدلی خدای دی ورباندی رحم وکړی
نو ځکه همدا ښکنځل دی وهل دی سپکول دی تاسی دا نظرونه په دقت ولولئ ، کوم یو یی د تهذیب نمایندګی کوی
وروڼو څه ضرور؟
سره روغ شئ وروڼه شی دنیا چیری ورسیده تاسی یو مړی ډوډۍ نه لرئ پردي مو جنګوی
نورو څه وکړل؟ سبقونه یی وویل ، اتحاد یی وکړ، ترقی یی وکړه موږ پوری یی ښه ډیر وخندل اوغان غول کوچی شبشی…یی راته وویل. ترڅو تهذیب زده نه کړی چی قدرت کی هم اوسی او امارت او ولایت او خلافت هم ولری دوه روپۍ څوک اهمیت نه درکوی.
تاسی پوهږی که ذبیح الله مجاهد صاحب یا امیر المومنین دا ستاسی لیکنی ووینی څومره به درباندی په غوسه شی؟
نور بس ده اوس چی اسلامی سوه اسلامی اخلاق زده کړئ